• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مئ لومړۍ نېټه څنګه او چېرته د کارګرو نړۍواله ورځ شوه؟

ولوله کوچۍ

د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریاله

۱۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱ می ۲۰۲۵، ۰۲:۵۸ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱ می ۲۰۲۵، ۰۴:۱۱ GMT+۱

د لومړي ځل لپاره په نولسمه پېړۍ کې کارګرانو په امریکا او اروپا کې د کار شرایطو، ساعتونو او حقونو د لا ښه والي لپاره مبارزې پیل کړې. په دې لسیزه کې، د صنعتي انقلاب په ترڅ کې کارګران د سختو کاري شرایطو او اوږدو کاري ساعتونو سره مخامخ شول.

په دې وخت کې د کارګرانو ټولنې او سازمانونه هم ورو، ورو مخ په جوړېدو وو.

په ۱۸۸۶ کال کې د مئ په لومړۍ نېټه کارګرانو د امریکا په شیکاګو ایالت کې د ۸ کاري ساعتونو د غوښتنې لپاره اعتراض وکړ، چې دغه اعتراضونه د «مارکي» په نوم مشهوره شول.

100%

له هغه وروسته (د ۱۸۸۶ کال د مئ په څلورمه) د هایمارکت په میدان کې یوه غونډه ترسره شوه، چې دغه غونډه په تاوتریخوالي واوښته؛ که څه هم په دغه پېښه کې ګڼو کسانو ته په کې مرګژوبله واوښته، خو د کارګرۍ د خوځښت پر وده یې ژور اغېز پرېښود.
له هغه وروسته د کارګرانو د فشار او پراخو اعتراضاتو له امله د امریکا کانګرس د سپتمبر لومړۍ نېټه د «کارګرو ورځې» په توګه ونوموله؛ خو ورو، ورو ګڼو هېوادونو لکه اروپایي هېوادونو او کانادا د مې لومړۍ نېټه د کارګرو نړۍوالې ورځې» په توګه وټاکله او دغه ورځ به یې په بېلابېلو مراسمو نمانځله.
له دې سره د کارګرانو د حقونو په ملاتړ یوه نړۍواله ناسته په دنمارک کې ترسره شوه. په دغه ناسته کې (د مې لومړۍ نېټه) د کارګرانو د ورځې په توګه ونومول شوه.
د کارګرو د ورځې تاریخچه یوه اوږده او د پام وړ کیسه لري، چې د کارګرانو د حقونو او د کاري شرایطو د ښه والي لپاره د هغوی مبارزه څرګندوي.
د کارګرو ورځ په لومړي ځل په اروپايي هېوادونو کې په رسمي توګه ونمانځل شوه او تر هغه وروسته په امریکا کې هم د کارګرانو ټولنو او سازمانونو په ملاتړ (د مئ لومړۍ نېټه) په بېلابېلو ښارونو کې د کارګرو د ورځې په توګه نمانځل کېده.
د نړۍوال کار سازمان (ILO) بیا په ۱۹۱۹ زېږدیز کال کې جوړ شو، چې ورسره په نړۍواله کچه د کارګرو د حقونو د پاملرنې او ملاتړ لپاره نورې هڅې هم پیل شوې.
اوس‌مهال د کارګرو ورځ هر کال په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي. په دې ورځ د کارګرو له‌خوا بېلابېلې پېښې، لاریونونه او فعالیتونه ترسره کېږي چې د کارګرانو د حقونو او د ښه کار شرایطو لپاره د غور او پاملرنې غوښتنه کوي.

د کارګرو د ورځې نمانځلو اهمیت

د کارګرو ورځ د څو مهمو لاملونو له مخې ځانګړې اهمیت لري.
په لومړي سر کې دغه ورځ د کارګرو د لاسته راوړنو او د هغوی د ستاینې لپاره یو ښه فرصت ګڼل کېږي.
د کارګرو ورځ د کارګرو د تروړل شویو حقونو او هغو ننګونو په اړه د عامه پوهاوي زیاتولو کې مرسته کوي، چې دوی ورسره مخ دي.

دغه ورځ خلکو ته دا پیغام رسوي، چې لا هم د کارګرانو حقونو لپاره مبارزې ته اړتیا شته.
دغه ورځ د بېلابېو صنعتونو کارګرو ترمنځ او د بېلابېلو ټولنیزو ډلو ترمنځ همغږي پیاوړې کوي.
د کارګرو ورځ د سیاست‌والو او دولتونو ته د فشار د یوې وسیلې په توګه هم کارول کېږي، چې د کارګرو حقونو او د کار قوانینو د اصلاحاتو په اړه زیات پام وکړي.
دغه ورځ دارنګه د کار شرایطو؛ لکه د دوی حقونو، کاري ساعتونو او د کارګرانو خوندیتوب ته کتنه کوي او د دې شرایطو د ښه والي اړتیا روښانه کوي.
په ټولیزه توګه د کارګرو ورځ نه یوازې د کارګرو د ستاینې لپاره یو ښه فرصت دی؛ بلکې د ټولنیز عدالت او بشري حقونو د دودولو لپاره هم یو ښه فرصت ګڼل کېږي.

د کارګرانو حقونه

د کارګرانو حقونه د کارګرۍ د نړۍوالو معیارونو او قوانینو پر بنسټ ټاکل شوي دي.
د کار حق: هر کس د کار کولو حق لري او دا د یو کارګر حق دی، چې د کار لپاره مناسب شرایط ولري.
د عادلانه تنخوا حق: کارګران حق لري، چې د خپلو کارونو لپاره عادلانه او مناسبه تنخوا ترلاسه کړي.
د خوندیتوب او روغتیا حق: کارګران حق لري، چې په خوندي او صحي چاپېریال کې کار وکړي. د کار ځای باید له هر ډول ګواښ او زیان خوندي وي.
د کاري ساعتونو حق: کارګران حق لري، چې کاري ساعتونه یې منظم وي. د کار نړۍوال قانون له مخې، هر کارګر د ۸ کاري ساعتونو حق لري او د اضافه کار لپاره باید دوی ته اضافي حق الزحمه ورکړل شي.
د ټولنې حق: کارګران حق لري، چې د خپلو حقونو د دفاع لپاره اتحادیې او ټولنې جوړې کړي.
د عدم تبعیض حق: کارګرانو ته حق ورکړل شوی، چې د توکم، جنس، مذهب، یا نورو شخصي ځانګړنو له مخې له هر ډول تبعیضه شکایت وکړي او له هر ډول تبغیضي چلند څخه د پاک کاري چاپېریال حق لري.
د شکایت حق: کارګران حق لري، چې د خپلو حقونو او شرایطو په اړه شکایت وکړي او خپل غږ پورته کړي.
د رخصتۍ حق: کارګران حق لري، چې د رخصتیو او ناروغۍ په صورت کې مناسبې رخصتۍ ولري.
د کارګرانو حقونه د کار په شرایطو کې د عدالت او برابرۍ لپاره اړین ګڼل کېږي.
دغه حقونه د کارګرانو د ژوند کیفیت او د هغوی د حقوقو په ساتنه کې حیاتي رول لري.

د کارګرو لپاره د نړۍ ښه او بد هېوادونه

د کارګرو لپاره د نړۍ ښه او بد هېوادونه د کاري شرایطو، د کارګرو تنخوا، د کار قانون او ټولنیزو خدمتونو په ګډون د بېلابېلو اړخونو پر بنسټ ارزول کېږي.
فنلنډ: د ښو کاري ساعتونو او د کارګرو د هوساینې له امله د کارګرو لپاره یو ښه هېواد ګڼل کېږي.
ناروې: د کاري برابرۍ، د کارګرانو د حقونو او عادلانه تنخواوو له امله دغه هېواد د کارګرو لپاره ښه هېواد ګڼل کېږي.
ډنمارک: د کارګرانو لپاره د ښه کاري شرایطو، قوانینو، تنخوا او د معیاري ژوند په برابرولو کې د کارګرو لپاره ښه هېواد ګڼل کېږي.
سویډن: د ټولنیزو، روغتیایي، زده‌کړو او نورو خدمتونو له امله د کارګرو لپاره ښه هېواد ګڼل کېږي.
کاناډا: د د کارګرانو لپاره د کاري شرایطو، د تنوع د ملاتړ، رڼو او پیاوړو قوانینو له امله د کارګرو لپاره یو ښه هېواد ګڼل کېږي.
خو په نړۍ کې بیا داسې هېوادونه هم شته، چې د نا امنۍ، اقتصادي ناورین او د کاري حقونو د نشتوالي له امله د کارګرو لپاره بد هېوادونه ګڼل کېږي.
افغانستان: د جګړو او نا امنۍ له امله نامناسبه کاري شرایط او د کار قانون نشتوالی یا نه پلي کېدل هغه څه دي، چې له امله یې افعانستان د کارګرو لپاره بد هېواد ګڼل کېږي.
یمن: اقتصادي ناورین، د کار د حقونو او خوندیتوب نشتوالي له امله د کارګرو لپاره یو بد هېواد ګڼل کېږي.
سوریه: په سوریه کې د جګړې له امله د کارګرانو حقونه او کاري شرایط تر فشار لاندې دي او د کمزوري اقتصاد له امله کاري فرصتونه کم شوي دي؛ نو له دې امله دغه هېواد د کارګرو لپاره ترټولو بد هېواد ګڼل کېږي.
بنګله دېش: د خپل ناامنه کاري شرایطو او په ځانګړې توګه د جامو په صنعت کې د اوږدو کاري ساعتونو او کمې تنخوا له امله د کارګرو لپاره د نړۍ بد هېواد ګڼل کېږي.
مصر: د ناامنه کاري شرایطو، د محدوده ټولنو د ملاتړ او ټیټې تنخوا له امله د کارګرو لپاره د نړۍ بد هېواد ګڼل کېږي.

ترویج لرونکی

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی
۱

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۲

امریکا د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک وبلل

۳
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۴

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی

۵

د طالبانو مخالفې ډلې د لومړي ځل لپاره د بدخشان یفتل ولسوالي د طالبانو له کنټروله واېستله

•
•
•

نور کیسې

تاجیک‌تباره طالب قوماندانان؛ د طالبانو له رهبرۍ غلي ناخوښه

۸ کب ۱۴۰۳ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۵، ۱۶:۴۹ GMT+۰
•
تاج الدین سروش
100%

د ۹۰یمې لسیزې په پیل کې کله چې دا د طالبانو ډله رامنځته شوه، یو شمېر محدود شمېر تاجک قوماندانان له دغې ډلې سره یو ځای شول. د دوی مطرحې څېرې ډېرې کمې دي او د طالبانو له لیکو سره د یو ځای کېدو عوامل یې هم توپیر لري.

ځینې د مذهبي عقایدو او فکري نږدېوالي له امله ورګډ شول؛ خو ځیني نور بیا د بېلابېلو دلیلونو له مخې طالبانو ته ورجذب شول.

په دې راپور کې مو د طالبانو تر واک لاندې د تاجیک‌تباره لوړپوړو غړو د کار او ژوند شرایط څېړلي دي.

دوی کومې دندې لري؟

څومره واک او صلاحیت لري؟

د طالبانو د نظام په اړه یې نظر څه دی؟

افغانستان انټرنشنل د دغو تاجکو طالبانو د کورنیو له غړو، نږدې کسانو او د طالبانو دننه سرچینو سره خبرې کړې دي. د موضوع د حساسیت له امله د سرچینو هویت نه دی افشا شوی؛ خو د دې مرکو ټول جزییات ثبت شوي دي.

مولوي ضیاالرحمان مدني – د لوګر والي

مولوي ضیاالرحمان مدني د تخار ولایت د نمک‌اب ولسوالۍ اوسېدونکی دی. نوموړی د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره (۹۰یمه لسیزه) کې دې ډلې ته ورګډ شو. د هغه د کورنۍ د یوه غړي په وینا، نوموړی له فکري نږدېوالي، محلي اختلافونو او په حکومت کې د نمک‌اب د خلکو د عادلانه ونډې نه لرلو له امله طالبانو ته ورغی.

مدني د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال د لوګر والي و او له ملا محمد عمر سره یې نېږدې اړیکې درلودې. د طالبانو له سقوط وروسته (۲۰۰۱) سعودي عربستان ته ولاړ او بیا کله په سعودي او کله په قطر کې پاتې کېده. په دې موده کې یې د عربو هېوادونو څخه د طالبانو لپاره د مالي مرستو راټولولو مسوولیت درلود.

کله چې د طالبانو او امریکا ترمنځ مذاکرات پيل شول، مدني د طالبانو د مذاکره کوونکي پلاوي غړی و. د طالبانو د بیا واک ته رسېدو وروسته، نوموړي تمه لرله چې د ماليې وزیر به شي، ځکه چې هغه د مالي مرستو په راټولولو کې مهم رول درلود؛ خو د کابینې د اعلان پر مهال، نوموړی په سعودي کې و او د خپل نوم د نه شاملېدو له امله حیران شو.

د هغه د نږدې کسانو په وینا، طالبانو ځکه هغه وزیر نه کړ، چې دی د کومې جنګي ډلې اړوند نه و او هم له کندهار څخه نه و.

نوموړي دا نارضایتي څو ځله په کورنۍ کې یاده کړې، چې په طالبانو کې قومیت څومره مهم دی. د کورنۍ یوه غړي ویلي، مدني د طالبانو له مشر سره ولیدل؛ خو ورته وویل شول چې “یوه ولایت ته لاړ شه”. لومړی تخار ته والي وټاکل شو، خو وروسته بېرته لوګر ته واستول شو. اوس یوازې فزیکي حضور لري، د سرچینو په خبره چې نوموړی اوس په لوګر کې هېڅ صلاحیت نه لري.

100%

قاري فصیح‌الدین فطرت – د طالبانو د پوځ لوی درستیز

فصیح‌الدین فطرت د طالبانو د نوې نسل قوماندانانو له ډلې دی او د بدخشان ولایت د وردوج ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی. نوموړی د امریکا د شل کلن حضور په وروستیو کې طالبانو ته ورګډ شو او د بدخشان په جګړو کې یې برخه واخیسته.

د سیمه‌ییزو خلکو په وینا، فطرت د بدخشان د جرم ولسوالۍ د یوه جومات ملا امام و. وروسته د سیمه‌ییزو اختلافونو او د بدخشان د کانونو د وېش پر سر د وکیلانو او قوماندانانو ترمنځ شخړې پیدا شوې، چې له امله یې ځینو د فطرت ملاتړ پیل کړ.

په پیل کې نوموړي د اصلي طالبانو سره ډېر تړاو نه درلود، بلکې د یوه سیمه‌ییزې طالبي مافیا په توګه یې فعالیت کاوه. د مخکیني حکومت دوه امنیتي سرچینې وايي، فطرت له ملي امنیت ریاست څخه څو ځله پیسې اخیستې وې.

په ۲۰۱۹ کې فطرت د طالبانو د شمال‌ختیځ یوه مهمه څېره وګرځېده. د بدخشان او تخار د سقوط تر شا هم د هغه هڅې یادې شوې دي. د کابل له سقوط وروسته، فطرت ته امر وشو چې د پنجشیر جګړې ته لاړ شي، چې هغه مهال د مقاومت ځواکونو په لاس کې و. د طالبانو د یوه قوماندان مولوي امان‌الدین په وینا، په دې جګړه کې دواړو خواوو ته درانه تلفات واوښتل.

طالبانو د دغو لاسته راوړنو له امله فطرت د پوځ د لوی درستیز په توګه وټاکه. د نږدې کسانو په وینا، د طالبانو د حکومت په پیل کې هغه پراخ واک درلود؛ خو وروسته دا صلاحیتونه ګام‌په‌ګام کم شول. اوس نه مالي صلاحیت لري، نه هم اجراییوي واک.

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، نوموړي ته چې کلهتاجیک‌تبار طالب قوماندانان د خپلو ستونزو د حل لپاره ورشي، نو فطرت ورته یوازې دومره وايي: "زه هیڅ نشم کولای."

د نوموړي د نږدې کسانو په وینا، فطرت پخوا خپله بې‌واکي پټوله، خو اوس یې څو ځله په نږدې حلقو کې ویلي: "صلاحیت نه لرو، هیڅ هم نشو کولای."

نوموړی ناراضه دی، خو دا نارضایتي به هېڅکله هغه دې ته ونه هڅوي چې د طالبانو پر ضد وسله واخلي. هغه اړ دی هر هغه څه ومني، چې د طالبانو مشرتابه یې ورته وايي.

100%

مولوي محسن هاشمي – د طالبانو د تفتیش ادارې رییس

مولوي محسن د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ اوسېدونکی دی. نوموړی د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال دې ډلې ته ورګډ شو او د یو ایډیالوژیک متحد په توګه یې فعالیت کاوه. هغه د امریکا د شل کلن حضور پر مهال زیاتره وخت په پاکستان کې و؛ خو پټ یې افغانستان ته تګ راتګ درلود.

د طالبانو د بیا واک ته رسېدو وروسته، نوموړی د پنجشیر والي وټاکل شو او بیا د کورنیو چارو وزارت د تامیناتو معین شو. د طالبانو د حکومت په پیل کې نوموړي د تخاري طالبانو ترمنځ د پام وړ نفوذ درلود، خو د وخت په تېرېدو، د طالبانو مشرتابه هغه بې‌واکه کړ. د نوموړي قوماندانان، لکه غلام حسین او وسلوال یې بې‌وسلې کړی شول.

د هغه د کورنۍ د غړو په وینا، که څه هم طالبان پوهېدل چې محسن د دوی له پخوانیو غړو څخه دی، خو بیا یې هم باور نه پرې کاوه. له همدې امله یې د تخار په ولایت کې د هغه پلویان وسلوال بې‌وسلې کړل، ترڅو د احتمالي بغاوت مخه ونیسي.

اوس مهال، مولوي محسن یوازې په سمبولیک ډول د تفتیش ادارې مشر دی. نوموړي تازه د طالبانو له مشر هبت‌الله اخوندزاده سره لیدلي او خپله استعفا یې وړاندې کړې، خو د طالبانو رهبر د هغه استعفا نه ده منلې.

مولوي محسن یو ځل ویلي وو: "په طالبانو کې ما ته هېڅ انتخاب نه دی پاتې یا باید کار وکړو، یا زندان ته لاړ شو، یا به مو له صحنې لرې کوي."

100%

مولوي شمس‌الدین شریعتي –د هبت‌الله اخوندزاده د اوامرو د تعقیب رییس

مولوي شمس‌الدین شریعتي د بدخشان د کشم ولسوالۍ اوسېدونکی دی او د طالبانو له پخوانیو غړو څخه ګڼل کېږي. هغه د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال د میدان وردک او پکتیا ولایتونو والي و.

د هغه د کورنۍ یوه غړي افغانستان انټرنشنل ته وویل: "شمس‌الدین یو ارام، موقع‌شناس او د طالبانو امر منونکی شخص دی. د کندهاري طالبانو او حقاني شبکې پر وړاندې د بغاوت خوی نه لري."

د نږدې کسانو په وینا، شمس‌الدین له فصیح‌الدین فطرت (د طالبانو د پوځ لوی درستیز) او امان‌الدین منصور (د طالبانو د قول اردو قوماندان) سره سیمه‌ییز رقابت لري.

هغه څو ځله خپلو نږدې کسانو ته ویلي: "ما به اخر وهي." خو دا نه ده معلومه چې اشاره یې چاته ده.

په تېرو ۱۲ میاشتو کې په پخوانۍ لویې څارنوالۍ او د هبت الله د هدایاتو او اوامرو د تعقیب پر دفتر دوه بریدونه شوي، یو د دارالامان پر دفتر او بل د کابل د شهر نو پر دفتر. شمس‌الدین ادعا کړې چې هدف دی و.

هغه څو ځله ویلي: "زه د طالبانو په بدنه کې د بدخشانیانو اصلي محور یم."

100%

عبدالحمید خراسانی – د طالبانو د بدري قطعې قوماندان

حمید خراسانی د تاجیک‌تبار طالبانو له جنجالي څېرو څخه دی. نوموړی د پنجشیر ولایت دی او د جمهوریت د نظام په وروستیو کلونو کې طالبانو ته ورګډ شو.

د هغه د طالبانو ته د یوځای کېدو لامل سیمه‌ییز اختلافات وو. د پخواني حکومت له‌خوا د نیول کېدو وروسته، نوموړی بېرته خوشې شو او همدا چاره د دې لامل شوه چې طالبانو ته واوړي.

لومړی د پنجشیر د امنیت امر وټاکل شو، خو وروسته له دندې لېرې شو او کابل ته راوغوښتل شو. لږ وخت وروسته د پکتیا ولایت د احمد اباد ولسوالۍ ولسوال وټاکل شو، خو دا دنده یې هم پریښوده او بېرته کابل ته ستون شو.

حمید خراساني تل په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو پر قومي تبعیض نیوکې کړي او هغوی یې قوم‌پالهګڼلي دي.

وروسته طالبانو له هغه څخه د هغه د قطعې وسلې او نظامي تجهیزات واخیستل، حتا یو وخت ونیول شو، خو وروسته بېرته خوشې شو.

خراساني څو ځله ویلي: "طالبان ما ته ځکه بې‌اعتنا دي، چې زه تاجیک یم. ما په خپلو سترګو لیدلي چې طالبان څنګه قومي تبعیض کوي."

هغه وايي، ځینې کسان چې د طالبانو د مشرانو قوم ته منسوب دي، بې له دې چې یوه ورځ یې هم جګړه کړې وي، لوړ دولتي مقامونه ته رسېدلي؛ خو دی چې د طالبانو لپاره یې د پنجشیر په جګړه کې برخه اخیستې، بې‌وظیفې پاتې دی.

100%

تاجیک‌تبار طالبان تر کومه لار وړي؟

طالبان یوه ایډیالوژیکه ډله ده، خو په تېرو درې کلونو کې ثابته شوې چې یوازې ایډیالوژي ورته مهمه نه ده.

په طالبانو کې دوه‌ګوني چلندونه د حکومت په هره برخه کې ښکاره دي. غیر پښتنو او غیرکندهاري طالبانوڅو ځله اعتراف کړی چې که دوی پښتانه یاپه ځانګړي ډول د کندهار اوسېدونکي وی، له دوی سره به بل ډول چلند شوی و.

یو طالب وايي: "که پښتون یې او طالب، همدا بس ده. نور ته دندې ته اړتیا نه لرې، ته د نظام خپل یې."

خو طالبان بیا له هغو پښتنو سره هم خشن برخورد کوي، چې طالبان نه دي او د دوی لپاره طالبي فکر لرل د تول یو مهم سمبول دی.

د طالبانو په حکومت کې له سیستماتیک تبعیض سره اکثره غیر طالب پښتانه او غیر پښتانه طالبان د حقارت احساس کوي. دوی فکر کوي چې بل انتخاب نه لري:“یا به د طالبانو د مستبد نظام امرونه مني، یا به د یوه تحول انتظار باسي، چې ورسره د دوی موقف هم بدل شي”.

په اوسني حالت کې، هر ډول بغاوت یا سرغړونه د هغوی د مرګ سبب کېدای شي.

پاکستاني طالبان؛ د کندهار په شاولي کوټ کې د طالبانو «مېلمانه»

۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۰۷ GMT+۰
•
د افغانستان انټرنشنل - پښتو څېړنډله
100%

له پاخه سړک نه په لږه فاصله کې څو ځایه خټین کورونه یو له بل سره نږدې پراته دي. د دې کورونو خړ دیوالونه له غرني چاپېریال سره ورته ښکاري. د کورونو مخې ته واړه موټر او یونیم دوکان هم لیدل کیږي، خو سیمه تقریباً غلې او له لرې له خلکو خالي ښکاري.

موټرچلوونکي عزیزالله غلي وویل، «دلته د پاکستاني طالبانو جنګیالي اوسیږي».

د ټي ټي پي دغه غړي له خپلو کورنيو سره د کندهار- اروزګان پر لويه لار له ډیورنډ کرښې ۱۳۷ کیلومټره لرې د کندهار شاولي کوټ ولسوالۍ په کريزګي، کټه سنګ، تناوچه، قاسم کلي، سرخ بېد او يو شمېر نورو ځايونو کې اوسيږي.

دغو کليو او سيمو ته د عامو خلکو د ورتګ اجازه نشته، خو د مېنې جوړولو لپاره لوی موټر ورځي او د بیا رغونې چارې پکې تر سره کوي.

افغانستان انټرنشنل- پښتو په دې اړه د شاولي کوټ ولسوالۍ کټه سنګ او تناوچې کليو ته څېرمه د نورو کليو له خلکو سره هم خبرې کړې او هغوی هم منلې، چې د ټي ټي پي غړي او کورنۍ په دغو سيمو کې ژوند کوي.

سيمه ييز اوسېدونکي وايي، چې د دې خلکو ټول کړه وړه، جامې، څېرې او خبرې د سيمې له خلکو بېلې دي.

د سيمې يوه سپين ږیري، چې په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د انځرو باغونه لري، له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ته وویل، «ډېر وخت کېږي، چې دغه خلک دلته راغلي دي، له عامو خلکو سره کار نه لري او نه د چا سره خبرې کوي، د هغوی شکل له نورو خلکو څخه جلا دی، ټول لوی ورېښتان لري او اکثره وخت په خپل منځ کې په بېلو لهجو خبرې کوي».

د کندهار – اروزګان پر لویه لار موټرچلوونکي هم وايي، چې له دغو کلیو خلک وخت ناوخت د سړک غاړې ته راوځي.

عزیزالله وايي، « دغه نابلده خلک په اونۍ یا ۱۵ ورځو کې د سړک په غاړه کې ځنځیر اچوي، له خلکو څخه د پیسو غوښتنه هم کوي».

د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سرچينو هڅه وکړه، چې له دغو سیمو انځورونه او ويډيو واخلي، خو یوازې له سړک څخه د کلي په انځور اخستلو بریالۍ شوې.

د عزیزالله په باور، له همدې کلي د ټي ټي پي وسله وال په دوربينونو کې پر سړک تېرېدونکي ګاډي او خلک څاري.

100%
په شاه ولیکوټ کې د ټي ټي پي ګڼ شمېر جنګیالي میشت شوي دي

ولې شاولي کوټ؟

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له راګرځېدو سره هممهاله پاکستاني جنګیالي په هغو سیمو کې راښکاره شول چې په تېرو شلو کلونو کې یې د جګړې ډګرونه ټاکلي وو. د افغان طالبانو مشران او جنګیالي، چې له افغان حکومت او ناټو ځواکونو سره د جګړې په ترڅ کې یې په قبایلي سیمو کې پناه اخیستې وه، اوس خپلو پخوانیو سیمو ته راګرځېدلي او خپل « پخواني کوربانه او اوسني مېلمانه» یې هم له ځانونو سره خوندي کړي دي.

هغو پاکستاني جنګیالیو چې له حقاني شبکې سره اوږه په اوږه په لویه پکتیا کې جګړې کولې، د ځان لپاره خوست، پکتیا او پکتیکا خوندي محیطونه ګڼلي، خو هغه جنګیالي چې د لوی کندهار په جګړو کې ښکیل وو، په محدوده بڼه دلته خپاره شوي دي.

د جمهوریت پر مهال په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي خالد پښتون افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د شاولي کوټ ولسوالۍ ترڅنګ په نېش ولسوالۍ کې هم د پاکستان د طالبانو تحریک جنګیالي او قوماندانان له خپلو کورنیو سره اوسیږي.

پښتون وايي، چې دغه جنګیالي له ډیورند کرښې نه د پاکستان په غوښتنه او فشار لرې پرتو سیمو ته لېږدول شوي، « دا سیمه د اوسېدو او پټېدو لپاره بهترین ځای دی. د پاکستاني طالبانو تحریک په دې سیمه کې یوازې د خپلو کورنیو د خوندي ساتلو په موخه مېشت شوی او ځوان جنګیالي یې لا هم د افغان طالبانو په مرسته، تجهیز او لارښوونه ډیورنډ کرښې ته ځي او په جګړو کې برخه اخلي».

د ۲۰۲۲ کال په مې میاشت کې پاکستان له طالبانو وغوښتل چې د پاکستاني طالبانو تحریک له ډيورنډ کرښې لرې ولېږدوي او وروسته یې کندهار ته د چینايي ډپلوماټانو د لېږلو له لارې هڅه وکړه، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده ددې مسالې حساسیت ته ځیر کړي.

طالبان هم دې مسالې ته ځیر دي. د طالبانو حکومت پاکستاني جنګياليو ته په افغانستان کې دوې سیمې غوره کړې، چې يوه په شمال او بله په سويل کې وه.

د افغانستان انټرنشنل د رپوټونو له مخې، د طالبانو په منځ کې حقاني ډلې غوښتل، چې د پاکستاني طالبانو جنګيالي او کورنۍ له ډيورنډ کرښې لرې د افغانستان په شمالي سيمو په ځانګړې توګه د قوشتيپې کانال په شاوخوا کې مېشت کړي او د کانال ځمکې پرې ووېشي، خو دا هڅه وروسته له هغه پاتې شوه، چې د سيمې خلکو مخالفت وښود او ټي ټي پي هلته له تګه ډډه وکړه.

وروسته د طالبانو حکومت د ټي ټي پي یوشمېر جنګياليو او کورنیو ته په سويل کې د کندهار شاولي کوټ ولسوالۍ وټاکله، چې د جغرافيايي موقعیت له مخې مرکزي نقطه بلل کيږي.

دغه ولسوالي د کندهار زياتو ولسواليو ته د لاسرسي تر څنګ زابل، اروزګان، هلمند، دایکندي، غزني او نورو ولایتونو ته هم نښلول شوې لارې لري.

د کندهار شاولي کوټ ولسوالۍ ختيځ خواته د زابل ولايت جلدک ولسوالي، لويديځ خواته يې د کندهار خاکريز او ارغنداب ولسوالۍ، شمال خواته يې د ارزگان ولايت او د کندهار ميانشين ولسوالۍ، جنوب لور ته يې د کندهار دامان او ارغنداب ولسوالۍ پرتې دي.

دغه پټنځایونه تر دې وروستیو د پاکستان لپاره سرخوږ جوړوونکي نه وو، خو کله چې په بلوچستان کې د ټي ټي فعالیتونه پیل شول او بلوڅو جنګیالیو نوې پرمختللې وسلې وموندې، اسلام اباد اوس ددې سیمې حساسیت ته هم ځیر شوی.

د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په وروستیو کې د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي په یوه مرکه کې په تلویحي ډول وویل، چې په کندهار کې د پاکستاني طالبانو د غورځنګ پټنځایونه دي.

100%
دې سیمې ته عام خلک او موټر نه پرېښودل کیږي، خو یوازې ځانګړې لارۍ د تعمیراتي چارو لپاره د ورتګ اجازه لري

د یوې سکې دوه مخونه

ژورو مذهبي باورونو، ملګرتیاوو، خیښیو او تاریخي اړیکو، چې د افغان جګړې پر مهال یې پراختیا موندلې، د دغو جنګیالیو ترمنځ یو نوی تړاو رامنځته کړی دی.

افغانستان انټرنشنل ته دوه اونۍ وړاندې د پاکستاني طالبانو سرچینو وویل چې په افغانستان کې مخکینۍ جنګېدونکې وسله والې ډلې له افغان طالبانو سره د میرعلې په نامه د متقابلو همکاریو تړون لري، چې د کابل له سقوط وړاندې د شمالي وزیرستان په میرعلې سیمه کې لاسلیک شوی.

په دغه تړون کې افغان طالبانو تعهد کړی، چې واک ته له رسېدو وروسته له پاکستاني طالبانو سره په پاکستان کې د اسلامي نظام د ټینګښت په برخه کې همکاري وکړي.

خالد پښتون ددې ملګرتیا او تړاو څرنګتیا ته په کتو وايي، چې «د پاکستاني طالبانو له تحریک سره د افغان طالبانو مرسته د هغو همکاریو او متقابلو ژمنو پر بنیاد ده، چې تېر شل کاله ټي ټي پي او افغان طالبانو په افغانستان کې د جګړې پرمهال کړې دي.»

خالد پښتون چې خپله د کندهار ولایت اوسېدونکی دی، وايي، په دې وروستیو میاشتو کې سویلي ولایتونو او حتا فراه او بادغیس ته د افغان طالبانو مړي له بلوچستان او خیبرپښتونخوا نه راوړل شوي او کورنیو ته یې سپارل شوي دي.

پښتون افغانستان انټرنشنل ته وویل، « په تېر جمهوریت کې هم د شاولي کوټ همدا ساحې ناامنه وې، چې د طالبانو ډېر قوي مرکزونه وو او جنګونه یې کول».

100%
د ټي ټي پي جنګیالیو پر لاره تېرېدونکي ګاډي او په سیمه کې د خلکو تګ او راتګ له نږدې څاري

جنرال سمیع سادات چې د پخوانۍ افغان اردو تر ټولو ځوان قوماندان و او د جمهوري دولت پرمهال یې په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو او د دفاع وزارت د ځانګړو عملیاتو مشري پرغاړه درلوده، ډېر وخت په هلمند او شاوخوا ولایتونو کې له طالبانو، القاعدې او نورو بهرنیو جنګیالیو سره په جګړه کې ښکیل پاتې شوی. جنرال سادات چې په دې وروستیو کې یې د « وروستی قوماندان» په نامه کتاب خپور شوی، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې افغان طالبان له ټي ټي پي سره په نظامي تجهیزاتو او مالي برخه کې مرستې کوي.

هغه زياته کړه: «افغان طالبان له پاکستاني طالبانو سره مالي کومک کوي، نظامي تجهیزات او تعلیمات ورکوي. حتا ځینې افغان طالبان له پاکستاني طالبانو سره د تشکيل په ډول ځي، چې ځینې یې په جګړو کې وژل شوي هم دي».

د خیبر پښتونخوا ایالت په شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان، بنو، ټانک، لکي مروت، مهمند او باجوړ ولسوالیو کې په دې وروستیو کې ګڼ افغان طالبان وژل شوي، چې له پاکستاني جنګیالیو سره یې یوځای د پاکستان د پوځ خلاف جګړې کولې. کټ مټ هغه څه، چې پاکستاني جنګیالیو د پاکستان د پوځ او څارګرو ادارو تر ملاتړ لاندې له ۲۰۲۱ کال وړاندې په افغانستان کې کول.

طالبان پر نازک پړي روان دي

افغان طالبان د خپل تاریخي ملګري تحریک طالبان پاکستان او نړیوالې ټولنې او پاکستان د غوښتنو ترمنځ پر یوه نازک سیاسي پړي روان دي. دا د هغو اړیکو د اغېزو انعکاس دی چې طالبانو د واک ترلاسه کولو په اوږدو کې پاللې دي.

تحریک طالبان پاکستان، چې ډېر وخت د افغان طالبانو ایډیولوژیک او جګړه ییز ملګری ګڼل کېږي، د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په کابل کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د طالبانو له مشر هبت الله اخوندزاده سره د مبارکۍ له لارې خپل بیعت تازه کړ.

اوس، داسې ښکاري چې ټي ټي پي له افغان طالبانو یوازې معنوي ملاتړ نه غواړي، بلکې له هغوی نه په پاکستان کې د ورته اسلامي امارت د تاسیس هڅو د ملاتړ غوښتنه هم کوي.

بل اړخ ته پاکستان د افغان طالبانو تر ټولو پیاوړی ملاتړی او جګړه ییزه جبهه پاتې شوی. د طالبانو ډېری مشرانو؛ ملا محمد عمر، ملا اخترمحمد منصور، ملا دادالله او اوسني مشر هبت الله اخوندزاده د اوږدو کلونو لپاره د پاکستان له خوندي پټنځایونو ګټه اخیستې ده. د طالبانو ډېری جګپوړي او ټیټپوړي چارواکي او جنګیالي د پاکستان په بېلابېلو برخو کې اوسېدل، هلته یې دیني زده کړې او جګړه ییزې روزنې ترلاسه کولې او په افغانستان کې یې جګړه کوله.

د طالبانو د مشرانو لپاره نن دا اړیکه یوه دوه اړخیزه ستونزه ګرځېدلې ده. له یوې خوا، دوی نه غواړي د پاکستان پوځ د ځان مخالف وګرځوي، ځکه د ډېرو طالب مشرانو کورنۍ اوس هم په پاکستان کې ژوند کوي او د کړکېچ په صورت کې پاکستان د دوی لپاره یوازینی خوندي ځای پاتې کېدای شي. له بلې خوا، پاکستان په پراخه کچه د ټي ټي پي د ځپلو غوښتنه کوي، ځکه دې ډلې په دې وروستیو کې په قبايلي سیمو کې خپل بریدونه ډېر کړي دي.

100%
له نږدې نه ددې سیمو انځور اخستل د افغانستان انټرنشنل د همکارانو لپاره ستونزمن وو

د دې ترڅنګ، د امریکا متحده ایالتونه او نړیواله ټولنه پر طالبانو فشار راوړي چې د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي. طالبانو په دغه تړون کې ژمنه کړې وه چې د افغانستان خاوره به د ګاونډیو هېوادونو او نورو نړیوالو پر ضد نه کارول کېږي او د ترهګرو ډلو د فعالیتونو مخه به نیسي.

د طالبانو لپاره اوسنی وضعیت د ۲۰۰۱ کال ناورین د تکرار ګواښ تازه کوي، چې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن د نه سپارلو له امله د امریکا له کلک غبرګون سره مخ شول.

جنرال سادات په دې باور دي، چې له پاکستاني طالبانو، القاعدې او داعش نه د افغان طالبانو ملاتړ به یوځل بیا د دې لامل شي، چې امریکا او یا یو بل هېواد په افغانستان کې نظامي مداخله وکړي. هغه وايي، « د طالبانو د ناسمې پاليسۍ له کبله د ډېرو افغانانو د قربانۍ ويره شته».

د شنونکو په باور، که طالبان په دې انډول کې پاتې راشي، له سیمه ییزو او نړیوالو غبرګونونو او احتمالي فشارونو سره مخ کېدای شي، چې پایله یې د هغه څه تکرار دی چې دوی ترې ډېر ویریږي: « د امارت نسکورېدل».

پر مذهبي لږکیو د بندیزونو دوام؛ طالبانو د افغانستان په ختیځ کې پر سلفيانو بندیزونه سخت کړي

۲۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۵، ۰۷:۳۶ GMT+۰
100%

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې د نورو مذهبي لږکیو ترڅنګ سلفيان هم له سختو بندیزونو او ننګونو سره مخ شوي دي. طالبانو د سلفیانو د جوماتونو امامانو ته ویلي، چې خپلې ځینې مذهبي کړنې ترسره نه کړي او تر سخت څار لاندې یې راوستي دي.

په لمانځه کې پر ځینو برخو بندیزونه

په دغو بندیزونو کې یو دا هم دی چې نور هېڅ سلفي مذهبي ملا امام حق نه لري چې جومات او نورو ځایونو کې د لمونځونو امامت وکړي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې په دغو بندیزونو کې طالبانو سلفي مذهبو ته سپارښتنې کړې‌ چې (رفع الیدین) به نه کوي او نه به هم په لمانځه کې له فاتحې سورت وروسته په لوړ غږ امین وایي.

همدا راز د سلفي مذهب د ترويج ځینې مرکزونه او ډلې هم د طالبانو له لوري له بندیزونو سره مخ شوي او سپارښتنې ورته شوې، چې باید د خپل مذهب په تړاو خلکو ته له معلوماتو ورکولو څخه ډډه وکړي.

سلفي مذهبي د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې تر نورو سیمو ډېر دي او کونړ ولایت بیا یو له هغو ولایتونو دی چې تر بل هر ځای په کې سلفیان ډېر دي چې ان مرکز یې ګڼل کېږي.

سلفیانو ته په هېواد کې بېلابېل نومونه کارول کېږي لکه «اهل حدیث او وهابیان» ؛خو په ختیځو ولایتونو کې د «وهابیانو» په نوم ډېر مشهور دي.

افغانستان کې د سلفیانو مخکښ شیخ جمیل الرحمان څوک دی؟

د داود خان د واکمنۍ پر مهال سلفیانو په کونړ کې خپل تبلیغات پیل کړل او ان ځینې ځانګړې مدرسې یې د دغه مذهب د زده‌کړې لپاره جوړې کړې. په دغه وخت کې له سلفیانو مخکې د پنج پیریانو اغېز ډېر و او د سلفي مذهب ځینې ملایان هم د پنج پیریانو له مدرسې فارغ شوي وو.

100%
د سلفیانو مخکښ ديني عالم شیخ جمیل الرحمان

په دغو دیني عالمانو کې یو هم شیخ جمیل الرحمان و چې د مولوي محمد حسین په نوم یې هغه وخت شهرت درلود، هغه د کونړ د ننګلام ولسوالۍ په پېچ درې کې زیږیدلی و او د پنج پیر په مدرسه کې یې زده‌کړې کړې وې. دی هم د سلفي مذهب د پراخولو په موخه میدان ته راکېوت او عملآ یې د سلفیانو د ډېریدو لپاره هڅې پیل کړې.

د کونړ کتاب لیکوال، د تېر جمهوري حکومت پر مهال د ننګرهار والي او د ملي دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه محمود میاخېل په خبره، په لومړیو کې د سلفیانو او د حنفي مذهب د پیروانو ترمنځ په کونړ کې سخت جنجالونه رامنځته شول؛ خو د شیخ جمیل الرحمان د قومي نفوذ له امله بیا وروسته د دوی شمېر مخ په ډېرېدو شو.

د شاه محمود میاخېل په وینا، تر کونړ وروسته د سلفیانو د ډېریدو او تبلیغ لړۍ نورستان ته پسې وغځیده چې هلته د ملا رباني په نوم یوه کس د شیخ جمیل الرحمان ملا ور وتړله او د سلفي مذهب د پراخېدو لپاره یې هڅې پیل کړې.

شیخ جمیل الرحمان د مجاهدینو په رامنځته کیدو سره د شوروي ځواکونو خلاف په جهاد کې د حزب اسلامي سره لاس یو کړ او د ګلبدین حکمتیار تر مشرۍ لاندې یې وسله پورته کړه.

د سرچینو د معلوماتو له مخې هغه په اتیاېیمه لسیزه کې د سلفي مذهب د پراخیدو لپاره له عربي هېوادونو څخه په ځانګړي ډول له سعودي عربستان څخه پیسې ترلاسه کړې او په «۱۹۸۶ زېږدیز کال» کې یې بالاخره د سلفیانو د منظمولو په موخه د «جماعت الدعوه القران» په نوم یوه سیاسي ډله هم رامنځته کړه.

د دغو مرستو پر بنسټ د سلفیانو لپاره په ختیځو ولایتونو په ځانګړي ډول کونړ کې دیني مدرسې او جوماتونه جوړ شول چې د دغه مذهب په ډېریدو کې یې مهم رول درلود.

شیخ جمیل الرحمان د کورنیو جګړو پر مهال باجوړ ته کډه شو، هلته یې هم خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ او د «۱۹۹۱زېږدیز کال په اګسټ میاشت» کې د یو مصري خبریال عبدالله رومي له لوري هماغلته په ډزو ووژل شو.

د معلوماتو له مخې دغه مصري خبریال هڅه کوله چې له سیمې وتښتي؛ خو د شیخ جمیل الرحمان د کورنۍ غړي حاجي روح الله وکیل ترې غېږه چاپېره کړه او تر نیول کیدو وروسته یې وواژه. تر دغې پېښې وروسته د سیمې اوسیدونکو او سلفیانو روح الله وکیل د هغه د ځای ناستي په توګه وټاکه.

روح الله وکیل د عربانو له خوندیتوبه تر ګوانتنامو زندانه

۶۲ کلن روح الله وکیل د دیني زده‌کړو کومه ځانګړې مخینه نه لري، خو د شیخ جمیل الرحمان د قاتل د نیولو او د کورنۍ د غړي په توګه پرې سلفیانو پرېکړه وکړه چې د هغه ځای ناستی شي.

هغه په ۲۰۰۱ کال کې له امریکایانو سره څنګ په څنګ د طالبانو او القاعده ډلې خلاف جګړه وکړه. د ویکي لېکس د معلوماتو له مخې روح الله وکیل په ۲۰۰۳ کال کې د امریکایانو له لوري په ننګرهار کې په دې تور ونیول شو چې ګوندې په توره بوره کې یې د یو شمېر عربانو او د القاعده ترهګرې شبکې د جنګیاليو په خوندي اېستلو کې مرسته کړې وه.

100%
حاجي روح الله وکیل

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د سلفیانو دغه مشر په ختیځو ولایتونو په ځانګړي توګه کونړ کې د یاد مذهب لارویانو ته ګڼې مدرسې او مسجدونه جوړل کړل، څو د دغه مذهب د نفوس سیمې لا ډېرې شي. د سرچینې د معلوماتو له مخې د دغو فعالیتونو تر شاه ورسره د ځینو عربي هېوادونو مالي مرسته هم وه.

روح الله وکیل په ۲۰۰۸ زېږدیز کال کې له ګوانتنامو زندانه څخه خوشې کړی شو؛ خو د افغانستان جمهوري نظام په وروستیو کلونو کې د ملي امنیت ادارې له لوري د استخباراتي راپورونو پر بنسټ ونیول شو.

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته زیاته کړې چې نوموړی له ترهګرو سره د اړیکو په تور نیول شوی و؛ خو د ولسي جرګې د یو شمېر غړو د فشارونو له کبله بېرته ازاد کړی شو.

ګارډین ورځپانې په خپل یوه راپور کې لیکلي چې نوموړی د نشه‌یي توکو په کاروبار کې ښکېل و او د برېټانیا تر څنګ یې له پاکستان سره هم ژورې اړیکې لرلې.

حاجي روح الله وکیل له رسنیو سره په خبرو کې په وار وار په ده لګیدلي تورونه رد کړي دي.

د طالبانو تر واکمنېدو وروسته حاجي روح الله وکیل افغانستان پرېښی او له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته کډوال شوی دی.

د افغانستان انټرنشل په ترلاسه کړې ویډیو کې ښکاري چې نوموړی درې میاشتې مخکې د ۲۰۲۴ کال په نومبر میاشت کې په خېبرپښتونخوا کې د سلفیانو یوې دیني غونډې ته وینا کړې او د افغانستان دننه د دوی د مذهب د پیروانو وضعیت یې د اندېښنې وړ بللی دی.

100%
حاجي روح الله وکیل خېبر پښتونخوا کې د سلفیانو یوې دیني غونډې ته د وینا پرمهال

هغه ویلي چې سلفي دیني عالمان او د دغه مذهب لارویان د طالبانو په واکمنۍ کې په مرموز ډول وژل کېږي چې دوی ته یې لاملونه هم نه مالومېږي او دغه واکمنه ډله یې باید خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

هغه په خپله وینا؛ کې له سلفیانو غوښتي چې په خپلو دیني بحثونو کې دې له نرمۍ کار واخلي او هېڅ ډول تاوتریخوالی دې نه کوي.

بندیزونه او د سلفیانو د کلیدي غړو وژل کیدل

په جلال اباد ښار کې د نارنج باغ په نوم د سلفیانو یوه مشهوره دیني مدرسه وه چې زرګونه زده‌کوونکي په کې په زده‌کړو بوخت وو او د تېر جمهوري نظام استخباراتي ادارو یې له داعش سره د اړیکو په تور یو شمېر مشران هم نیولي وو.

100%
د نارنج باغ مدرسې انځور ۲۰۲۰ کال

د ننګرهار پخوانی والي شاه محمود میاه خېل هم مني چې د دغې مدرسې یو شمېر زده‌کوونکي د داعش لیکو ته تر جذب وروسته د جګړو لیکو ته تللي وو.

د دغې مدرسې مدرس او مشر شیخ سردارولي ثاقب د‌ سلفیانو په منځ کې ځانګړی شهرت درلود ؛خو د‌ طالبانو له لوري یې پر مدرسې او هغه یو شمېر بندیزونه ولګېدل.

100%
شېخ سردار ولي ثاقب

د ۲۰۲۲ زیږدیز کال د جولای په ۱۳مه نېټه نوموړی په کابل کې د خپل کور دننه په مرموز ډول د چړو په وسیله ووژل شو او لا تر اوسه د پېښې عاملین معلوم نه شول.

د نارنج باغ دیني‌ مدرسه کې ټول سلفي دیني عالمان له دندو ګوښه شوي، د سلفي مذهب د دیني کتابونو پر تدریس بندیز لګیدلی او طالبانو ورته حنفي مذهبي دیني عالمان ټاکلي دي.

د افغانستان انټرنشنل پښتو د ترلاسه کړو معلوماتو له مخې پر ننګرهار او کونړ سربېره په کندوز،‌ کاپیسا او کابل ولایتونو کې ناپېژانده وسله والو نږدې دېرش تنه سلفي دیني عالمان وژلي دي.

د راپورونو پر بنسټ د طالبانو په روانې واکمنۍ کې د ننګرهار په کانال کې ناپېژانده جسدونه موندل کېږي او ګومان کېږي چې د طالبانو د اسختباراتو له لوري د سلفي مذهب ځینې زده‌کوونکي له داعش سره د اړیکو په تور په مرموز ډول په دغو پېښو کې وژل کېږي.

د دغو مرموزو وژنو لړۍ په ننګرهار کې د طالبانو د استخباراتو د پخواني مشر ډاکټر بشیر د دندې پر مهال خورا چټکه وه او هره ورځ به جلال اباد ښار کې ناپېژانده جسدونه موندل کیدل.

ډاکټر بشیر د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ اوسیدونکی دی چې له داعش سره یې د طالبانو په پخوانیو جګړو کې پراخه ونډه لرله. هغه د دغې ډلې په لیکو کې یو له هغو کسانو دی چې پر داعشیانو هېڅ ډول رحم نه کوي.

پر ډاکتر بشیر داسې تورونه هم پورې دي، چې په کوټ ولسوالۍ کې یې په شخصي تربګنیو هم یو شمېر ځايي کلیوال په بیلابیلو تورونو وژلي او له ځینو هغو یې سرونه هم د دې لپاره غوڅ کړي چې ګینې دغه وژنې داعش ترسره کړې دي.

د طالبانو استخباراتو له لوري په کونړ او نورستان کې د سلفیانو دیني عالمان تر سخت څار لاندې دي. پر دوی ان په عامو ځایونو کې پر دیني تقریرونو هم بندیزونه لګیدلي دي.

شاه محمود میاخېل وویل، «د سلفي مذهب له ځینو مدرسو زده‌کوونکي د داعش لیکو ته لاړل؛ خو دا په دې مانا نه ده چې ګوندې ټول سلفیان دې له داعش سره اړیکې ولري.» د هغه په وینا؛ په سلفي مدرسو کې زده‌کړه او یا هم د سلفي مذهب پیروي په هېڅ ډول د داعش سره د اړیکو په مانا نه ده.

همدا راز د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت په یوه تازه اقدام کې د کونړ پوهنتون ۱۲ تنه استادان له دې امله له دندو ګوښه کړي‌ چې د سلفي مذهب لرونکي دي.

د دغه مذهب ځینو پیروانو افغانستان انټرنشنل پښتو سره معلومات شریک کړي چې په کې ویل شوي، طالبانو د سلفیانو د دیني‌ زده‌کړو مدرسې تړلي، د سلفي دیني عالمانو پر امامت یې بندیزونه لګولي.

همدا راز په روژې میاشت کې یې پرې د ۸ رکعاته تراوېح لمونځ پر ځای ۲۰ رکعاته جبري کړې‌ او په لمانځه کې یې پرې له فاتحې سورت وروسته پر لوړ غږ امین هم بند کړی دی.

د طالبانو تر ګواښونو وروسته سلفیانو خپل هویت پټ کړی

باورونه دا دي چې د سلفي مذهب عام پلویان له هېڅ ډول سیاسي او جنګي‌ ډلو سره تړاو نه لري؛ خو د طالبانو له لوري ورته د شک په سترګه کتل کېږي.

د ننګرهار پخوانی والي شاه محمود میاه خېل په دې باور دی چې طالبان د عقیدې پر بنسټ بې ګناه عام وګړي وژني او بیا پرته له کوم ثبوته د داعش ټاپې پرې لګوي.

د طالبانو دغه بندیزونه د دې لامل شوي چې د سلفي مذهب پیروان په ختیځو ولایتونو کې خپل هویتونه او مذهبي بڼې پټې وساتي، څو د طالبانو له لوري په نښه نه شي.

طالبان د حنفي مذهب پلویان دي او باورونه دا دي که په ختیځو ولایتونو کې د دوی له لوري پر سلفي مذهبو فشارونه لا ډېر شي؛ نو ښايي مذهبي جګړو ته لاره پرانېزي.

طالبانو په تېر یوه کال کې ۵۸۳ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۳۴ GMT+۰
•
مرضیه حفیظي
100%

د افغانستان ورزشي لوبغالي، چې یو وخت خلک د کرېکټ، فوټبال، وزلوبو او کنسرټونو نندارې ته ورتلل، اوس د طالبانو له خوا د قصاص او بدني سزاوو په ډګرونو بدل شوي دي. دغه لوبغالي چې د خلکو د خوشحالۍ، ورورولۍ، نڅاوو او ورزش شاهد وو، اوس پکې وېره او د سلګونو کسانو ترخې خاطرې پرتې دي.

نږدې هره ورځ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ښځې او نارینه د مختلفو جرمونو په تور د خلکو د سترګو پر وړاندې په دُرو وهل کېږي. ډېری بدني سزاوې په ډله ییزه توګه هم ترسره شوې دي.

د زرغونې کیسه: له پالونکې تر «مجرمې»

د ننګرهار ولایت د بهسود ولسوالۍ داوسېدونکې زرغونې ژوند یو نیم کال وړاندې هغه وخت په بشپړه توګه بدل شو، چې طالبانو هغې ته د ناروا اړیکو په تور د دُرو ووهلو سزا ورکړه؛ داسې تور چې زرغونه یې په کلکه ردوي.

یو کال وروسته د دُرو د اغیزو فزیکي نښې ښايي کمې شوې وي، خو رواني ټپونه یې لا هم ژور پاتې دي.

زرغونه نه یوازې د دُرو دردونه بیانوي، بلکې تر ټولو لوی او سخت درد هغه داغ دی چې له ګناه او جرم پرته پر هغې تحمیل شوی. « زما لپاره تر ټولو لوی درد دا دی چې زه له کومې ګناه او جرم پرته ونیول شوم، په دُرو ووهل شوم او د ټولنې او خپلوانو تر منځ بدنامه شوم».

د هغې کیسه له خپلې ناروغې مور پیلیږي چې په روغتون کې بستر وه او زرغونې باید د کور د یوازینۍ سرپرستې په توګه د هغې پالنه کړې وای. زرغونې افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، «مور مې ناروغه وه او په روغتون کې بستري وه. زموږ کور کې نارینه نه و، نو ځکه ټول کارونه او مسوولیتونه زما په غاړه وو. د روغتون یوه کارکوونکي له ما سره د مور په ښکته او پورته کولو کې همکاري کوله، چې له یو بل سره په همدې توګه معرفي شوو».

زرغونه یوه ورځ په تصادفي توګه په ښار کې له دغه کارکوونکي سره مخامخ کیږي او ددې د مور د روغتیا پوښتنه کوي، چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر کسان یې د ناروا اړیکو په تور نیسي او حوزې ته یې وړي.

له یوې چټکې محکمې وروسته دواړه په حوزه کې د دُرو په سزا محکوم او وهل کیږي او همدلته د هلک او جینۍ د کورنیو په حضور کې د دواړو نکاح تړل کیږي.

زرغونه اوس ګوښه ناسته غوره ګڼي، د هغې ښځینه ویاړ او جرئت ځپل شوی او حتا د خاوند کورنۍ یې هم هغې ته په ښه سترګه نه ګوري. دغه تحقیر په ټولنه او کورنۍ کې د هغې درنښت اغیزمن کړی او دې ته یې اړه کړې چې له خلکو سره مخامخ نه شي.

زرغونه وايي، « تورن کسان د هغو کسانو له خوا په دُرو وهل کېږي، چې تر ټولو ډېر په وهلو کې تکړه وي».

زرغونه یوازینی کس نه ده چې په دې دوو کلونو کې یې د طالبانو له خوا په عامه توګه د دُرو وهلو سزا لیدلې. د افغانستان په بېلابېلو برخو کې بې شمېره ښځې او نارینه د ورته سزاګانو شاهدان دي، خو د زرغونې لپاره ریښتینی درد په دُرو کې نه دی؛ بلکې په هغه تلپاتې شرم کې دی چې د ټولنې هیڅ وګړی یې مستحق نه دی.

طالبانو سږکال ۵۸۳ کسان په دُرو وهلي

افغانستان انټرنشنل - پښتو په دغه څېړنیز راپور کې په تېر یوه کال کې د طالبانو د بدني سزاوو شمېرو ته کتنه کړې ده.

طالبان په مستقیمه توګه له افغانستان انټرنشنل سره خبرې نه کوي، خو موږ دغه ارقام د یادې ډلې د سترې محکمې له وېبسایټ، اېکس او هغو اعلامیو اخیستي، چې د بېلابېلو ولایتونو اړوندو مسوولانو په دې تړاو خپرې کړې دي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلې واکمنۍ څخه څه باندې درې کاله تېرېږي او یادې ډلې له بیا واکمنېدو کابو یو کال وروسته په عام محضر کې قصاص او بدني سزاګانې پیل کړې، چې تر یوې مودې پورې دغه سزاوې نه رسنیزې کېدلې.

د طالبانو د سترې محکمې د اعلامیو او خبرپاڼو له مخې، یادې ډلې په دې موده کې کابو ۵۸۳ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي او ۶ کسان یې قصاص کړي دي.

دې ډلې په عام محصر کې د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر پر ۲۲مه د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د فوټبال په لوبغالي کې د بېلابېلو «جرمونو» په تور د دوو ښځو په ګډون ۲۲ تنه په دُرو ووهل.

100%
طالبانو سږ کال په عام محضر کې پر شپږو تنو د قصاص حد جاري کړی دی

طالبانو د ۲۰۲۴ کال د مارچ پر۲۴مه د خپل مشر ملا هبت الله اخوندزاده یو غږیز کلپ خپور کړ، چې نوموړي پکې د شریعت د پليتابه په موخه په عام محضر کې (تورنو او مجرمانو) ته د سزاوو ورکولو امر کړی و.

د طالبانو دې ډول سزاګانو وروسته له هغه د نړیوالو ډېر پام او غبرګون ځان ته واړاوه، چې یادې ډلې په سرپل ولایت کې د ۱۴ښځو په ګډون ۶۳ کسان په عام محضر کې په ډله ییزه توګه په دُرو ووهل.

له کندهار ولایت څخه یوې سرچینې له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل،چې « که څه هم هغه کسان چې د طالبانو له خوا په دُرو وهل کېږي پر هغوی د بند سزاوې هم وي، خو ځینې نور چې کله په دُرو وهل کېږي او د بند سزاوې نه لري ترهغه وخته د طالبانو په بند کې ساتل کېږي، چې د دوی پر بدن د دُرو وهلو نښې نښانې لرې شي».

د سرچینې په وینا، تورن کسان تر هغه وخته د طالبانو په بند کې ساتل کېږي، چې د یادې ډلې قاضیان د عبرت کومې نښې په هغوی کې و نه ګوري.

سرچینه وايي، «ډېر تورن کسان څه باندې یو کال هم د طالبانو په بندخونو کې په همدې پلمه ساتل کېږي».

د ۲۰۲۴ کال لومړۍ شپږ میاشتې

طالبانو د ۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۲۴۹ کسان په دُرو وهلي دي.

طالبانو په جنوري او فبروري میاشتو کې ۳۹ کسان او په مارچ، اپریل، مې او جون میاشتو کې د ملګرو ملتونو د راپور او په سرپل کې د طالبانو د والي د رسنیز دفتر د خبرتیا پربنسټ، ۲۱۰ کسان په دُرو وهلي دي.

په ورته وخت کې دې ډلې د ۲۰۲۴ کال په وروستیو شپږو میاشتو کې ۳۳۴ کسان په دُرو وهلي دي.

د طالبانو د سترې محکمې د اعلامیو د شمېرو پر بنسټ دې ډلې په جولای میاشت کې ۴۴ کسان، په اګسټ، سپټمبر او اکټوبر میاشتو کې ۱۶۱، په نومبر کې ۸۱ او ډسمبر میاشت کې ۴۶ کسان په دُرو وهلي دي.

نامشروع اړیکې، له کور څخه تېښته، بداخلاقي، زنا، لواطت، غلا، رشوت، جعل کاري، د شرابو کار و بار او فرېبکاري هغه جرمونه دي، چې تورن کسان پرې مجازات کېږي.

د ۲۰۲۴ کال د جنوري او فبروري میاشتو په اوږدو کې په پکتیکا کې یو، هلمند کې څلور، میدان وردګو کې ۱۱، هرات کې اته، لغمان کې څلور، سرپل کې دوه او په بامیان کې ۱۳ تنه په دُرو ووهل شول.

ملګرو ملتونو په جون میاشت کې د یوه راپور په خپرولو سره په مارچ، اپرېل او مې میاشتو کې د هغو کسانو د شمېر په اړه راپور خپور کړ، چې طالبانو په عام محضر کې په دُرو وهلي وو.

د یاد سازمان د راپور پربنسټ، دې ډلې په یادو میاشتو کې ۱۴۷ کسان په دُرو وهلي او دغه راز په جون میاشت کې په سرپل کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې د دغه ولایت په مرکزي لوبغالي کې د ۱۴ښځو په ګډون ۶۳ کسان د «لواطت، غلا او غیراخلاقي اړیکو» په تور په عام محضر کي په دُرو وهل شوي دي.

د ۲۰۲۴ کال په جولای کې په غزني کې څلور، بامیان کې درې، بلخ کې یو، کندهار کې پنځه، پکتیکا کې څلور، ارزګان کې ۱۸، بادغیس کې دوه، پنجشیر کې یو، پروان کې څلور او په کونړ کې دوه تنه په دُرو وهل شوي دي.

دې ډلې د ۲۰۲۴ کال په اګسټ، سپټمبر او اکتوبر میاشتو کې ۱۶۱ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. په دې کې ۴۲ تنه په خوست، ۱۹ په کابل، ۱۲ په میدان وردګ، پنځه په فاریاب، څلور بامیان، پنځه تخار، څلور لوګر، ۹ کندهار، اته په کونړ، څلور په غزني، پنځه هرات، اووه لغمان، یو سمنګان، اته سرپل، دوه بلخ، درې هلمند، ۱۲ زابل، اته غور، یو پکتیکا او دوه په پروان کې وهل شوي دي.

100%
د بشري حقونو څارونکي بنسټونه طالبان په صحرايي محکمو تورنوي

د ۲۰۲۴ کال د نومبر او ډسمبر په اوږدو کې په پکتیا کې ۱۰، په خوست کې ۱۶، په بلخ کې دوه، غور شپږ، پکتیکا کې ۹، سمنګان کې شپږ، بغلان یو، فاریاب او تخار کې څلور څلور، ننګرهار کې ۱۵، غزني ۱۱، جوزجان کې ۲۲، پروان شپږ، کابل کې شپږ، میدان وردګ کې دوه، کندز کې درې او په کاپیسا کې پنځه ته په دُرو وهل شوي دي.

دیني عالمان د طالبانو له پرېکړو سره مخالف دي

دیني عالمان د فزیکي سزاګانو په اړه، په ځانګړي ډول د طالبانو د دُرو وهلو په اړه مهمې پوښتنې را پورته کوي.

دا پوښتنې د شرایطو او په اوسنیو حالاتو کې د شریعت د حکمونو د پلیتابه او پلي کوونکي نظام په اړه دي، چې په کوردننه او بهر د مشروعیت له ستونزې سره مخ دی او د اسلامي نړۍ عالمان یې د شریعت تفسیر خورا شخصي او لارورکوونکی ګڼي.

د دیني عالمانو په باور تعزیر یوازې په دُرو وهلو ته نه ویل کېږي، قاضي باید له وخت او شرایطو سره سمه پرېکړه وکړي: « کله مجرم ته یوازې نصیحت کېږي، کله مالي جریمه ورته وټاکي، کله یې بندي کړي او کله فزیکي سزا ورکړي/ په دُرو یې ووهي».

دیني عالم مولوي رحمت الله اندړ په عام محضر کې د سزاوو په اړه وایي، چې د طالبانو او اسلامي شریعت چارې باید سره بېلې شي او د طالبانو هرې پرېکړې او چارې ته اسلامي شریعت و نه ویل شي.

د نوموړي په وینا، طالبان مشروع حاکمیت نه دی او دغسې اسلامي نظام او حاکمیت د اسلام په تاریخ کې نه شته چې امیر او حاکم یې له ولس څخه پټ وي.

هغه وايي، « په افغانستان کې اوسمهال هر طالب په خپل ځای کې څارنوال، مفتي، قاضي او جلاد دی، ځکه یاده ډله یو ټول منلی اساسي قانون نه لري، چې د هغه په رڼا کې د نظام چارې ترسره کړي».

نوموړی وایي، که څه هم چې په اسلام کې د شریعت پربنسټ د حدودو جاري کول شته، خو اسلام د ګوتو په شمېر جرایمو لپاره ټاکلي حدود لري، چې پر نر او ښځې دواړو تطبیق کېږي.

رحمت الله اندړ افغانستان انټرنشنل ته وویل، « هغه جرایم چې قران کریم او حدیث یې په اړه ټاکلی حد نه وي بیان کړی، اسلامي محکمه، قاضي یا حاکم، د عقل په رڼا کې، د جرم نوعیت ته په کتلو او د ټولنې اړتیاوو ته په پام سزا او جزا ټاکي، دې سزا ته تعزیر ویل کېږي».

د نوموړي په وینا، طالبان په دې باور دي، چې یوازې د حدودو تطبیق او تعزیري سزاوې اسلامي نظام دی، خو د اسلامي شریعت مزاج دغسې نه دی چې خلک په زور حد او قصاص ته برابر کړي، خلک باید تلقین شي او له خلکو حدود لرې شي.

نوموړی وایي، چې که طالبان په خپله خوښه او سلیقه خلکو ته سزا ورکوي او خپل افراد معاف کوي او د اسلامي شریعت نوم پرې ږدي، نو اسلامي شریعت بدنامېږي او له اسلام څخه نړیوالو ته بد تصویر وړاندې کېږي.

په اسلام کې تعزیري سزاوې شته، خو بیا هم خپل ځانګړي شرایط لري.

د دیني عالمانو په وینا، کله چې تورن د کوم کس له خوا په دُرو وهل کېږي باید دومره په کراره ووهل شي، چې پر جسم یې داغونه رامنځته نه شي.

100%
په عام محضر کې د طالبانو پر بدني سزاګانو ګڼو نړیوالو سازمانونو او هېوادونو غبرګونونه ښودلي

طالبان ولې په عام محضر کې خلکو ته سزاګانې ورکوي؟

طالبان ادعا کوي، چې د شرعي حکمونو او د خپل مشر ملا هبت‌الله د امر او لارښوونې له مخې خلکو ته په عام محضر کې سزاوې ورکوي.

د دې ډلې ستره محکمه وايي، دوی په عام محضر کې خلکو ته ځکه سزاګانې ورکوي، چې ننداره کوونکو ته د «عبرت» سبب وګرځي او په افغانستان کې د جرمونو د مخنیوي لپاره د داسې سزاګانو ورکول اړین دي.

په افغانستان کې په «حنفي فقه» او قوانینو کې «تورنو او مجرمانو» ته د سزا ورکولو لپاره د «حدود» او «تعزیري» اصطلاح ګانې کارول شوې دي.

تعزیري سزاوې له بشري حقونو سره په ټکر کې دي.

په عام محضر کې د سزا د حکم پلې کېدل له بشري حقونو سرغړونه بلل کېږي.

ملګرو ملتونو، د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو ملاتړو بنسټونو په وار- وار له طالبانو غوښتي، چې د افغانانو انساني حقونه خوندي کړي او په عام محضر کې له سزا ورکولو ډډه وکړي، خو طالبان دغه غبرګونونه د دوی په چارو کې لاسوهنې بولي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د ۲۰۲۴ کال د مې پر ۲۱ مه نېټه په عام محضر کې د طالبانو له‌ لوري بدني سزاګانې وغندلې او دغه کړنې یې د ظالمانه او نا انساني سزاګانو او ربړونو د منع کولو په برخه کې د طالبانو له کړو ژمنو سرغړونه وبلله او پر طالبانو یې غږ وکړ، چې دغه سزاوې سملاسي ودروي.

اخوا، د بښنې په نړیوال سازمان کې د سویلي اسیا لپاره سیمه‌ییزه کمپاین کوونکې سمیرا حمیدي وایي، د طالبانو صحرايي محکمې چې د ښځو او نارینه‌وو په دُرو وهل پکې شامل دي، د بشر ضد تر ټولو وحشیانه کړنو څخه دي، چې باید ژر تر ژره او د تل لپاره ودرول شي.

د نوموړې په وینا، افغانستان د ملګرو ملتونو د یوه غړي هېواد په توګه چې د څو نړیوالو بشري حقونو کنوانسیونونو لاسلیک کوونکی دی، باید د نړیوالو قوانینو درناوی وکړي.

مېرمن حمیدي زیاتوي، طالبان چې اوس د افغانستان کنټرول په لاس کې لري، باید دغو کنوانسیونو ته درناوی وکړي او له هغو کړنو لاس واخلي، چې د خلکو د ځور، زیانمنېدو او شکنجې لامل کېږي.

نوموړې زیاتوي، « دا چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا صحرایي محکمې او د خلکو په دُرو وهل پای ته ورسېږي، باید د حساب ورکولو میکانیزم او د دې ترڅنګ د افغانستان په عدلي او قضایي سیسټم کې بدلونونه رامنځته شي».

حمیدي دغه راز وویل، « ډېری کسان د دُرو له وهلو وروسته له ناسم رواني وضعیت سره مخ کېږي او د روحي، رواني او اقتصادي وضعیت د ښه کېدو په موخه یې باید ملاتړ وشي».

نړیوال پرېکنده ګام نه اخلي

د بشري حقونو د نقض د مستند سازۍ کمیټې غړې نظیفه جلالي وایي، چې د بشري حقونو ملاتړي ادارې ځکه د طالبانو د بشري حقونو د نقض پروړاندې چوپه خوله دي، چې دغه ادارې خپلواکې نه دي او د دوی اداره د هغو واکمنو هېوادونو په لاس کې ده، چې په دې وروستیو کې په خپلو ولسمشریزو ټاکنو او دغه راز د اسراییل او ایران ترمنځ رامنځته شویو ترینګلتیاوو کې بوخت دي.

د نوموړې په وینا، په افغانستان کې اوسمهال د بشري حقونو نقض د سیاسي پروسو پربنسټ کېږي او طالبان په اګاهانه توګه د قطر، پاکستان او د چین په شان هېوادونو په مشورو سره بشري ضد کړنې ترسره کوي.

مېرمن جلالي دغه راز زیاتوي: « که طالبان دغه کړنې و نه کړي او رسمیت پېژندنې ته نږدې شي، چین نه شي کولی خپلې اقتصادي موخې په افغانستان کې لاسته راوړي».

د بشري حقونو د نقض د مستند سازۍ کمیټې یاده غړې د طالبانو د بشري ضد کړنو پروړاندې د اسلامي هېوادونو پر چوپتیا هم نیوکه کوي او وایي، چې اسلامي هېوادونه هم د خپلو ګټو لپاره غلي دي.

د هغې په خبره، په افغانستان کې د بشري حقونو نقض په څو برخو وېشل شوی دی.

اجباري او په کم عمر کې ودونه، خپلسرې نیونې، شکنجه کول، په بند کې د مدافع وکیل نه شتون او تورنو کسانو ته له خپلو کورنیو سره د خبرو اترو اجازه نه ورکول هغه څه دي، چې مېرمن جلالي ورته اشاره وکړه.

100%

د سزاوو رواني اغیزې پاتې کیږي

یوه میاشت وړاندې د خوست ولایت د باک ولسوالۍ پر اوسېدونکې رڼا د دې ولسوالۍ د قاضي له خوا د زنا په تور د څلوېښتو دُرو حد جاري شو او د ولسوالۍ دننه سزا ورکړل شوه.

رڼا له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل، چې تر سزا مخکې دوه میاشتې د طالبانو په بند کې وه او تر سزا وروسته سملاسي خوشې شوې ده.

موږ ترې د پېښې په اړه وپوښتل، چې څنګه له داسې یوه وضعیت سره مخ شوه او څنګه طالبانو ونیوله، خو هغې وویل چې نه غواړي د هغې پېښې په اړه ډېرې خبرې وکړي، چې د ددې او د دې د کورنۍ د بدنامۍ لامل شوې ده.

د کورنۍ یوه غړي یې وویل، « رڼا اوسمهال د ناسم رواني وضعیت له امله په دې اړه ډېرې خبرې نه شي کولی او موږ هم د طالبانو له وېرې نه غواړو، چې ډېر جزئیات ورکړو، خو دومره وایو چې هغه مجرده ده او تر اوسه واده شوې نه ده».

د یادې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې د دې پېښې په اړه وویل، چې پر رڼا د دُرو د پلي کولو پر وخت د هغې د چیغو غږ په شاوخوا کورونو کې اورېدل کېده او په سیمه کې یې وېره خپره کړې وه.

نوموړي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، « سره له دې چې دغسې پېښې ډېر ژر رسوا کېږي، خو قضیه تر حده زیاته مخفي ساتل شوې ده، ځکه له یوې خوا ټولنه ډېره محافظه کاره او شرمناکه ده او بل خوا د طالبانو زور او جبر دې اندازې ته رسېدلی، چې عام ولس یې له ډاره افشا کولی نه شي».

نوموړي زیاته کړه، «یوازې همدومره ویل شوي دي چې یاده ښځه د زنا په تور په سزا رسېدلې ده او طالبانو د جرم د تفصیل، د عیني شاهدانو د حضور او نورو په اړه د محضر حاضرینو ته څه نه دي ویلي».

د طالبانو سترې محکمې په ډېری مواردو کې د دغسې قضیو د تورنو کسانو هویت پټ ساتي او ډېر وخت د مجازات شویو کسانو جنسیت نه په ډاګه کوي.

د افغانستان د خلکو لپاره، چې مسلمانان دي، اسلام او شریعت د ژوند اساسي لارښودونه دي. په داسې حال کې چې په اسلام کې ځینې بدني سزاوې لکه په دُرو وهل، قصاص او سنګسار شته، د اروايي ستونزو متخصصه مینه سادات په دې باور ده، چې خدای عفوې ته ارجحیت ورکړی دی.

د مېرمن سادات په وینا، د اسلام له نظره د تورنو کسانو هویت باید پټ وساتل شي، خو طالبان چې په عام محضر کې خلک په دُرو وهي او له دوی ویډيوګانې اخلي او بیایې پر سوشل میډیا خپروي، دا د تورنو کسانو او د هغوی د کورنیو پر روحي او رواني وضعیت تلپاتې منفي اغېزې پرېږدي.

سادات زیاتوي، « په اوسني وخت کې چې ټولنیزې رسنۍ ډېر کاروونکي لري نو د مجازات شویو کسانو د ویډیوګانو او انځورونو خپرېدل د هغوی د کورنۍ، ملګرو او خپلوانو د ازار او اذیت منبع پاتې کېږي».

د اروايي ستونزو یاده متخصصه وایي، چې قصاص او په دُرو وهلو ته د خلکو په ځانګړې توګه د ځوانانو او ماشومانو وربلل کولی شي ټولنه د افراطیت خوا ته بوځي او پر راتلونکو نسلونو منفي اغیزې ولري.

۲۰۲۴ کال پای ته رسیږي، خو د نوي کال لپاره د طالبانو په پالیسیو کې هیڅ ډول بدلون نه ښکاري.

د رڼا او ادیبې په څېر ښايي ډېرې افغان ښځې او نارینه وي، چې د طالبانو له بدني او عام محضر سزاګانو وروسته په رواني ستونزو اخته وي، خو دغو ستونزو ته تراوسه هیڅ راز پام نه دی شوی.

یادونه: په دغه رپوټ کې دوو تنو مېرمنو ته د هغوی د شخصي او ټولنیز امنیت په خاطر «زرغونه» او «رڼا» مستعار نومونه کارېدلي دي.

د نجونو پر زده کړو بندیز؛ په ۲۰۲۴ کال کې د چټکو زده کړو تر ۳۰۰۰ ډېر ټولګي تړل شوي

۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۴۶ GMT+۰
•
د افغانستان انټرنشنل - پښتو څېړنډله
100%

دا په کابل کې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر میاشتې خورا سړه ورځ وه. حاجي شېر محمد خپلو دریو لوڼو ته ځیر و، چې کتابچې او کتابونه یې سره راټول کړل او د کوټې په کونج کې یې کېښودل. ۲۴ کلنې مشرې لور یې، چې د طب پوهنځي د دویم کال محصله وه، هیله درلوده ډاکټره شي؛

منځنۍ لور یې په یوه دارالمعلمین کې د ساینس په برخه کې زده کړې کولې او ددویم کال د درېیم سمسټر ازموینو ته یې یوازې څو ورځې پاتې وې؛ کوچنۍ لور یې، چې ۱۶ کاله عمر لري، لیسې ته د تګ لپاره ځان چمتو کاوه.

خو اوس د ټولو کیسه یو ډول ده؛ ټول په کور ناست دي او راتلونکی ناڅرګند دی. «که د خدای نا فرماني نه کېدلی نو زه به مې د لوڼو پر پیدا کېدو پېښمانه وای، زه یې راتلونکي ته وارخطا یم»، حاجي شیرمحمد دا وویل او زیاته یې کړه، «ډېرې خبرې ځان ته کار کتل دي».

د افغانستان انټرنشنل -پښتو د موندنو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې طالبانو د زده‌کړو په برخه کې تر ۱۵ډېر بندیزونه ولګول، چې له امله یې له ۱۸۰ ډېر ښوونيز مرکزونه او له درې زرو زیات محلي یا د چټکو زده کړو ټولګي تړل شوي دي.

له هغې ورځې چې طالبان واکمن شوي، هرکال د حاجي شېرمحمد یوه لور د طالبانو د بندیزونو له امله په کور کښېناستلې ده.

100%

زده کړې د نجونو او ښځو لپاره اوس تش خوب دی

پر زده‌کړو د بندیزونو لړۍ د کال په لومړیو کې پیل شوه. په جنوري میاشت کې طالبانو په غور ولایت کې دوه انلاین ښوونیز مرکزونه وتړل چې نجونو ته یې د ریاضي او انګلیسي زده‌کړې ورکولې. مدیران یې ونیول او تر یوې میاشتې زندان تېرولو وروسته یې په ضمانت خوشي کړل. په همدې میاشت کې، په غور کې د طالبانو د پوهنې ریاست یو کارمند، او په خوست کې یو ښوونکی، چې په پټه یې نجونو ته زده‌کړې ورکولې، د یوې میاشتې او نیمې میاشتې لپاره زندان ته واچول.

په فبروري میاشت کې طالبانو په کندهار او هلمند کې ۶۸۰ سیمه ییز ټولګي وتړل، چې شاوخوا ۲۰ زره ماشومان یې له زده‌کړو بې‌برخې کړل. د دې ښوونځیو مالي ملاتړ د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسیف) کاوه، چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې یې ۱۸ زره ټولګي فعال ساتلي وو، خو طالبانو په ډېرو ولایتونو کې د دغو ټولګیو فعالیتونه بند کړل.

له افغانستان انټرنشنل سره د یونسیف د شریکو شویو معلوماتو له مخې، د روان کال په لومړنیو میاشتو کې د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې شاوخوا ۱۸ زره سیمه یيز ټولګي فعال وو، چې څه باندې ۵۶۶ زره ماشومانو پکې لومړنۍ زده کړې کولې.

دا مهال طالبانو په ډېرو ولایتونو کې د دغو ټولګيو د فعالیت مخه نیولې ده.

همدغه میاشت په میدان وردګو کې د یونیسیف تر ملاتړ لاندې د نجونو یو دارالمعلمین وتړل شو، چې ۶۰ نجونو پکې زده‌کړې کولې. په مارچ میاشت کې د طالبانو استخباراتو په بامیان کې د نجونو پر مخ د روغتیايي علومو یو انستیتوت او یو بل ښوونیز مرکز وتړل. په اپرېل کې دې ډلې په دایکندي کې څلور مرکزونه بند کړل چې له ۱۲څخه تر ۱۴ کلونو پورې نجونو پکې انګلیسي ژبه زده کوله. طالبانو د دغو دوو ښوونيزو مرکزونو مسوولان هم بندیان کړل او دوه تنه يې له نغدې جريمې او ليکلې ژمنې اخیستلو وروسته خوشي کړل.

د طالبانو استخباراتو او د امربالمعروف وزارت کارکوونکو د ۲۰۲۴ کال په لومړيو شپږو میاشتو کې د افغانستان په بېلابيلو ولایتونو کې ۱۳ ښوونيز مرکزونه، چې تر شپږم ټولګي پورته یې نجونو ته د زده کړو زمېنه برابره کړې وه وتړل او ددغو مرکزونو شاوخوا ۲۷ ښوونکي، مديران او کارکوونکي یې ونیول. دغو کسانو ته له ۱۵ ورځو څخه تر دوو مياشتو پورې د بند سزاوې ورکړل شوې او له کتبي ضمانتونو وروسته خوشي شول.

د کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې طالبانو په غزني، پکتيا، پکتیکا، دایکندي، باميان، خوست، میدان وردګ، ننګرهار، هلمند، کندهار، اروزګان، زابل، نیمروز او بادغیس ولایتونو کې ښوونځیو ته امر وکړ ، چې لوړقدې او تر ۱۲ کلونو لوړ عمر لرونکې نجونې تر شپږم ټیټو ښوونځیو ته هم پرېنږدي.

د اکتوبر میاشت کې طالبانو د کندهار د شیخ زاید دارالایتام دروازه وتړله، چې تر ۱۲ټولګي پورې یې یتیمانو ته زده‌کړې ورکولې. طالبانو د یتیمخونې مسوولانو ته وویل، چې غواړي دا ځای ديني مدرسې ته بېل کړي.

دغه روزنتون د متحده عربي اماراتو له خوا تمويليده او یوازې يتيمانو پکې تر ۱۲ ټولګي زده کړې کولې.

طالبانو د نومبر مياشتې پر اتمه د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د ګېتز موسسې له خوا جوړ شوي دوه ښوونيز مرکزونه وتړل. د دغو مرکزونو استادانې هغه نجونې وې، چې له ۱۲ ټولګي فارغې شوې وې او دې موسسې د ښوونکیو په توګه تنخواوې ورکولې.

دغه بندیزونه نور هم پسې وغځېدل. د نومبر مياشتې پر ۲۸ مه طالبانو د ننګرهار په ولسواليو کې د یونیسېف تر چتر لاندې فعال ښوونځي وتړل.

100%
طالبانو په ګڼو ولایتونو کې د یونیسېف تر چتر لاندې سیمه ییز ټولګي تړلي دي

طالبان جنجال پاروونکې پرېکړې کوي

سږ کال د زده کړو په برخه کې تر ټولو ستر بنديز د نجونو پرمخ د طبي انسټیټیوټونو بندول و، چې په ملي او نړیواله کچه یې پراخ غبرګونونه لرل.

د طالبانو روغتيا وزارت د دسمبر مياشتې پر دویمه د ټولو طبي انسټیټیوټونو مشرانو ته مکتوبونه ولېږل، چې نجونې نور د طب په برخه کې زده کړې نه شي کولای. له دې سره یې هممهاله په ټول افغانستان کې نجونې له طبې زده کړو منع کړې.

طالبانو په دغه بندیز سره د افغانستان له وړاندې کمزوری روغتیايي سیستم نور هم له ګواښ سره مخ کړی.

د طالبانو د روغتیا وزارت سرچینو له بندیز وروسته رسنیو ته وویل، چې ددغه بندیز له امله په لسو دولتي او ۱۵۰ خصوصي روزنیزو مرکزونو کېشاوخوا ۳۵ زره ښځینه محصلانې له طبي او د روغتیاپالنې له زده کړو محرومې شوې دي.

په افغانستان کې د میندو د مړینې کچه د نړۍ په لوړو شمېرو کې راځي. د روغتیا نړیوال سازمان د اټکلونو له مخې، د هرو ۱۰۰ زره ماشونو په زیږون کې ۶۲۰ افغان میندې مري او یوه ستره برخه مېرمنې په غیرمسلکي روغتیايي چاپیریال کې ماشومان زېږوي.ملګري ملتونه وایي، افغانستان د ۱۸ زره ماهرو روغتیاپالو له کمي سره مخ دی او دغه بندیز به دا تشه لاپسې ګواښناکه کړي.

په لرې پرتو سیمو کې، چې دودیز باورونه ښځې د نارینه ډاکټرانو لیدلو ته نه پرېږدي، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو نشتوالی د مور او ماشوم د ژوند لپاره لوی ګواښ دی.د روغتیايي خدمتونو د عرضې وړتیا هم د اندیښنې وړ ده. افغانستان د زرو کسانو لپاره یوازې صفر اعشاریه ۳۳ ډاکټران لري، چې دا د نړیوال روغتیايي سازمان له اړینې کچې (۲.۵ډاکټرانو) څخه ډېره کمه ده.

دغو بندیز پر روغتیايي ننګونو سربېره د کورنیو اقتصاد ته هم ستر زیان اړولی دی.

د کابل د يوه طبي انسټیټیوټ مسوول له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې یوازې ددوی په انسټیټیوټ کې تر ۲۳ ډېر ښوونکي او اداري کارکوونکي ته له مناسبو دندو او معاشونو بې برخې شوي دي.

نوموړی د زده کړو په برخه کې د افغانستان راتلونکی تیاره ښيي.

یو شمېر مېرمنو ددغه بندیز پرضد په هرات او تخار ولایتونو کې اعتراضونه وکړل اوله ځانونو سره یې په مختلفو ژبو شعارونه لېږدول چې « زده کړې زموږ حق دی». طالبانو ددغو لاریونونو مخه ونیوله او له تخار نه یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دې ډلې یو شمېر ښځې د اعتراض په تور ونیولې.

100%
په کابل او ولایتونو کې طالبانو د طبي زده کړو مرکزونو ته د نجونو پر ورتګ بندیز لګولی دی

نړیوال غبرګون ښيي، طالبان ځان ناګاره اچوي

اروپايي اتحادیې دغه بندیز په کلکه وغنده او دا یې له بشري حقونو د طالبانو یوه ستره سرغړونه وبلله. دې اتحادیې په یوه اعلامیه کې وویل، چې « دا پرېکړه به د افغانستان بشري ناورین ژور کړي او خلک به لا ډېر وکړوي».

ملګرو ملتونو هم ورته غبرګون وښود او ټینګار یې وکړ، چې د داسې بندیزونو په شتون کې د د طالبانو د رسمیت پېژندنې احتمال ډېر لږ دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت مشرې روزا اوتنبایوا وویل، چې « د دغه بندیز اغېزې به یوازې نن نه، بلکې د راتلونکو کلونو لپاره ژورې او څرګندې وي».

د ډسمبر پر څلورمه د یونیسف اجراییه رییسې کاترین رسل وویل: « دغه بندیزونه به نه یوازې د ښځو د ټولنیز مشارکت وړتیا نوره هم محدوده کړي، بلکې د ټول افغان ولس روغتیا به اغېزمنه کړي». یونیسف پر طالبانو غږ وکړ، چې ښځو ته د طبي زده کړو د دوام اجازه ورکړي.

د رسمي معلوماتو له مخې، په ټول افغانستان کې يوازې له شپږم ټولګي لوړې ۱.۴ ميليونه نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي. د نړیوالې روغتیا ادارې د رپوټ له مخې، د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې د افغانستان په ۱۶۷ دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې شاوخوا ۴۵۰ زره ښځینه محصلانېپر زده کړو د طالبانو د بندیزونو له امله له ټولګیو وتلو ته اړې شوې دي. په دې شمیر کې هغه ۳۵ زره نجونې او میرمنې هم شاملې دي چې روغتیايي زده کړې یې کولې.

د ښځو د ملاتړ سازمانونو ويلي، چې د نجونو پر زده کړو له بندیزونو وروسته په ګڼو سیمو کې له زده کړو بې برخې داسې نجونې موندل کېږي، چې له ښوونځيو او پوهنتونونو د لرېوالي له امله په ژور خفګان او رواني ستونزو اخته شوې دي.

د طالبانو پر دغه بندیز افغان سیاستوالو، د نړۍ ګڼو هېوادونو او سازمانونو هم توند غبرګونونه ښودلي، خو طالبانو دغو غبرګونونو ته تر اوسه قانع کوونکی ځواب نه دی ویلی.

طالبانو په تېرو څه باندې دريو کلونو کې په پرله پسې ډول پر زده کړو د بنديزونو لرې کېدو ژمنې ورکړې دي. ددې ډلې د « امر ثاني» اصطلاح اوس په عامه کچه خلک د طنز په ډول کاروي، خو یو تریخ طنز.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزير ندامحمد نديم د نجونو د ښوونځیو او د ښځو پر مخ د پوهنتونونو د پرانېستل کېدو په تړاو پوښتنو باندې بندیز ولګاوه او ددې ډلې مشر له خپلو وزیرانو او مامورانو په جدي ډول غوښتي، چې د نجونو د زده کړو اړوندو بحث ته نور د پای ټکی کیږدي.

خو د حاجي شېرمحمد لپاره چې لوڼو یې په شخصي او دولتي ښوونیزو مراکزو کې په شخصي لګښت زده کړې کولې، دا حالت نه قانع کوونکی دی او نه د زغم وړ: « درې نیم کاله د زده کړو په بهیر کې ډېره فاصله ده. که ښوونځي او پوهنتونونه همداسې بند پاتې وي، مجبور یم چې د خپلو لوڼو د راتلونکي په خاطر له هېواده کډه بار کړم».