طالبان: تېر کال مو د ۸۹۰ مېلیون ډالرو په ارزښت له هند سره سوداګریزه راکړه ورکړه کړې ده

‏د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزرات ویاند عبدالسلام جواد وایي، چې دغې ډلې په تېر ۱۴۰۳ کال کې د ۸۹۰ مېلیون ډالرو په ارزښت له هند سره سوداګریزه راکړه ورکړه کړې ده. نوموړي دغه څرګندونې پر اېکس پاڼه په یوه ویډیویي پیغام کې کړې دي.