• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ګنډاپور، اسحاق ډار ته د افغانستان په سفر کې د پښتونخوا حکومت نه شاملولو له امله ګېله کړې

۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۵، ۰۷:۲۱ GMT+۱

د پښتونخوا سر وزیر علي‌امین ګنډاپور د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ته ګېله کړې، چې افغانستان ته یې په خپل سفر کې د پښتونخوا حکومت نه دی شامل کړی. هغه وایي، د پاک-افغان خبرو اترو تر ټولو لوی اړخ پښتونخوا ایالت دی؛ چې له دې خبرو پاتې کړل شوی.

پاکستاني رسنۍ جیونیوز د علي‌امین ګنډاپور په حواله لیکلي، چې له مذاکراتو هرکلی کوي؛ خو یوازې تګ د هیچا په ګټه نه دی.
ښاغلي ګنډاپور زیانه کړې: «موږ د خبرو اترو لپاره شرایط هم واستول؛ خو د حکومت له‌خوا مو هیڅ ځواب ترلاسه نه کړ او اوس د خبرو اترو او هوکړو جزییات هم نه دي افشا شوي.»
د ښاغلي ګنډاپور په وینا: «که زموږ جرګه ومنل شي؛ نو د پام وړ پایلې به ترلاسه شي.»
هغه وایي، چې د افغان کډوالو د ستنولو پرمهال له دوی سره غيرانساني چلند د خلکو سخته غوسه پارولې؛ چې په وینا یې، کډوال بايد په عزت سره خپل هېواد ته واستول شي.
دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې د تېرې شنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار کابل ته سفر کړی و.
نوموړي د دغه سفر په نرڅ کې له یو شمېر طالب چارواکو سره لیدلي و او په ځینو مسلو یې خبرې هم ورسره کړې وې.
تازه سرچینو د پاکستان اېکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې ته ویلي، چې د شنبې په ورځ د ډار سفر د ډیپلوماتیکو ترینګلتیاوو کمښت، د سوداګرۍ پراخېدل، د کډوالو بېرته ستنېدل او د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د غړو د تګ‌راتګ موضوعاتو په ګډون څو اړخیزې موخې لرلې.
خو تر دغه سفر وړاندې د پښتونخوا سر وزیر علي‌امین ګنډاپور په وار، وار له طالبانو سره د خبرو لپاره کابل ته د یو پلاوي د لېږلو غوښتنه کړې وه.
نوموړي ویلي و، چې افغان طالبان ورسره د امنیتي مسلو په اړه خبرو اترو ته رضا شوي او په دې برخه کې یې یو کمېسیون هم جوړ کړی؛ خو د‌ پاکستان مرکزي حکومت له دوی سره پوره همکاري نه کوي.
هغه د (کب ۱۵مه) په پېښور کې د صوبایي محکمې مخې ته یوې خبري غونډې ته ویلي و: «موږ له طالبانو سره د خبرو لپاره د هوکړه لیک مسوده مرکزي حکومت ته سپارلې؛ خو د پرلپسې یادونې سره، سره موږ ته تر اوسه هېڅ ځواب نه دی راکړل شوی».

ډېر لیدل شوي

له څوکۍ کم واک؛ رییس الوزرا د واک او پرېکړو په حاشیه کې
۱

له څوکۍ کم واک؛ رییس الوزرا د واک او پرېکړو په حاشیه کې

۲

طالبان: په افغانستان کې د «ال‌نینو» پدیدې نښې نښانې څرګندې شوې دي

۳
لوبې

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې له روسیې سره لوبه ۳-۳ مساوي کړه

۴

د زمري ۱۵مه؛ د افغانستان د سقوط د پیل پنځه کاله او دوامدارې ننګونې

۵

چینایي رسنۍ: طالبان له سترو قدرتونو سره اړیکې د سیاسي امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره کاروي