• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بدخشان زیباک ولسوالۍ کې د ماین چاودنه کې ۳ ماشومان وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي

۳۰ وری ۱۴۰۴ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۵، ۱۰:۲۱ GMT+۱

په بدخشان کې د طالبانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس وايي، د دې ولایت په زیباک ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله ۳ ماشومان وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي. محمد اکرم اکبري وايي دا پېښه پرون د زیباک په ګلخاني کلي کې شوې ده.

باختر اژانس نن د محمد اکرم اکبري په حواله لیکلي، ماشومانو له کلي بهر موسمي سبزي شکوله چې ماین پرې وچاودېد.

د محمد اکرم اکبري په وینا دې ماشومانو له دې ماین سره لوبې کولې چې پرې وچاودېد.

د طالبانو دغه چارواکي ویلي چې د پیښې قربانیان د څلورو کورنیو غړي دي.

ناچاودي ماینونه او نور توکي له تېرو جنګونو پاتې دي چې د افغانستان په بېلابیلو سیمو کې له خلکو قرباني اخلي.

بدخشان یو له هغو ولایتونو دی چې په دغو پېښو کې یې خلک او په ځانګړي توګه ماشومان وژل کېږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: په افغانستان کې نجونې باید زده‌کړو ته بشپړ لاسرسی ولري

۳۰ وری ۱۴۰۴ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۵، ۰۹:۴۳ GMT+۱

ملګرو ملتونو پر خپله ایکس پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره یو ځل بیا زده‌کړو ته د افغان نجونو پر حق او بشپړ لاسرسي ټینګار کړی او د میلیونونو نجونو له ښوونځیو څخه د محرومیت د پای ته رسولو غوښتنه یې کړې ده.

د ملګرو ملتونو له لوري په پیغام کې راغلي: «ښوونې او روزنې ته بشپړ لاسرسی یو بشري حق دی، خو اوس مهال په افغانستان کې میلیونونه نجونې له ښوونځيو بې برخې دي. دوی ته باید اجازه ورکړل شي، چې زده کړې وکړي، خپلې بشپړې پوهې ته ورسېږي او د خپل هېواد په راتلونکي کې ونډه واخلي.»

د یونسکو د شمېرو له مخې په افغانستان کې شاوخوا ۱،۵ میلیونه نجونې ښوونځیو ته له تګ څخه منعه شوې دي.

ملګرو ملتونو په وار وار پر طالب ډلې غږ کړی، چې پر نجونو او ښځو تعلیمي بندیزونه لرې کړي، خو لا هم دا بندیزونه پر ځای پاتې دي.

ملګري ملتونه په داسې حال کې په افغانستان کې زده‌کړو ته د نجونو د بشپړ لاسرسي غوښتنه کوي، چې د طالبانو له خوا د شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ښوونځیو ته پر تګ د بندیز له ۱۳۰۰ ورځو څخه ډیرې وشوې او د دې ترڅنګ طالبانو نجونې له پوهنتونونو او طبي زده کړو هم بې برخې کړې دي.

د یادولو وړ ده، چې څه موده وړاندې په ملګرو ملتونو کې د بریټانیا د دایمي استازي مرستیال جیمز کاریوکي د امنیت شورا په غونډه کې وویل، طالبان د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو له کنوانسیون څخه سرغړونه کوي.

هغه زیاته کړه، کله چې طالبانو د نجونو لپاره له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځي وتړل؛ نو دوی وویل، چې دغه پرېکړه د لنډمهال لپاره ده خو له درېیو کلو هم ډېره موده تېره شوه، چې افغان نجونې له زده‌کړو بې برخې دي.

ښاغلي کاریوکي وویل، بریټانیا د نورو هېوادونو ترڅنګ د زده‌کړو بندیز او ټول هغه بندیزونه په کلکه غندي، چې د افغان مېرمنو او نجونو له بنسټیزو حقونو او ازادۍ څخه سرغړونه کوي.

خالد حنفي: د پوهنتون فارغان دې د مدرسو طالبانو ته په سپکه سترګه نه ګوري

۳۰ وری ۱۴۰۴ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۵، ۰۸:۵۴ GMT+۱

د طالبانو د امر بالمعروف نهي عن المنکر وزارت وزیر محمد خالد حنفي په یوه غونډه کې وویل، چې د پوهنتون فارغان باید د دیني مدرسو طالبانو ته په سپک نظر ونه ګوري. هغه دارنګه ټینګار وکړ، چې د دیني مدرسو زده کوونکي باید د لوړو زده کړو متخصصینو ته په سپکه سترګه ونه ګوري.

نوموړي دغه څرګندونې په یوه غږیز کلېپ کې چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت له خوا خپره شوې، کړې او زیاته کړې یې ده: «د کابل پوهنتون فارغان، ډاکټران، انجینران او متخصصین باید یو عالم ته په سپکه سترګه ونه ګوري چې له دیني مدرسې فارغ شوی وي.»

خالد حنفي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلې واک ته رسېدو وروسته د سیاسي فشارونو، د کار د تړلي چاپېریال او له طالبانو سره د فکري شخړو له امله ګڼ شمېر مسلکي او لوستي کادرونه له هېواده وتلو ته اړ شول.

څه موده وړاندې طالبانو د کونړ او کابل پولي تخنیک پوهنتونونو ۱۶ تنه استادان د طالبانو له نظریاتو سره د مخالفت په خاطر له دندو ګوښه کړل.

د طالبانو په یوه رسمي لیک کې چې یوه کاپي افغانستان انټرنشنل ته هم رسیدلې وه، راغلي: «دا بدلونونه په تعلیمي ادارو کې د پروسو د ښه والي او روښانه کولو په موخه پلي شوي دي.»

په تېرو درېیو کلونو کې طالبانو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونه دیني او جهادي مدرسې جوړې کړې دي.

بلخوا په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغه ډلې د پاکستاني مدرسو څخه د فارغ شویو طالبانو ته د عالي او نیمه عالي زده کړو سندونه ویشلي دي.

اسحاق ډار په کابل کې له امیرخان متقي سره د اړیکو پر پراختیا او د مسلو پر حل ناسته کړې

۳۰ وری ۱۴۰۴ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۵، ۰۸:۵۴ GMT+۱

د‌ پاکستان د بهرینو چارو وزیر محمد اسحاق ډار کابل ته د خپل سفر په لړ کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره د اړیکو پر پراختیا او د مسایلو د سوله ییز حل په تړاو خبرې کړې دي.

د خبریالانو د معلوماتو له مخې دواړه لوریو هوکړه کړې، چې ګډې سولې او پرمختګ لپاره ژمن دي.

همدا راز په کابل کې د بهرینو چارو وزارت دننه په دغه ناسته کې د طالبانو او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په مثبته فضا کې د دوه اړخیزو مسایلو په حل هم ټینګار کړی دی.

لا تر اوسه پورې طالبانو په رسمي توګه د دغه سفر په تړاو څه دي ویلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې اسحق ډار او ورسره مل پلاوی به د یو ورځني سفر په لړ کې د طالبانو له رییس الوزرا او یو شمېر نورو چارواکو سره هم وګوري.

خلیلزاد پاکستان ته په اشارې؛ طالبانو سره د کړکېچونو د حل لپاره ډېپلوماسي غوره لاره ده

۳۰ وری ۱۴۰۴ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۵، ۰۸:۲۰ GMT+۱

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د سفر په تړاو ویلي، چې له طالبانو سره د کړکېچونو د حل لپاره ډېپلوماسي ښه انتخاب دی.

د اسحاق ډار په مشرۍ پاکستاني پلاوي نن شنبه د (وري ۳۰مه) کابل ته لاړ او ټاکل شوې چې هلته د طالبانو د رییس الوزرا تر څنګ د یادې ډلې د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره هم وګوري.

که څه هم د دغه سفر په تړاو لا ډېر جزیات نه دي رسنیز شوي، خو لوړ پوړی امریکایي ډېپلوماټ زلمی خلیلزاد یې د ننګوونو د حل لپاره غوره بولي.

ویل کېږي په دغه ناسته کې به د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر اقتصادي، سیاسي او امنیتي مسایلو خبرې اترې وشي.

د‌ پاکستاني پلاوي دغه سفر داسې مهال ده چې د طالبانو سره یې په دې وروستیو کې اړیکې د کړکېچ تر کچو رسیدلې وې او ان د دواړو لوریو ځواکونو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له یو بل سره جګړې هم وکړې.

پاکستان څو څو ځله نیوکه کړې، چې د طالبانو تر سیورې لاندې د افغانستان خاور یې پر ضد کارېږي او د «ټي ټي پي» وسله والو ته یې پناه ځایونه هم ورکړي.

طالبانو که څه هم دا خبره رد کړې، خو د ملګرو ملتونو په راپور کې هم د پاکستان د دغه ادعاوو تایید شوی دی.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق چې په دغه تللي پاکستاني پلاوي کې شامل دی تېره اوونۍ هم کابل کې له طالبانو سره د امنیتي مسایلو په تړاو خبرې اترې کړې وې.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی و، چې هغه د طالبانو د ملي دفاع وزارت له مرستیال قیوم ذاکر سره د «ټي ټي پي» د مخنېوي په تړاو مثبتې او ګټورې خبرې کړې وې.

لا تر اوسه پورې څرګنده نه ده، چې د پاکستان دغه لوړ پوړی پلاوی به د کابل واکمنو ته خپلې اندېښنې مخې ته کېږدي که نه.

ضمیر کابلوف: په کازان ښار کې به د روسیې او طالبانو غونډه جوړه شي

۳۰ وری ۱۴۰۴ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۵، ۰۸:۱۴ GMT+۱

د روسیې له‌خوا د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د نوم له ایستلو وروسته، د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر پوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف اعلان وکړ، چې ټاکل شوې د روان کال د مئ میاشتې په نیمايي کې د روسیې او طالبانو تر منځ یوه لویه غونډه په کازان ښار کې جوړه شي.

کابلوف پرون د جمعې په ورځ د روسیي رسنې ټاس سره په خبرو کې وویل: «دا غونډه به د کازان فورم په څنډه کې جوړه او ترسره شي.»

هغه زیاته کړه: «هغه څه چې په ډاډ سره ویل کیدی شي دا دی چې د کازان په ښار کې د کازان فورم په څنډه کې به د روسیې او افغانستان لوی سوداګریز فورم جوړ شي. زموږ د پلاوي مشري به د لومړي وزیر مرستیال الیکسي اوورچوک کوي او افغانستان به په لوړه حکومتي او سوداګریزه کچه استازیتوب وکړي.»

د پنجشنبې په ورځ د روسیې سترې محکمې د دغه هېواد د لوی څارنوال غوښتنه ومنله چې د روسیې د ترهګرو سازمانونو له لېست څخه د طالبانو د ایستلو غوښتنه یې کړې وه.

د روسیې د سترې محکمې قاضي اولیګ نیفیدوف ویلي، د طالبانو پر تحریک د بندیزونو د ځنډولو په اړه د محکمې پرېکړه سملاسي اغېزمنه ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو د تروریستي دریځ له منځه وړل له کابل سره د بشپړې همکارۍ د رامنځته کولو لپاره لاره هواروي او د روسیې او افغانانو په ګټه ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، مسکو غواړي له کابل سره د سوداګرۍ او پانګونې د اړیکو پر زیاتولو ځانګړی ټینګار وکړي.