امریکا او ایران د شنبې په ورځ مذاکرات وکړل، خو هېڅ یوې هوکړې ته و نه رسېدل

نیویارک ټایمز د یوه امریکایي چارواکي له قوله چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي راپور ورکړ، چې ایران او امریکا د شنبې په ورځ مذاکرات وکړل، خو هېڅ یوې هوکړې ته و نه رسېدل. د راپور له مخې، امریکا غواړي له ایران سره د مذاکراتو ځای متحده ایالاتو ته نږدې ځای کې وشي.