• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له فشارونو سره سره، افغان کډوال په پښتونخوا کې د ایستل کېدو له ګواښه خوندي دي

۲۸ وری ۱۴۰۴ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۵، ۰۵:۴۴ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ وری ۱۴۰۴ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۵، ۰۶:۵۱ GMT+۱

د الجزيرې ټلوېزیوني شبکې د يو تازه راپور له مخې، سره له دې چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ايستلو لپاره سخت اقدامات پيل کړي، خو د پښتونخوا ایالت په بیلابیلو سیمو کې زرګونه افغان کډوال بیا د ایستل کېدو له ګواښه خوندي دي.

د دغه راپور له مخې، د ټولنيزو اړيکو ژورې ريښې، د ځايي خلکو ملاتړ او د قوانينو کمزوری پلي کېدل، د دې لامل شوي، چې افغانان په پراخه کچه له یاد ایالت څخه ونه ایستل شي.

اکبر خان، چې له نږدې ۵۰ کلونو راهيسې په پېښور کې ژوند کوي وايي، چې د هغه کاروبار ښه روان دی.

د هغه په رسټورانت کې سیخ کباب پخېږي، مېلمنو ته وریجې او سلاد هم ورکوي. د هغه په خبره: «ما دلته واده کړی، زما اولادونه هم دلته واده شوي او لس تنه د کورنۍ غړي مې هم دلته خاورو ته سپارل شوي دي. موږ هېڅ نيت نه لرو چې دا ځای پرېږدو».

اکبر خان له هغو درې ميليونه افغان کډوالو څخه يو دی، چې د پاکستان حکومت غواړي سږ کال يې له هېواده وباسي.

د راپور له مخې، لږ تر لږه درېيمه برخه دغه کډوال د پښتونخوا په ایالت کې مېشت دي. له ډېرو سره یې د ملګرو ملتونو اړوند او د افغان وګړي تابعیت کارتونه شته، خو د هغو افغانانو شمېر نه دی معلوم چې هېڅ ډول قانوني اسناد نه لري.‌

د الجزیرې شبکه وایي، د پښتونخوا ایالتي حکومت هم د افغانانو په ایستلو کې چندان لېوالتیا نه لري.

عبدالله خان چې د پاکستان د امنيت او شخړو د مطالعې يو بنسټ مشر دی وویل: «دا ممکنه نه ده چې افغانان له پښتونخوا څخه ټول وايستل شي، ځکه هغوی بېرته له ناقانونه لارو او يا د قانوني تشو له لارې پاکستان ته راځي، ان که پر پوله اغزن تار هم وي».

هغه زیاته کړې، چې پر ډیورنډ کرښه داسې کلي هم شته چې دواړه لوریو ته پرې خلک په ازاد ډول تګ راتګ کوي.

د افغانانو او پښتونخوا د خلکو ترمنځ ژبنی، قومي او کلتوري نږدېوالی د دې لامل شوی، چې دا سيمه د افغان کډوالو لپاره يو طبيعي پناه‌ ځای وي.

دغه ایالت له ۱۹۸۰ مو کلونو راهيسې د افغان کډوالو کوربه دی او ډېری کډوال اوس د سيمې له خلکو سره ګډ ژوند لري، ان ډېرو یې له ځایي خلکو سره خپلوۍ کړې دي.

عبدالله خان وايي، که څه هم د پښتونخوا حکومت له مرکزي حکومت سره همکاري کوي، خو تګلارې ډېرې ورو پلي کېږي. دی زیاتوي: «د سيمه‌ييز حکومت ډېری چارواکي له افغانانو سره خواخوږي لري، ځکه د دوی کلتورونه يو دي. عمران خان هم د وزيراعظمۍ پر مهال تل د افغان کډوالو پر وړاندې د زور زياتي مخالف و».

د الجزیرې د راپور پر بنسټ په پښتونخواه کې تاوتریخوالی او روانې نا امنۍ هم د دې لامل شوې، چې د افغانانو د ایستل کیدو اړوند قانوني اقداماتو په مخ کې خنډ وګرځي.

دغه ټلوېزیوني شبکه همداراز ليکي، چې د بشري حقونو ادارې، مرستندويه سازمانونه او د طالبانو حکومت هم پر پاکستان فشار راوړی، تر څو خپل چلند بدل کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې (IOM) له راپور سره سم، له اپرېل مياشتې راهيسې شاوخوا ۶۰ زره کسان د تورخم او سپين‌ بولدک له لارو بېرته افغانستان ته تللي.

له دغو ډېری یې له پنجاب ایالت څخه ایستل شوي او به یاد ایالت کې نږدې ۲۰۰زره افغان کډوال مېشت دي.

ترویج لرونکی

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ
۱

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۲
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۳ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

له زده‌کړو محرومو زرګونو افغان نجونو غالۍ اوبدلو ته مخه کړې

۲۸ وری ۱۴۰۴ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۵، ۰۵:۰۴ GMT+۱

د بي بي سي انګریزي څانګې تازه په یوه راپور کې ویلي، نږدې درې کاله کېږي، چې طالبانو له شپږم ټولکي پورته د نجونو پر هر ډول زده‌کړو بندیز لګولی، چې له امله یې دا مهال زرګونه نجونې او مېرمنې د غالۍ اوبدلو سخت او کم عایده کار ته اړې شوې دي.

د بي بي سي په دغه راپور کې راغلي،‌ غالۍ اوبدل چې په افغانستان کې یو لرغونی دودیز کسب ګڼل کېږي، دا مهال د طالبانو تر واک لاندې د ډېرو محرومو ښځو او نجونو لپاره یوازینی موجود انتخاب دی.

د یادې رسنۍ خبریالان په کابل کې د غالۍ اوبدلو یو شمېر کارخونو ته ورغلي‌ او له ځینو افغانو نجونو او ښځو سره یې مرکې کړې دي.

په دغه راپور کې راغلي، چې د نجونو له ګنې ګوڼې ډکې په یوې کارخونه کې ۱۹کلنه صالحه حسیني هم کار کوي. هغې د یوې روغتیایي ډاکټرې د جوړیدو هیلې درلودې، خو اوس یې خپلې هیلې د قالینو په اوږدو تارونو کې تړلې دي. هغې ویلي: «له موږ د زده کړو حق واخیستل شو، له دې پرته بله لاره نه وه».

طالبانو د خپلې واکمنۍ د لومړۍ دورې په څېر دویم وار هم نجونې له زده کړو او ښځې د دولتي ادارو تر څنګ له شخصي کارونو څخه منعه کړې.

د ملګرو ملتونو راپورونه ښيي، چې په تېرو دوو کلونو کې د ښځو لپاره کاري فرصتونه په شدیده توګه کم شوي دي، خو غالۍ اوبدل لا هم د دوی پرمخ لږه پرانېستل شوې دروازه ده.

۹۰ سلنه غالۍ اوبدونکې ښځې

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، نږدې ۹۰ غالۍ اوبدونکې ښځې دي، چې د افغانستان دننه په دغه صنعت کې له یو میلیون څخه زیات کسان بوخت دي. دا صنعت که څه هم د افغانستان په اقتصاد کې رول لري، خو اصلي ګټه یې غالۍ اوبدونکو ته نه رسي.

د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویلي، یوازې د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ نیمايي کې تر ۲.۴ میلیونه کیلو ګرامه غالۍ له افغانستان نه بهر ته صادرې شوې، چې ارزښت یې ۸.۷ میلیونه ډالره ښودل شوی.

پاکستان، هند، امریکا، اتریش او نور هېوادونه د دې قالینونو پیرودونکي دي. خو غالۍ اوبدونکي وايي، که نرخونه هر څومره لوړ وي، دوی ته یوازې د ورځې یو ډالر یا ان تر دې هم کم مزد ورکول کېږي.

یو غالۍ اوبدونکی، چې نه یې نوم یاد شوی او نه یې مخ ښکارېږي وايي: «یو متر قالینه لږ تر لږه یو میاشت وخت غواړي، خو مزد یې ۲۷ څخه تر ۴۲ ډالرو پورې وي. دا کار یوازې د مجبورۍ له امله کوو، که چاره وای، بل کار به مو غوره کړی و.»

راپور وړاندې لیکلي، چې د کابل په دشت برچي په یوې کوچنۍ خونه کې یوه کورنۍ له خپلو څو تنو لوڼو سره خپل ژوند او ګډ کار کوي. ۲۲کلنې شکیلا هیله درلوده چې څارنواله شي.

راپور کاږي، چې د کابل دشت برچي کې شکیلا او د هغې کورنۍ په یوې کوچنۍ خونه کې له ژوند کولو سره سره د غالۍ اوبدلو کارخونه هم مخې ته وړي.

دغې ۲۲ کلنۍ نجلۍ هیلې درلودې چې وکیله شي، خو اوس له خپلو نورو خویندو سره غالۍ اوبدي.

د هغې خور سمیراه چې په ۲۰۲۱ کال کې پر یوه ښوونځي د برید پر مهال ژوندۍ پاتې شوې اوس له رواني ستونزو کړېږي،‌ خو هیله لري چې یوه ورځ به بېرته د ښوونځي په دروازه ننوځي.

هغې بي بي سي ته ویلي: «طالبان وايي امنیت ښه شوی، خو مکتبونه لا هم بند دي. همدا لامل شو چې موږ کار پیل کړ».

پاکستاني طالبان اوس د سیمې تر څنګ په نړۍوال ګواښ بدلېدونکي دي

۲۸ وری ۱۴۰۴ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۵، ۰۴:۱۵ GMT+۱

د انټرنشنل پاليسي ډاېجیسټ څېړنیزې ویب‌پاڼې له‌خوا‌ په یوه خپره شوې مقاله کې راغلي، چې د امریکا د استخباراتي ارزونو له مخې اوس د «ټي ټي پي» وسله واله ډله د سیمه ییز ګواښ پر ځای په نړۍوال ګواښ بدلېدونکې ده.

د امریکا د استخباراتي ټولنې د ۲۰۲۵ کال د ګواښ ارزونې په راپور کې د پاکستاني طالبانو تحریک د «راتلونکې احتمالي ګواښ» په توګه یاد شوی، چې دلیل یې له القاعده شبکې سره د دغې ډلې پراخېدونکي اړیکې او له سوېلي اسیا څخه بهر د عملیاتو د جغرافیې غځیدل ګڼل شوي‌ دي.

په مقاله کې راغلي، چې د «ټي ټي پي» غړو په کونړ ولایت کې له القاعده ډلې سره ګډ روزنیز پروګرامونه ترسره کړي دي.

همدا راز ویل شوي، چې طالبانو په کابل له بیا ځل واک ته رسېدو وروسته پاکستاني طالبانو ته خوندي پناه ځایونه ورکړي، د خوندي تګ راتګ لارې یې ورته برابرې کړې، او ان وسلې یې ورته ورکړې، چې د دغې ډلې د بیا فعالیدو لامل شوې دي.

مقاله کې وړاندې ویل شوي، چې ملګرو ملتونو هم تایید کړې چې پر ډیورنډ کرښه د «ټي ټي پي» د روزنې اوه روزنیز کمپونه شته چې په کې امریکایي وسلې هم کارول کېږي.

په ۲۰۲۴ کال کې «ټي ټي پي» ډله په پاکستان کې د ۴۸ بریدونو مسووله ګڼل شوې، چې په کې یو ځانمرګی برید هم شامل و.

دغه برید په اسلام ‌اباد کې شوی و، چې شپږ کسان په کې وژل شوي وو.

د انټرنشنل پاليسي ډاېجیسټ په وینا، دا کړکېچ د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سرحدي تاوتریخوالي، هوایي بریدونو او توغندیزو نښتو لامل شوې.

د ۲۰۲۵ کال د مارچ په میاشت کې، د دواړو لوریو ترمنځ نښتو لږ تر لږه ۱۲ امنیتي کسان ووژل.

مقالې همدا راز په واشنګټن کې د‌ پاکستان د سفیر له خولې لیکلي: «موږ د خپلې وینې بیه ورکړې، خو نړۍ سترګې پرې پټې کړې دي». 

مقاله کاږي، له ۲۰۰۱ راهیسې پاکستان کې له ۸۰ زرو څخه زیات کسان وژل شوي او ۱۵۰ میلیارده ډالره اقتصادي زیان یې لیدلی.

مقاله کې دېته هم اشاره شوې، چې د اروپا استخباراتي ادارې هم د «ټي ټي پي» فعالیتونه له نږدې څاري. د جرمني استخباراتي ادارې (BND) خبرداری ورکړی، چې دغه ډله هڅه کوي له اروپايي هېوادونو په تېره بیا د پاکستان د کډوالو له ټولنو څخه ځانته غړي جذب کړي.

مقالې په ډاګه کړې، چې یو شمېر سوېډني وګړي هم د دغې ډلې تر چتر لاندې د روزنې لپاره افغانستان ته تللي.

د مقالې د معلوماتو له مخې، د امریکا د خزانې وزارت په دوبۍ کې د درېیو داسې حواله‌ کوونکو یا صرافانو پر ضد د بندیزونو ارزونه کوي چې د «ټي تي پي» د مالي ملاتړ شک پرې کېږي. همداراز په واشنګټن کې یوه قانوني مسوده تر بحث لاندې ده چې د‌ پاکستاني طالبانو ډله د بهرنیو ترهرګو په نوملړ کې ثبت شي. له دې سره به د دغې ډلې مالي او د سفرونو اړوند ازادۍ محدودې شي.

له ډان ورځپانې سره د پاکستان د‌ پوځ مشر عاصم منیر مرکې ته اشاره شوې ده. هغه ویلي و: «موږ مخکې هم د دوی شبکې ړنګې کړې وې، خو بیا سره راټول شوي دي».

مقاله په پای کې کاږي نړۍ باید د «ټي ټي پي» د پراخیدونکي ګواښ په تړاو چوپه خوله پاتې نه شي،‌ ځکه چې په خبره یې دغه ډله اوس په دې هڅه کې ده، چې د نړۍ په کچه خپل فعالیتونه پراخ کړي.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پاتې شوې وسلې د پاکستان او سیمې امنیت ګواښي

۲۸ وری ۱۴۰۴ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۵، ۰۳:۳۱ GMT+۱

یورو ایشیا په یوه تازه خپره شوې مقاله کې لیکلي، د افغانستان د مخکني جمهوري نظام تر پرځیدو او د امریکا په ګډون د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته په دغه هېواد کې د پرمختللو وسلو پاتې کېدو د سیمه ییز امنیت او ټیکاو په تړاو اندېښنې راپورته کړې دي.

د یورو ایشیا په دې مقاله کې راغلي، له بهرنیو ځواکونو د ۷.۲ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د پاتې شویو وسلو یوه برخه اوس د ترهګرو ډلو لاسونو ته ورغلې، چې له کبله یې د پاکستان په ګډون د ټولې سیمې ثبات په جدي توګه له ګواښ سره مخ شوی دی.

مقاله کاږي، دغه وسلې یواځې د افغانستان دننه نه‌ کارېږي، بلکې په پراخ ډول له ډیورنډ کرښې اوړي او پاکستان ته په قاچاقي توګه لېږدول کېږي.

د جنیوا د سپکو وسلو د سروې اداره هم د پاکستان دغه ادعاوې تاییدوي، چې ګوندې دا اوسلې اوس د پاکستاني طالبانو په ګډون د بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسله والې ډلې یا د بلوچستان د ازادۍ پوځ غړو تر ګوتو هم رسیدلې دي.

یاده رسنۍ په خپله مقاله کې زیاتوي، دغه وسلې چې بریدګرې تفنګچې، شپني دوربین لرونکي ټوپکونه، پرمختللي چاودېدونکي مواد او ان د زغروالو موټرو ضد وسلې په کې شامل دي. چې د پاکستان د ترهګرۍ ضد ځواکونو د عملیاتو پر مهال موندل شوې دي.

دغه مسله د پښتونخوا، قبایلي سیمو او بلوچستان کې د ترهګرو بریدونو زور نور هم زیات کړی دی.

بلخوا د سپکو وسلو سویېسي ادارې د سروې له مخې، له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۲۱ کاله پورې د پخواني افغان حکومت د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره څه باندې ۳۰۰ زره سپکې وسلې افغانستان ته استول شوې وې.

خو د جمهوري نظام له سقوط او طالبانو له واک ته رسېدو سره دا وسلې هغو کسانو لاس ته ورغلې، چې یو مهال د ناټو ځواکونو تر پوځي هدفونو لاندې وو.

همدا راز زیاته شوې، اوس د دغو پاتې شویو وسلو ډېری یې په تورو بازارونو کې په ناقانونه ډول پلورل کېږي او طالبان پرې هېڅ راز کنټرول نه لري.

مقاله کې ټینګار شوی، چې دغه روان وضعیت د ټولې سیمې لپاره د خطر یو زنګ دی.

مقاله کې وړاندې لیکل شوي، امریکا او نړۍواله ټولنه نه شي کولای د دې وضعیت له مسولیت څخه ځان خلاص کړي. د مقالې په ټکو ځکه چې دوی پرته له دې چې کومه روښانه تګلاره ولري، خپل پوځي تجهیزات یې په داسې هېواد کې پرېښي، چې لا له وړاندې د بې ثباتۍ له سختو څپو سره مخ و.

اسلام‌ اباد دا موضوع څو ځله د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) او د شانګهای د همکاریو سازمان (SCO) په غونډو کې یاده کړې، خو تر دې دمه کوم عملي ګام نه ‌دی اخیستل شوی. مقاله وړاندیز کوي، چې پاکستان باید یوه نوې ډېپلوماټیکه هڅه پیل کړي او له ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او ناټو وغواړي، چې د دغو پرېښودل شویو وسلو د تعقیب، مهار او له منځه وړلو لپاره یو واضح میکانیزم جوړ کړي.

د یورو ایشیا د مقالې په پای کې خبرداری ورکړل شوی، چې که دغه وسلې همداسې بې ‌کنټروله پاتې شي، نه‌ یوازې پاکستان، بلکې ټوله سیمه به له لا جدي خطر سره مخامخ شي، نړۍواله ټولنه باید خپل مسوولیت ومني او د یوې سترې امنیتي فاجعې د مخنیوي لپاره باید بېړني اقدامات وکړي.

دغه مقاله داسې مهال د په افغانستان کې د‌ پاتې شویو وسله والو د قاچاق یا تورونو بازارونو کې د پلور مسلې ته اشاره کوي چې تازه طالبانو دغه ادعاوې رد کړي دي.

طالبانو ویلي، په پاکستان کې د وسله والو ډلو له لوري د ناټو او امریکایي ځواکونو کاریدونکې وسلې په تېرو شلو کلونو کې افغانستان ته د لېږدولو پر مهال برمته او غلا شوې وې او په تور بازار کې په اسانه موندل کېدې.

کورنی تاوتریخوالی؛ په ننګرهار کې یوه پلار خپل زوی وواژه

۲۸ وری ۱۴۰۴ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۵، ۰۰:۲۸ GMT+۱

په ننګرهار کې د طالبانو امنیه قومندانۍ وايي، چې د دغه ولایت د حصارک ولسوالۍ په «مامدکلا» سیمه کې یوه پلار خپل زوی د ټوپک په ډزو وژلی دی.

په ننګرهار کې د طالبانو امنیه قومندانۍ وايي، چې د دغه ولایت د حصارک ولسوالۍ په «مامدکلا» سیمه کې یوه پلار خپل زوی د ټوپک په ډزو وژلی دی.

د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند سېدطیب حماد د چهارشنبې په ورځ (د وري ۲۷مه) رسنیو زیاته کړې، قاتل سلطان‌محمد نومېږي چې د دغې ډلې د وسله‌والو له‌خوا نیول شوی او تر څېړنو لاندې دی.

حماد د دې پېښې د لامل له جزییاتو پرته ویلي، چې وژل شوی کس «الله‌نظر» نومېده.

اخوا، د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته د نوم نه ښودلو په شرط د دې پېښې لامل کورنی تاوتریخوالی بللی دی.

د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د هېواد په ګوټ-ګوټ کې د کورني تاوتریخوالي پېښو لمنه پراخه شوې او تر ډېرې کچې یې لامل اقتصادي ستونزې، فقر او بې‌کاري بلل کېږي.

پاکستانی جنرال: د هبت‌الله او حقاني اختلافاتو د طالبانو واکمني د وېش له ګواښ سره مخ کړې

۲۷ وری ۱۴۰۴ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۵، ۲۳:۲۱ GMT+۱

د پاکستان پوځ یو پخوانی او متقاعد جنرال انعام‌الحق په یوې مقاله کې چې د اېکسپرېس ټربیون وېب‌پاڼې له لارې خپره شوې، د طالبانو خپل‌منځي اختلافاتو ته په اشارې وايي چې د دغې ډلې واکمني له جدي کورنیو ننګونو او سیمه‌ییزو ګواښونو سره مخ ده.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ (د وري ۲۷مه) په خپلې مقاله کې زیاته کړې، چې د ملا هبت‌الله د سخت دریځو مذهبي او قومي نظریاتو پر بنسټ د دغې ډلې رژیم د حقاني شبکې د عملي تمایلاتو پر وړاندې د وېش له ګواښ سره مخ دی.

انعام‌الحق ټینګار کوي، چې ملا هبت‌الله اخوندزاده په خپل رژیم کې د راشدینو خلافت دورې ته د بېرته ستنېدو او په کورنیو او بهرنیو چارو کې د خورا سختو فقهي تفسیرونو د پلي‌کېدو غوښتونکی دی.

د اېکسپرېس ټربیون په مقاله کې راغلي، چې د هبت‌الله دا نظرونه د سراج‌الدین حقاني په مشرۍ د حقاني شبکې له چلند سره خورا توپیر لري، ځکه هغه غواړي له پاکستان، لوېدیځو او عربي هېوادونو سره اړیکې ولري.

د یاد پاکستاني جنرال په مقاله کې د طالبانو مخالفو ډلو ته په اشارې راغلي دي: «په داسې حال کې چې د طالبانو د واک په جوړښت کې وېش ورو ورو څرګندېږي، د افغانستان د ازادۍ جبهې، مقاومت جبهې او داعش-خراسان په څېر د طالبانو مخالفې وسله‌والې ډلې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.»

یاد پخوانی پاکستانی جنرال زیاتوي، چې داعش-خراسان، د نورو مخالفو جبهو برعکس د طالبانو لپاره یو جدي ګواښ ګڼل کېږي، ځکه چې دا ډله توانېدلې ځيني ناراضه طالبان او تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي وسله‌وال خپلو لیکو ته جذب او وژونکي بریدونه ترسره کړي.

همداراز د مقالي لیکوال وايي، چې که څه هم د مقاومت او ازادۍ جبهې کوم نړۍوال ملاتړ نه‌لري، خو دغو جبهو د پنجشېر او بدخشان په ګډون د افغانستان یو شمېر شمالي ولایتونو کې چریکي بریدونه روان ساتلي دي.

پخواني پاکستاني پوځي چارواکي ټینګار کړی، چې که طالبان د ولس اړتیاوو او نړۍوالو فشارونو ته ځواب ونه وایي، نو د دغې ډلې د مشرتابه جوړښت د تدریجي پرځېدو له ګواښ سره مخ دی.

د پاکستان پوځ پخوانی جنرال انعام‌الحق د طالبانو د خپل‌منځيو اختلافاتو په تړاو دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې له دې وړاندې دغې ډلې په وار-وار دا ډول موضوعات رد کړي او د خپل رژیم ټولې خواوې د هبت‌الله د اوامرو تابع بولي.