• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی راپور

ملګرو ملتونو سهیل شاهین ته د افغانستان څوکۍ سپارلو په اړه سلا مشورې کړې دي

۱۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲ می ۲۰۲۵، ۱۰:۱۸ GMT+۱

یو شمېر باوري سرچینو د ملګرو ملتونو له قوله افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د دغه سازمان ډېپلوماټانو د افغانستان د سیاسي حل لارې او همداراز په ملګرو ملتونو کې د طالبانو استازي سهیل شاهین ته د افغانستان څوکۍ د سپارلو پر سر سلا مشورې کړې دي.

سرچینې وايي، دا خبرې د ملګرو ملتونو د هغې سیاسي طرحې په چوکاټ کې روانې دي، چې موخه له نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان یو ځای کول دي.

په دې طرحه کې درې مهم شرطونه د طالبانو له لوري وړاندې شوي او همدا راز نړۍوالې ټولنې هم خپل درې شرطونه اېښي دي.

ملګري ملتونه غواړي، چې طالبان باید یو ټولګډونه حکومت جوړ کړي، د ترهګرو ډلو جرړې وباسي او د بشر حقونه، په ځانګړي ډول د نجونو لپاره د ښوونځیو، پوهنتونونو او د کاري چاپېریال دروازې بېرته پرانېزي.

طالبان بیا غوښتنه کوي، چې د دوی حکومت دې په رسمیت وپېژندل شي، بندیزونه دې لرې کړل شي او د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ دې هم ازادې شي.

سرچینې وايي، د ملګرو ملتونو استازي غواړي، چې په تدریجي ډول په بېلابېلو پړاوونو کې له طالبانو سره تعامل رامنځته کړي. وايي، د بېلګې په توګه، که طالبان د یو نسبتاً پراخ بنسټه حکومت جوړېدو ته غاړه کېږدي، نو ښايي د ملګرو ملتونو څوکۍ سهیل شاهین ته وسپارل شي.

سرچینې ویلي، چې د طالبانو کابل مېشتو لوړ پوړو غړو او د ملا هبت‌الله تر واک لاندې کندهارۍ مېشتو طالبانو د دغه طرحې له اصولو سره مخالفت نه دی کړی.

همداراز ځینو افغان سیاسي مشرانو او ګوندونو هم د دې طرحې هرکلی کړی، چې موخه یې د بشري حقونو ټینګښت، د پراخ بسنټه حکومت جوړول او د ترهګرۍ ځالې ختمول دي.

نړۍواله ټولنه او د ملګرو ملتونو اداره غواړي چې د دې پلان د پلي کېدو لپاره شپږ میاشتې وخت ورکړي.

یو ډېپلوماټ چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي افغانستان انټرنشنل ته په دې تړاو د خبرو پرمختګ منلی او ویلي یې دي، چې ټولې سلا مشورې د طالبانوکندهارۍ ډلې د مشرتابه تر څار لاندې روانې دي.

خو هغه دا هم زیاته کړې، دا طرحه د طالبانو دننه او بهر د ځینو سیاسي خوځښتونو له مخالفت سره هم مخ شوې ده.

دغه مخالفین ډېرې واکمنۍ ته ژمن دي او نه غواړي چې په سیاسي پرېکړو کې نورو ته هم ونډه ورکړي.

دا کسان غواړي چې واک یوازې د دوی په لاس کې وي او نه غوري چې نور افغان لوري یا سیاسي خوځښتونه د دغه مهم پرېکړو برخه وي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

واشنګټن وايي، چې طالبان به یو شمېر امریکایي زندانیان ژر خوشې کړي

۱۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲ می ۲۰۲۵، ۰۹:۴۳ GMT+۱

واشنګټن وایي، ډېر ژر به د طالبانو له زندانو څخه یو شمېر امریکایي وګړي خوشي شي. د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس ویلي، چې دغه بهیر د ډېپلوماټیکو هلو ځلو له لارې پلی کېږي.

نوموړې دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د (غوايي ۱۱مه) یوې خبري غونډې ته وکړې.

هغې وویل چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دویمې دورې په لومړیو سلو ورځو کې، ۴۷ امریکایان له بېلابېلو هېوادونو څخه خوشې شوي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

په روان میلادي کال کې څلور امریکایان د طالبانو له بنده خوشې شوي دي.

رایان کوربټ او ویلیام مکنټي د جنورۍ میاشت کې د ولسمشر جوبایډن د واک د وروستیو ساعتونو پر مهال له یو طالب بندي سره تبادله او خوشې شول.

جورج ګلزمن او فای ډي هال بیا د ټرمپ د اوسنۍ دورې پر مهال د طالبانو له بنده راخوشې شول.

دغه زندانیان کابل ته د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د یوه لوړ پوړي امریکایي پلاوي له سفر سره هم مهاله خوشې شول.

خلیلزاد د طالبانو دغه اقدام د ټرمپ حکومت سره د «ښه نیت» او اړیکو د ښکاره کولو په معنا بللی و.

تر اوسه پورې له طالبانو سره د زنداني امریکایي وګړو کره شمېر معلوم نه دی. همدا راز د محمود شاه حبیبي په نوم یو افغاني توکمه امریکایي وګړی هم د طالبانو په زندان کې له ناڅرګند برخلیک سره مخ دی.

افغانستان انټرنشل موندلې وه، چې هغه په کندهار کې د ملا هبت‌الله په ځانګړي زندان کې ساتل کېږي.

اسلام اباد کې پولیسو په افغان کډوالو پسې بیا کور په کور تلاشئ پیل کړې او ګڼ کسان یې نیولي

۱۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲ می ۲۰۲۵، ۰۷:۵۸ GMT+۱

یو شمېر افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې نن سهار د اسلام اباد په بي ۱۷ ښارګوټي کې پاکستاني پولیسو ګڼ شمیر افغان کډوال نیولي. دا هغه کسان و، چې تازه یې د ویزو موده پوره شوې وه؛ خو د ویزو د تمدیدۍ اسناد یې له ځانه سره لرل.

په هغو ویډیوګانو کې چې افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړې، ښکاري، چې پولیسو له افغان کډوالو لوی موټرونه ډک کړي او د پولیس مرکز ته یې لېږدوي.

د اسلام اباد په بي ۱۷ښارګوټي کې مېشت افغانان وایي، چې نن سهار یې بیا د پولیسو په تالاشۍ پیل کړل او پولیسو د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼې کورنۍ ونیولې.

د دغه کډوالو په وینا، پولیسو یې دروازې په زوره وروهلې، چې ان ماشومان یې وېرولي دي.

مولانا فصل الرحمان: طالبان د هندوستان ضد او د پاکستان ملاتړې ډله ده

۱۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲ می ۲۰۲۵، ۰۷:۵۵ GMT+۱

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانان فضل الرحمان ویلي، چې له ظاهر شاه څخه نیولې تر اشرف غني پورې د افغانستان ټول حکومتونه د هند ضد و،‌ خو طالبان بیا برعکس د پاکستان ملګري دي.

هغه دغه څرګندونې د (غوایي ۱۱مه) په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته کړي دي او ټینګار یې کړی چې اسلام اباد باید له طالبانو سره خپلې سفارتي اړیکې پراخې کړي.

هغه ویلي، چې د پاکستان اوسني حکومت له لوري طالبان په لوی لاس دې ته مجبوره کېږي، څو ترې واټن واخلي او نورو هېوادونو سره خبرې وکړي.

هغه وویل: «سرحدونه بند دي. زرګونه موټرې هلته ولاړې دي او زرګونه دلته ولاړې دي. د عامو وګړو مالونه تباه کېږي.»

د نوموړي په وینا، له طالبانو سره د اړیکو ترینګلتیا د پاکستان د ناسمو تګلارو زېږنده ده. مولانا فضل الرحمان همدا راز زیاته کړې چې د افغانستان په ګډون د هند او نورو هېوادونو اقتصادي وضعیت مخ په کیدو دی،‌ خو د پاکستان بیا ورځ تر بلې په ځوړ روان دی.

هغه همدا راز خبرداری ورکړی، که پاکستان له هندوستان سره ښکېل کېږي، نو د دغه هېواد ټول وګړي به د پوځ تر شاه ودرېږي او که له افغانستان سره ښکېل شي،‌ نو هېڅوک به یې ملاتړ ونه کړي.

نوموړي زیاته کړه: «د هند خلاف ټول پاکستانیان مجاهدین دي. مګر د افغانستان خلاف څوک نه ودرېږي. لږ فکر وکړئ او دا خبره تجزیه کړئ.»

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر چې د‌ طالبانو خواخوږی دی، په وار وار یې په کابل د دغه واکمنۍ ډلې په ملاتړ څرګندونې کړي دي.

هغه د طالبانو په اوسنۍ واکمنۍ کې افغانستان ته سفر هم کړی و او له طالبانو سره یې د پاکستان د اړیکو په ښه کیدو خبرې کړې وې.

مولانا فضل الرحمان په تېرو کلونو کې د بهرنیو ځواکونو او د افغانستان د پخوانیو جمهوري نظام په خلاف د طالبانو جګړه «جهاد» بللو. هغه دا هم ویلي وو چې په پاکستان کې جمهوریت غواړي، خو په افغانستان کې یې بیا د ولسواکۍ مخالفت کاوه.

یونسیار: په اپرېل میاشت کې یو لک او ۴۴زره افغانان له پاکستان نه ایستل شوي دي

۱۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲ می ۲۰۲۵، ۰۶:۲۱ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ یونسیار په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د روان زېږدیز کال په اپرېل میاشت کې «یو لک او ۴۴ زره افغانان» په جبري توګه له پاکستان نه اېستل شوي دي. یاد سازمان زیاتوي چې د دغو ستنو شویو له ډلې له نیمایي ډیرو یې قانوني اسناد نه لرل.

دغه راپور چې د پنجشنبې په ورځ خپور شوی، څرګندوي چې په اپرېل کې له پاکستان نه افغانستان ته د راستنېدونکو افغانانو شمېر له ۲۰۲۳ کال د سیپټمبر راهیسې تر ټولو لوړ و.

د یاد سازمان د معلوماتو له مخې، د دغو افغانانو له ډلې ۷۲ سلنه کسانو د استوګنې هېڅ ډول قانوني سندونه نه لرل، ۲۲ سلنه نورو بیا د افغان وګړو د تابعیت کارتونه (ACC) لرل او ۶سلنه نور بیا د ملګرو ملتونو ثبت شويو سندونو یا (POR) لرونکي وو.

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د یونسیار له قوله لیکلي، د اپرېل په میاشت کې تر ۲۴ زره او ۴۰۰ زیات افغانان د پاکستان امنیتي ځواکونو نیولي دي، چې دا شمېر د نورو میاشتو په پرتله څو چنده زیاتوالی ښيی.

د دغو کسانو ډېره برخه یې په پنجاب او بلوچستان ایالتونو کې نیول شوي‌ دي.

د کډوالو نړۍوال سازمان (IOM) هم یو جلا راپور کې ویلي، چې د اپرېل له ۲۰مې تر ۲۶مې، له پاکستانه د هغو افغانانو د وتلو کچه لوړه شوې، چې قانوني اسناد نه لري.

د دغه سازمان د مرکو پر بنسټ، شاوخوا ۶۵ سلنه راستنېدونکي هېڅ سند نه لري.

یاد سازمان همداراز ویلي، چې د اپرېل په همدې موده کې شاوخوا ۱۴،۹۰۹ نارینه د ایران له ابونصر فراهي او میلَک سرحدي دروازو څخه بېرته هیواد ته ستانه کړای شوي دي، چې د ټولو راستنېدونکو ۹۱ سلنه جوړوي.

برعکس، یوازې ۱،۴۸۷ ښځې بېرته هېواد ته راستنې شوي دي، چې ۹ سلنه جوړوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ راپور همدا راز کاږي، چې افغانستان اوس مهال د شاوخوا ۳.۲۲ میلیونه داخلي بې‌ځایه شویو، ۱.۶۵ میلیونه راستنېدونکو او نږدې ۲۰،۹۰۰ ثبت شويو کډوالو کوربه دی، چې بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

امریکا کې یو افغان د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) د جعل کارۍ په تور نیول شوی

۱۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲ می ۲۰۲۵، ۰۴:۲۶ GMT+۱

امریکایي رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د فدرالي څېړنو ادارې (ایف بي ای) په راچسټر ښار کې د دلبر ګل په نوم یو افغان نیولی، چې په جعلي اسنادو یې د کډوالۍ ځانګړې ویزه (SIV) ترلاسه کړې وه. نوموړی په ۲۰۲۳ کال کې له خپلې مېرمنې او پنځو اولادونو سره امریکا ته تللی دی.

د کډوالۍ ځانګړې ویزه په افغانستان او عراق کې د امریکایي ځواکونو ژباړونکو او متحدینو ته ورکول کېږي.

تر دې دمخه هم څو ځله په دغه بهیر کې د جعل کارۍ قضیو په تړاو اندېښنې راپورته شوې وې او ځینې کسان په دې تړاو نیول شوي وو.

راپورونه وایي، چې دلبر ګل د امریکا د دایمي استوګنې سند (ګرین کارډ) هم ترلاسه کړی دی.

نوموړی د پنجشنبې په سهار په خپل کار ځای کې نیول شوی او ورپسې ځایي پولیسو د هغه کور هم پلټلی دی.

دغه افغان فډرالي محکمې ته هم وړاندې شوی او د قاضي له لوري د «تېښتې خطر» له کبله په موقتي بند کې پاتې شوی دی.

محکمې ویلي، چې د دلبرګل په تړاو څېړنې کوي، چې نوموړي په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو سره د ژباړن په توګه کار کړی که نه.

د محکمې د اسنادو له مخې، هغه لومړی ځل په ۲۰۱۶ کال کې د «دلبر ګل تاج علي خان» په نوم د SIV وېزې غوښتنه کړې وه، خو د کافي اسنادو نه درلودو او د یوه تاییدي لیک (ریکامنډېشن لېټر) د نه لرلو له امله یې په کابل کې د امریکا سفارت غوښتنه رد کړې وه.

هغه په ۲۰۱۷ کې بیا هڅه کړې وه او په هغه ځل یې داسې یو تایید لیک وړاندې کړ چې تاریخ یې د هماغه پخواني رد شوي غوښتنلیک سره یو شان و، خو بیا یې هم غوښتنه د ۲۰۱۸ کال په جنورۍ کې رد شوه.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې دلبر ګل یو ځل بیا د SIV لپاره غوښتنه وکړه او دا ځل یې داسې اسناد وړاندې کړل چې ګواکي دی له ۲۰۱۷ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه تر ۲۰۱۹ کال د اګست تر ۱۰مې نېټې پورې په یوه امریکايي شرکت کې ژباړن پاتې شوی.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څېړنو وښودله چې یاد شرکت یو جعلي سازمان و، چې د جعلي اسنادو له لارې یې پیسې اخیستې او ټول تایید لیکونه یې جعلي ثابت شوي دي.

همداراز هغه یو تایید لیک هم وړاندې کړی و، چې د مانویل ری جیمز په نوم کس لاسلیک کړی و.

خو د ایف بي ای څېړنې ښيي چې جیمز د دولت غړی نه و او د جعلي برېښنالیک له ادرسه یې کار اخیستی و، چې له نظامي ایمیلونو سره یې ورته والی درلود.

نوموړي د جعلي اسنادو په بدل کې له خلکو پیسې اخیستلې.

دا قضیه داسې مهال رسنیزه کیږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانانو په ګډون د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو د ورتلونکو کډوالو پروګرامونه ځنډولي دي.

د ټرمپ د دغه پرېکړې له مخې د امریکایي ځواکونو او ادارو نږدې ۲۰۰ سوه زره افغان متحدین اغېزمن شوي دي.