د پاکستان پوځ: پښتونخوا کې په دوو جلا نښتو کې شپږ وسلهوال وژل شوي دي

د پاکستان پوځ د عامه اړېکو څانګه وایي، چې په تېرو دوو ورځو کې یې پښتونخوا کې په دوو جلا نښتو کې شپږ وسلهوال وژلي دي. پوځ وايي، چې دغه وسله وال یې په شمالي او سوېلي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو پر مهال وژلي دي.