• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

خلیلزاد:ښایي پاکستان د افغان کډوالو له اېستلو د داعش د لېږد لپاره د پلمې په توګه کار واخلي

۲۷ وری ۱۴۰۴ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۵، ۰۱:۰۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ زمری ۱۴۰۴ - ۱۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۹:۵۸ GMT+۱

د افغانستان د سولې په چارو د متحده‌ایالاتو پخوانی استازی زلمی خلیلزاد د خپلو باخبره سرچینو په حواله وايي، چې ښایي پاکستان د افغان کډوالو له اېستلو څخه «افغانستان ته د داعش وسله‌والې ډلې د لېږدولو لپاره د یوې پلمې په توګه کار» واخلي.

نوموړي دا څرګندونې د چهارشنبې په سهار (د وري ۲۷مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو پر روان ناوړه بهیر د غبرګونونو په دوام کې کړې دي.

هغه لیکلي دي: «باخبره سرچینې ماته وايي، اندېښمن دي چې د پاکستان حکومت ښایي د افغان کډوالو له اېستلو څخه افغانستان ته د داعش وسله‌والو د لېږلو لپاره د یوې پلمې په توګه کار واخلي. زه هم دا اندېښنه لرم.»

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف بیا دوه ورځې وړاندې په لندن کې له رسنیو سره د خبرو پرمهال ویلي، افغانستان ته یې «مخلصانه مشوره» دا ده، چې هغوی دې ژر تر ژره جنګیالۍ ډلې کنټرول کړي او خپله خاوره دې د استفادې لپاره په واک کې نه ورکوي.
نوموړی وايي، تحریک طالبان، داعش خراسان او نورې ترهګرې ډلې له افغانستان څخه په پاکستان کې بریدونه تنظیموي.

له دې سره، پاکستاني چارواکو او طالبانو بیا تل په خپله خاوره کې د داعش حضور رد کړی دی.

پاکستان د روان ۲۰۲۵ کال د اپرېل له پیل راهیسې د زرګونو افغان کډوالو د اېستلو پړاو پیل کړی کړی او ټینګار یې دا دی، چې له دغه هېواده د ای‌سي‌سي کارټ لرونکي او نور ناقانونه کډوال باسي.

په داسې حال کې چې ډېر شمېر کډوالو د اېستلو په روان بهیر کې خپلې شتمنۍ او ملکیتونه له لاسه ورکړي او ان داسې هم ویل کېږي، چې پاکستاني چارواکو د دوی شتمنۍ ضبط کړي دي.

د یادونې ده، چې پرون د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم له پاکستانه د افغان کډوالو پر جبري اېستلو او د هغوی د شتمنیو پر ضبطولو خواشیني ښودلې وه.

د راپورونو له مخې، د بې اسنادو کډوالو د اېستلو د دویم پړاو له پیل راهیسې د تورخم له لارې په لسګونو زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

ډېر لیدل شوي

نصیر احمد فایق: د افغانستان د راتلونکي لپاره دې د افغانانو په مشرۍ سیاسي بهیر پیل شي
۱

نصیر احمد فایق: د افغانستان د راتلونکي لپاره دې د افغانانو په مشرۍ سیاسي بهیر پیل شي

۲
روغتیا او ژوند

غواړئ وزن کم کړئ؟

۳

مدني بنسټونو د طالبانو د ځواب ویلو لپاره د عملي ګامونو غوښتنه کړې ده

۴

په درېیو کلونو کې؛ له پاکستان نه ۲.۷ مېلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي

۵

ریچارډ بېنېټ: د طالبانو د حساب ورکونې لپاره نړیوال میکانیزم د جوړېدو په حال کې دی