• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

څلور ورځنۍ لوبه؛ افغان ابدالیانو له سریلانکا د ۳۰۸ منډو په توپیر ماتې ومنله

۱۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲ می ۲۰۲۵، ۲۲:۵۴ GMT+۱

افغان ابدالیانو لوبډله د سریلانکا الف لوبډلې پر خلاف په څلور ورځنۍ لوبه کې د ۳۰۸ منډو په توپیر له ماتې سره مخ شوه.

دا لوبه د ابوظبۍ په کرېکټ لوبغالي کې وشوه او د سریلانکا الف لوبډلې د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې ۴۰۶منډې وکړې. لاهېرو اودارا ۱۰۷ او سونال دینوشا ۱۰۴ منډې جوړې کړې . د افغان ابدالیانو له‌خوا ځوان توپ‌اچونکي بشیراحمد د سیالې سریلانکایۍ لوبډلې ۴وېکټي ترلاسه کړې.

په ځواب کې افغان ابدالیانو د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان یوازې ۱۶۸ منډې وکړې. په دې پاڼۍ کې افسرخان ځاځي ۵۴ او ضیا شریفي ۲۲ منډې وکړې.

سریلانکایي توپ اچوونکي ایشته وجیساندرا او تهارندو رتاناياکه د افغان لوبډلې پر وړاندې ښه وځلیدل. وجیساندرا ۶ ویکټې ترلاسه کړې.

په دویمه پاڼۍ کې د سریلانکا الف لوبډلې بیا ۳۷۶ منډې جوړې کړې او څلور لوبغاړي یې وسوځېدل. نوانیډو فرناندو ۱۰۲ او پاوان رتاناياکه ۱۰۰ منډې جوړې کړې.

افغان ابدالیانو د دویمې توپ‌وهنې پر مهال ښه مقاومت وکړ، خو پایله یې بدله نه شوه. دوی ۳۰۶منډې وکړې. درویش رسولي ۱۲۱ او افسر خان ځاځي ۸۲ منډې جوړې کړې.

وجیساندرا یو ځل بیا په دې پاڼۍ کې د افغان توپ وهونکو پر وړاندې ښه وځلېد او ۴ وېکټې یې ترلاسه کړې.

که څه هم افغانستان د لوبې په وروستیو کې هڅه وکړه چې دا سیالي مساوي کړي، خو د سریلانکا الف لوبډلې افغان توپ‌وهونکي را ایسار کړل او د ۳۰۸ منډو په توپیر یې ځان بریا ته ورساوه.

د یادونې ده چې له دې وړاندې هم د افغانستان، اېرلېنډ او سریلانکا د درې‌اړخیزې لوبلړۍ دوه پنځوس اوریزې سیالۍ د سریلانکا الف لوبډلې ګټلې وې او دا لوبلړۍ یې په خپل نوم کړې وه.

ډېر لیدل شوي

غواړئ وزن کم کړئ؟
۱
روغتیا او ژوند

غواړئ وزن کم کړئ؟

۲

مدني بنسټونو د طالبانو د ځواب ویلو لپاره د عملي ګامونو غوښتنه کړې ده

۳

د پاکستان او طالبانو ترمنځ هوايي بریدونو او نښتو اړیکې له کړکېچ سره مخ کړ

۴

ریچارډ بېنېټ: د طالبانو د حساب ورکونې لپاره نړیوال میکانیزم د جوړېدو په حال کې دی

۵

شهباز شریف ملګرو ملتونو کې: ټي‌ټي‌پي او بلوڅ وسله‌وال له افغانستان څخه پاکستان ګواښي