• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روسیې سترې محکمې طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړه و اېستل

۲۸ وری ۱۴۰۴ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۵، ۱۴:۰۰ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ وری ۱۴۰۴ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۵، ۱۵:۵۰ GMT+۱

د روسیې سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ د مسکو له تور نوملړه د طالبانو له نوم اېستلو سره موافقه وکړه. د روسیې ار بي ټلویزیون رپوټ ورکړ چې د تړلو دروازو ترشا په دې غونډه کې د طالبانو یوه استازي هم ګډون کړی و، خو ددغه استازي نوم تر دې دمه نه دی په ډاګه شوی.

د روسیې سترې محکمې د دغه هېواد د لوی څارنوال د غوښتنې پر اساس، د طالبانو پر فعالیتونو د بندیز موقتي تعلیق اعلان کړ.

د انټرفاکس د رپوټ له مخې قاضي اولېګ نېفېدوف وویل، « د طالبانو تحریک پر فعالیتونو بندیز دې وځنډول شي، چې د روسیې د فدرالي قانون له مخې د ترهګرو سازمانونو په متحد فدرالي لیست کې شامل دي».

د دې پرېکړې له نافذېدو سره تمه ده چې طالبان به د روسیې له رسمي تور نوملړه وایستل شي.

قاضي زیاته کړه: « دغه پرېکړه باید سمدستي عملي شي».

پر طالبانو د روسیې بندیز په ۲۰۰۳ کال کې لګول شوی و.

دغه پرېکړه د روسیې د لوی څارنوال ایګور کراسنو له خوا د استیناف غوښتنې وړاندیز په پایله کې کېږي. دا وړاندیز د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۳۱مه شوی و.

دا استیناف د طالبانو له حکومت سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د پیاوړتیا په موخه شوی.

د روسیې د سترې محکمې چارواکو ویلي، چې دا قضیه د روسیې د فدرالي قانون له مخې پر مخ وړل کېده او هدف یې دا و چې که کومې ترهګرې ډلې خپل هغه فعالیتونه درولي وي، چې د ترهګرۍ تبلیغ، توجیه یا ملاتړ پکې وي، نو پر هغې لګیدلی بندیز به د محکمې په پرېکړه د لنډ وخت لپاره وځنډول شي.

د تېر کال په دسمبر کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یو قانون لاسلیک کړ، چې له مخې یې طالبان له هغه فدرالي لیست څخه ایستل کېدای شي، چې ترهګرې ډلې پکې ثبت دي.

شنونکي په دې باور دي، چې دا پریکړه به له قانوني اړخه دې ته لاره هواره کړي چې مسکو له طالبانو سره ډیپلوماتیکې اړیکې لا پیاوړې کړي.

مسکو له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې طالبان یو ځل بیا په افغانستان واک ته رسیدلي، له دې ډلې سره اړیکې زیاتې کړې دي.

تر دې وړاندې د ۲۰۲۴ کال په مې میاشت کې د روسیې بهرنیو چارو وزارت او عدلیې وزارت ددغه هېواد ولسمشر ته یو رسمي وړاندیز کړی و، چې طالبان دې له تور لیسته وایستل شي. خو تر هغه وخته کوم قانوني میکانیزم نه و، چې له مخې یې یو سازمان د ترهګرو ډلو له نوملړه لرې شي. دا امکان هغه وخت برابر شو، چې «له ترهګرۍ سره د مبارزې» په قانون کې تعدیلات راغلل.

روسیې طالبان له نورو ۱۴ ډلو سره یو ځای په ۲۰۰۳ کال کې د ترهګرو ډلو په لېست کې شامل کړي وو.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

ناڅرګندو وسله والو د کندهار په خاکریز ولسوالۍ کې د یوه جومات ملا وژلی

۲۸ وری ۱۴۰۴ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۵، ۱۲:۵۹ GMT+۱

له کندهار څخه ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې تېره شپه د دغه ولایت په خاکریز ولسوالۍ کې د یوه جومات ملا امام د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوی دی.

سرچینې وايي، د خاکریز ولسوالۍ په چهارسنګ سیمه کې د حافظ محب الله په نوم د جومات ملا امام د تومانچې په ډزو وژل شوی دی.

سرچینه وايي، حافظ محب الله له تېرو څو کلونو راهیسې د د خاکریز ولسوالۍ په چهارسنګ سیمه کې د یاد جومات امامت کاوه.

یوه بله سرچینه وايي، چې دغه ملا امام د ولسوالۍ له ځايي طالبانو سره فکري مخالفت درلود او د همدې مخالفت له امله د روژې په میاشت کې څو ځله ولسوالۍ ته ورغوښتل شوی و.

د کندهار امنیه قوماندانۍ د یادې پیښې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو د کندهار د خاکریز ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، چې ځايي طالبانو د یاد امام د وژلو په تور د هغه دوه اوښي نیولي دي.

دا په روانه اونۍ کې د وسله والې وژنې درېیمه پېښه ده، چې په کندهار کې رامنځته کیږي.

تردې وړاندې د دوشنبې په ماښام د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې او د سې شنبې په ماښام د کندهار ښار په ۱۲مه ناحیه کې هم دوه کسان د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو ووژل شول.

طالبانو په پکتیا کې د نشه يي توکو د پروسس کارخونې تخریب کړې

۲۸ وری ۱۴۰۴ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۵، ۱۲:۱۸ GMT+۱

د طالبانو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې ويلي، چې د پکتیا په احمد خيلو ولسوالۍ کې يې د عملياتو پر مهال د نشه يي توکو دپروسس درې کار خونې له منځه وړې دي. طالبانو زياته کړې، چې له دې کارخونو څخه یې په زياته اندازه نشه یي توکي ترلاسه کړي دي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت اړوند د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې ادارې ويلي، چې د پنجشنبې په ورځ يې د عملياتو پر مهال د نشه يي توکو د پروسس درې کارخونې له منځه یووړې.

دغې ادارې په یوه خبرپاڼه کې زياته کړې، چې له دې کارخونو يې ۷۳۰ کیلوګرامه چرس، ۳۸۹ کیلوګرامه د بنګو دانې او د پروسس مواد ترلاسه کړي دي.

که څه هم د طالبانو مشر د یوه فرمان له مخې د نشه یي توکو پر کر، تولید او خرڅلاو بندیزونه لګولي، خو په اوس وخت کې د طالبانو اکثره سیمه ییز قوماندان د نشه يي توکو پر قاچاق بوخت دي.
د نشه یي توکو د کارخونو، کر او قاچاق مساله د طالبانو په راتګ نه یوازې دا چې کمېږي نه، بلکې لا پراختیا مومي.

د پاکستان مرستیال لومړی وزیر وايي په راتلونکو ورځو کې افغانستان ته ځي

۲۸ وری ۱۴۰۴ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۵، ۱۱:۳۹ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار چې د پاکستان مرستیال لومړی وزیرهم دی، وايي،په نږدې ورځو کې به کابل ته سفر وکړي چې له طالبانو سره اړیکې لا ښې کړي.

اسحق ډار د هنګري د بهرنیو چار له وزیر پیټر سیجارتو سره نن پنجشنبه تر لیدنې وروسته په یوه ګډه خبري ناسته کې وویل، چې دوی د سیمې او نړیوال وضعیت، په ځانګړې توګه د افغانستان په اړه خبرې اترې وکړې.

سرچینې وايي، ټاکل شوې چې ډار د اپرېل پر ۱۹مه نېټه کابل ته په یوه ورځني سفر لاړ شي او د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر او نورو مشرانو سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې وکړي.

د پاکستان د ۲۴ ټلویزیوني شبکې د رپوټ له مخې، اسحاق ډار ویلي: « د چمتووالي غونډې روانې دي او هیله ده چې په څو ورځو کې به کابل ته د یوه ورځني سفر لپاره لاړ شم، څو دا څو کلن بن‌بست ختم کړو».

یاده شبکه وايي، ډار به د شنبې په ورځ کابل ته لاړ شي.

پاکستان په ۱۹۹۰یمو کلونو کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له درېو رسمي پېژندونکو هېوادونو څخه و او تور پرې و چې د ناټو پر ضد د طالبانو د یاغیګرۍ ملاتړ یې کاوه، خو له۲۰۲۱ راهیسې چې طالبان بېرته واک ته رسېدلي، د دواړو اړخونو اړیکې ترینګلې شوې.

پاکستان پر طالبانو تورلګوي، چې د ټي ټي پي او نورو پاکستاني جنګیالیو ملاتړ کوي، خو د طالبانو حکومت او چارواکي دا تورونه ردوي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، چې د پاکستاني طالبانو تحریک هغه لویه ستونزه ده چې د دواړو هېوادونو اړیکې یې ترینګلې کړې دي.

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې، په خبري ناسته کې د هنګري د بهرنیو چار وزیر پیټر سیجارتو د پاکستان دترهګرۍ ضد جګړې ستاینه وکړه او د افغانستان اړوند جدي امنیتي ګواښونه، لکه ترهګري او ناقانونه کډوالۍ یې یاد کړل.

طالبانو په کندهار کې ۳۳ تنه د ژویو او مرغانو د ښکار په تور نیولي

۲۸ وری ۱۴۰۴ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۵، ۱۱:۱۷ GMT+۱

په کندهار کې د طالبانو د چاپيريال ساتنې اداره وایي، چې د وحشي ژویو، نایابه مرغانو او کبانو د ښکار په تور يې په بېلابيلو سېمو کې ۳۳ کسان نيولي دي. دغې ادارې ويلي، چې په نیول شويو کسانو کې ۲۵ کسانو مرغان او اتو تنو کبان ښکار کول، چې یو شمېر تر تعهد وروسته خوشي شوي دي.

په کندهار کې د طالبانو د چاپيريال ساتنې ادارې ویلي، چې د طالبانو امنيتي ادارو دغه کسان په ښار او ولسوالیو کې د مرغانو او کبانو د ښکار پر مهال نيولي دي.

د طالبانو د چاپيریال ساتنې ادارې د مسوولینو په وینا، له نیول شویو کسانو څخه یې يو شمېر تر تعهد وروسته خوشي کړي دي.

طالبانو زياته کړې: « په نيول شويو کسانو کې اته تنه د ماهيانو او ۲۵ تنه د بيلا بيلو حيواناتو لکه غرني پسونه او مختلفو مرغانو لکه بازانو، زرکو او نورو الوتونکو مرغانو په تور نيول شوي او یو شمېر د تعهد له مخې بيرته ايله شوي دي.»

طالبانو خلکو ته خبرداری ورکړی، چې له ښکار کولو ډډه وکړي او که نه له قانوني چلند سره به مخ شي.

د طالبانو د رییس الوزرا د ۱۱۴ ګنې فرمان له مخي، په ټول هېواد کې د مرغانو پر ښکار او قاچاق بنديز لګول شوی.

واک ته د طالبانو په رسېدو سره که څه هم دغه ډله د مرغانو او حيواناتو د ښکار د مخنیوي په برخه کې د پر وخت اقداماتو خبر ورکوي خو لا هم په ډېرو سېمو کې د مرغانو د ښکار مخه نه ده نيول شوې.

تېر کال ځینې راپورونه خپاره شوي وو، چې شاوخوا ۷۰ تنه عربان له ګران بیه موټرو او پر مختللو وسایلو سره د کندهار، هلمند او فراه په ولایتونو کې د نادره مرغانو ښکار کوي.

هغه مهال د سیمې اوسیدونکو ويلي و، چې یاد کسان د قطر اوسېدونکي دي او هغه وخت په ښار کې لیدل شوي وو، چې خوراکي او نور د اړتیا وړ توکو د اخیستو لپاره د دغو ولایتونو ښارونو ته تللي وو.

د جرمني زرغون ګوند یو جګپوړی غړی: د افغانانو د انتقال پروګرام بندول بشردوستي قرباني کوي

۲۸ وری ۱۴۰۴ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۵، ۱۱:۰۴ GMT+۱

د جرمني د زرغون ګوند یو جګپوړی سیاستوال کونستانتین فون نوتڅ دغه هېواد ته د افغان کډوالو د لېږدونې دفاع وکړه او ویې ویل، چې یاد پروګرام د قانوني، مدیریت شوي او د امنیت له پلوه ارزول شوي مهاجرت استازیتوب کوي.

فون نوتڅ د جرمني رسنیو ته وویل، چې که دا پروګرام له منځه یووړل شي، دا به په دې معنا وي، چې دولت عمداً خپلې ژمنې ماتوي او بشردوستي قرباني کوي.

د مېرکور د رپوټ له مخې، هغه زیاته کړه، « دا ډول ټرمپیزم باید په جرمني کې هېڅ ځای ونه لري».

ټرمپ په دې وروستیو کې پر کډوالو بندیزونه ډېر کړي او ګڼ پروګرامونه یې لغو کړي دي.

د چارشنبې په ورځ له ۱۳۸ افغانانو ډکه الوتکه د جرمني په لایپزیګ هوايي ډګر کې کښېناسته، خو پر وړاندې یې ګڼ غبرګونونه او نیوکې هم شوي دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په نږدې ورځو کې دوه نورې الوتنې هم په پام کې لري.

د جرمني ځایي همکارانو د ملاتړ شبکې د دغو الوتنو هرکلی کړی دی. د دې پروژې یوه مسوول مارکوس کورچېک ار این ډي ته ویلي،«د اوسنۍ امنیتي ارزونې کچه ډېره لوړه شوې».

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، اوس هغو دوسیو ته لومړیتوب ورکول کېږي چې د منلو ژمنه یې لا له مخکې ورکړل شوې. دا شاوخوا ۲۶۰۰ کسان دي.