نوموړي د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۱۰مه) په خپلې مرکه کې ټینګار کړی، چې طالبانو وکړای شول په تېرو څلورو لسیزو کې د لومړي ځل لپاره یو واحد مرکزي حکومت رامنځته او د افغانستان نړۍوالې اړیکې پراخې کړي.
دا ادعا داسې مهال کېږي، چې د بشري حقونو بنسټونو، خپلواکو رسنیو او یو شمېر هېوادونو په وار-وار د افغانستان اوسنی وضعیت ناوړه بللی او د طالبانو انحصاري او پر مذهبي بنیادونو ولاړ سیاستونه یې د ریښتیني ثبات پر وړاندې اصلي خنډ بللی دی.
مرکزي حکومت یا طالباني جوړښت؟
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د خپلې مرکې په یوې برخه کې وايي، چې په تېرو ۴۷ کلونو کې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې یو متحد مرکزي حکومت جوړ شوی او په تېرو څلورو کلونو کې بېساری امنیتي ثبات راغلی دی.
د ده په وینا، طالبانو له ۴۱ هېوادونو سره خپلې اړیکې ښې کړي او په نړۍوالو شخړو کې له لاسوهنې ډډه کوي.
متقي داسې مهال خپل رژیم ته د مرکزي حکومت نوم ورکوي، چې نهملي او نه هم نړۍوال مشروعیت لري. د دغې ډلې رژیم په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د ټاکنو یا د خلکو د ګډون د نشتوالي له امله له پراخو نیوکو سره مخ دی.
همداراز، باورونه دا دي چې د ډیموکراتیک مشروعیت او د خلکو د ریښتیني ګډون په نشتوالي کې «ثبات» د «جبري چوپتیا» او د ولس ځپلو په مانا دی.
سیمهییزې او نړۍوالې اړیکې؛ فرصت یا ننګونه؟
متقي له الجزیرې سره په دې مرکه کې له قطر سره اړیکې د سیمهییزې همکارۍ د یوې بریالۍ نمونې په توګه بللي دي. د هغه په وینا، قطر نه یوازې د سولې په مذاکراتو کې مهم رول لوبولی دی، بلکې په افغانستان کې یې د پانګونې فرصتونه هم برابر کړي دي.
ورته مهال، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د مسکو هغه اقدام چې دا ډله یې د ترهګرو ډلو له نوملړه و اېسته، هرکلی کړی او دا یې د «اړیکو په عاديکېدو» کې یو مثبت ګام بللی دی.
متقي د نړۍوالو اړیکو په تړاو داسې مهال څرګندونې کوي، چې تر دې دمه هېڅ هېواد د دغې ډلې رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی.
د امریکا متحدهایالاتونو په ګډون هېوادونه طالبان د دوحې له تړونi پر سرغړونې تورنوي او له دغې ډلې غواړي، چې بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی وکړي او په افغانستان کې یو ټولګډونه حکومت رامنځته کړي.
پر امریکا نیوکې او د بندیزونو پر لغوهکېدو ټینګار
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وايي، چې دغې ډلې پر بهرنیو ځواکونو د برید نهکولو او د بندیانو خوشېکولو په ګډون د دوحې د تړون خپلې ټولې ژمنې پوره کړي، خو د بندیزونو او د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالب مشرانو د نوم نهلرې کولو په ګډون یې امریکا په خپلو ژمنو کې پړه بللې ده.
متقي همداراز د افغانستان پر وړاندې د نړۍوالو بندیزونو د لرېکېدو غوښتنه کړې او وايي، چې دا بندیزونه «افغانانو ته زیان رسوي» او عادلانه نه دي، خو نړۍوال ټینګار کوي چې د انفرادي ازادیو، رسنیو، ښځو او اقلیتونو پر وړاندې د طالبانو چلند ناوړه او له نړۍ سره په تعامل کې اصلي خنډ دی.
ریښتینی ثبات یا تحمیل شوې چوپتیا؟
که څه هم طالبان هڅه کوي، چې روان وضعیت د «لاستهراوړنې» په توګه نړۍ ته وړاندې کړي، خو اصلي پوښتنه دا ده، چې له ازادۍ پرته ثبات او د خلکو له مشروعیت پرته حکومت څومره دوام کولای شي. تر هغه وخته چې نړۍواله ټولنه د طالبانو په چلند کې بنسټیز بدلونونه ونهویني، د اوسني رژیم لپاره د نړۍوال مشروعیت ترلاسهکول ناشنونې خبره ده.