• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سره صلیب او سرې میاشتې د راستنیدونکو کډوالو لپاره د ۲۵ میلیونه فرانکو غوښتنه وکړه

۱۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲ می ۲۰۲۵، ۱۷:۳۷ GMT+۱

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړۍوال فدراسیون له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو د زیاتوالي سره هممهاله د ۲۵ میلیونو سویسي فرانکو بیړنۍ غوښتنه کړي. دغو ټولنو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د بشري مرستو د سرچینو له کموالي سره مخ دي.

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړۍوال فدراسیون دغه اعلامیه د جمعې په ورځ خپره کړې.

اصلاح شوی متن:
په اعلامیه کې راغلي چې د بیړني غبرګون د مرستو سرچینې له سخت کمښت سره مخ دي او له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو د مرستې لپاره یې د ۲۵ میلیونه سویسي فرانکو مرسته غوښتې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې دغه مرستي به د بیارغونې او ټولنې ته د بېرته ورګډیدو په برخه کې ولګول شي.

ه اعلامیه کې ویل شوي: «هغه بشري ننګونې چې راستنېدونکي ورسره مخ دي، ژورې او زړه‌ماتونکې دي. ډېرو خلکو په پاکستان کې خپل ژوند، شتمنۍ او ثبات قرباني کړی دی، خو یوازې د افغانستان ته د راستنېدو پر مهال له سختو ستونزو سره مخ شوي دي. ماشومان، چې له وړاندې له ګڼو ګواښونو سره مخ ول، اوس له خوارځواکۍ کړیږي او ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري.»

د افغانستان لپاره د سره صیلب او سرې میاشتې ټولنو د فدراسیون مشر احمد سلیمان وايي:«دا بحران په خطرناکه توګه پراخیږي او اغیز به یې پر مېلیونونو هغو خلکو وي، چې لا له وړاندې هم زیانمن شوي دي. زموږ لومړنیی تمرکز دادی چې اړینو کسانو ته بیړنۍ مرسته ورسوو.»

د سره صلیب او سرې میاشتې نړۍۍوالې ټولنو په اعلامیه کې ویل شوي، چې یوازې په تېره میاشت کې له پاکستان څخه نږدې ۱۴۵ زره افغانان بېرته افغانستان ته راستانه شوي او له دې سره په ۱۸ میاشتو کې د بېرته راستانه شویو افغانانو شمېر نږدې یو میلیون کسانو ته ورسید.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د امریکا ایف بي ای یو افغان د جعلي اسنادو له لارې امریکا ته د ننوتو په تور نیولی دی

۱۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲ می ۲۰۲۵، ۱۵:۳۰ GMT+۱

یو افغان، چې ځان یې له امریکايي ځواکونو سره همکار معرفي کړی و، د جعلي اسنادو په وسیله امریکا ته داخل شوی او اوس د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې (ایف بي ای) له‌خوا نیول شوی دی.

د نیویارک لوېدیځې څارنوالۍ دفتر د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې "دلبر ګل دلبر" چې خپل نوم یې "دلبر ګل تاج علي خان" هم ښودلی، د ځانګړې کډوالۍ وېزې (SIV) لپاره یې جعلي اسناد کارولي دي. د څارنوالۍ چارواکي وايي، نوموړي ته تر ۱۰ کلونو د بند سزا اټکل کېږي.

امریکايي څارنوالانو ویلي، چې دلبر ګل په ۲۰۱۶ او ۲۰۲۱ کلونو کې د امریکا د ځانګړۍ کډوالۍ ویزې (ایس ای وي) لپاره غوښتنلیکونه سپارلي وو، خو له جعلي تصویب‌لیک، دروغجن کاري سند او جعلي سپارښت‌لیک سره. د همدې اسنادو پر بنسټ، نوموړی د ۲۰۲۴ کال په اپرېل میاشت کې امریکا ته داخل شو او ورته د دايمي اقامت کارت یا "ګرین کارډ" هم ورکړل شو.

څېړنو ښودلې چې هغه کمپنۍ چې د دلبر ګل لپاره یې د کار سند صادر کړی، په پراخه کچه د جعلي اسنادو کاروبار کاوه. همداراز، د سپارښت‌لیک صادرونکی هم د هغو کسانو له ډلې و، چې د درغلیو له لارې د کډوالۍ اسناد پلوري.

دلبر ګل دا مهال نیول شوی او ټاکل شوې ده چې د مې په ۹مه نېټه محاکمه شي.

امریکايي چارواکو ویلي، چې نوموړی د فدرالي تحقیقاتو ادارې (ایف بي ای)له‌خوا نیول شوی او تر هغو چې محکمه پرې وروستۍ پرېکړه ونه کړي، یوازې تورن بلل شوی، نه مجرم.

امریکا کې یو افغان د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) د جعل کارۍ په تور نیول شوی

۱۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲ می ۲۰۲۵، ۰۴:۲۶ GMT+۱

امریکایي رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د فدرالي څېړنو ادارې (ایف بي ای) په راچسټر ښار کې د دلبر ګل په نوم یو افغان نیولی، چې په جعلي اسنادو یې د کډوالۍ ځانګړې ویزه (SIV) ترلاسه کړې وه. نوموړی په ۲۰۲۳ کال کې له خپلې مېرمنې او پنځو اولادونو سره امریکا ته تللی دی.

د کډوالۍ ځانګړې ویزه په افغانستان او عراق کې د امریکایي ځواکونو ژباړونکو او متحدینو ته ورکول کېږي.

تر دې دمخه هم څو ځله په دغه بهیر کې د جعل کارۍ قضیو په تړاو اندېښنې راپورته شوې وې او ځینې کسان په دې تړاو نیول شوي وو.

راپورونه وایي، چې دلبر ګل د امریکا د دایمي استوګنې سند (ګرین کارډ) هم ترلاسه کړی دی.

نوموړی د پنجشنبې په سهار په خپل کار ځای کې نیول شوی او ورپسې ځایي پولیسو د هغه کور هم پلټلی دی.

دغه افغان فډرالي محکمې ته هم وړاندې شوی او د قاضي له لوري د «تېښتې خطر» له کبله په موقتي بند کې پاتې شوی دی.

محکمې ویلي، چې د دلبرګل په تړاو څېړنې کوي، چې نوموړي په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو سره د ژباړن په توګه کار کړی که نه.

د محکمې د اسنادو له مخې، هغه لومړی ځل په ۲۰۱۶ کال کې د «دلبر ګل تاج علي خان» په نوم د SIV وېزې غوښتنه کړې وه، خو د کافي اسنادو نه درلودو او د یوه تاییدي لیک (ریکامنډېشن لېټر) د نه لرلو له امله یې په کابل کې د امریکا سفارت غوښتنه رد کړې وه.

هغه په ۲۰۱۷ کې بیا هڅه کړې وه او په هغه ځل یې داسې یو تایید لیک وړاندې کړ چې تاریخ یې د هماغه پخواني رد شوي غوښتنلیک سره یو شان و، خو بیا یې هم غوښتنه د ۲۰۱۸ کال په جنورۍ کې رد شوه.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې دلبر ګل یو ځل بیا د SIV لپاره غوښتنه وکړه او دا ځل یې داسې اسناد وړاندې کړل چې ګواکي دی له ۲۰۱۷ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه تر ۲۰۱۹ کال د اګست تر ۱۰مې نېټې پورې په یوه امریکايي شرکت کې ژباړن پاتې شوی.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څېړنو وښودله چې یاد شرکت یو جعلي سازمان و، چې د جعلي اسنادو له لارې یې پیسې اخیستې او ټول تایید لیکونه یې جعلي ثابت شوي دي.

همداراز هغه یو تایید لیک هم وړاندې کړی و، چې د مانویل ری جیمز په نوم کس لاسلیک کړی و.

خو د ایف بي ای څېړنې ښيي چې جیمز د دولت غړی نه و او د جعلي برېښنالیک له ادرسه یې کار اخیستی و، چې له نظامي ایمیلونو سره یې ورته والی درلود.

نوموړي د جعلي اسنادو په بدل کې له خلکو پیسې اخیستلې.

دا قضیه داسې مهال رسنیزه کیږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانانو په ګډون د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو د ورتلونکو کډوالو پروګرامونه ځنډولي دي.

د ټرمپ د دغه پرېکړې له مخې د امریکایي ځواکونو او ادارو نږدې ۲۰۰ سوه زره افغان متحدین اغېزمن شوي دي.

د پاکستان له زندانونو ۵۸ خوشي شوي افغان کډوال افغانستان ته ستانه شول

۱۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱ می ۲۰۲۵، ۱۱:۴۳ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وایي، ۵۸ افغان کډوال چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د استوګنې اسنادو د نشتوالي له امله نیول شوي وو، له لنډمهالي بند وروسته د غویي میاشتې پر ۱۰مه نېټه افغانستان ته راستانه شول.

د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي امریت د ثبت او هرکلي کمېټې د معلوماتو له مخې، یاد کسان له یو تر پنځو ورځو پورې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې بنديان وو. راخوشي شوي کسان د بایومټریک ثبت او لومړنیو بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي مېنو ته لېږدول شوي.

د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، چې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ هڅه کوي د کډوالو ستونزې تعقیب کړي او د هغوی د بېرته ستنیدو بهیر اسانه کړي.

تېره ورځ (چهارشنبه) هم د پاکستان له زندانونو شاوخوا ۱۰۰ افغان بندي کډوال خوشي او هېواد ته ستانه شوي دي.

پاکستان له څه باندې یوه کال راهیسې په ځانګړې توګه په وروستیو میاشتو کې له دې هېواده د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه کړې ده.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، چې د اپرېل میاشتې له پیله تر اوسه پورې ۱۲۰زره کډوال له پاکستان نه اېستل شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان: له افغان کډوالو سره د مرستو اړتیاوې په چټکۍ لوړې شوې

۷ غویی ۱۴۰۴ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۵، ۱۳:۳۴ GMT+۱

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، په تېرو ۲۳ ورځو کې له پاکستان نه راستنو شویو نږدې سل زره افغان کډوالو سره یې مرستې کړې دي. دغه سازمان ویلي، چې له پاکستان نه د کډوالو د بېرته راستنېدو بهیر سره سم د بشري مرستو اړتیاوو کچه په چټکۍ سره لوړه شوې.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د یکشنبې په ورځ وویل، چې د اپریل میاشتې له څلورمې نېټې راهیسې یې تردې دمه له پاکستان څخه نږدې سل زره راستانه شوي افغان کډوال ثبت کړي دي.

یاد سازمان ویلي، چې د خپلو بشري مرستو شریکانو سره یوځای تازه راستنېدونکو کډوالو لپاره د بیړنیو مرستو خدمات وړاندې کوي.

پرهمدغه مهال د کډوالۍ نړیوال سازمان اندېښنه ښودلې، چې د بشري مرستو اړتیاوې په چټکۍ سره مخ پر زیاتېدو دي او د بیړنیو مرستو لا ډیرو سرچینو ته اړتیا لري.

څو ورځې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي و، چې د اپریل میاشتې له پیل څخه له پاکستان نه ۱۲۰ زره افغان کډوال په جبري توګه راستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال له پاکستان نه په ډیر شمېر کې د افغان کډوالو د راستنېدو په اړه اندېښښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې په راتلونکو اونیو کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره نړیوالو مرستو ته جدي اړتیا لري.

د خیر ښیګڼې نړیوالو سازمانونو په داسې حال کې په افغانستان کې د بیړنو مرستو د اړتیا د زیاتوالي په اړه اندېښنې ښودلې، چې نږدې هره ورځ پاکستان او ایران لسګونه افغان کډوال په جبري توګه بېرته افغانستان ته ستنوي.

ایران: د افغان کډوالو شمېر ۶.۱ مېلیون ته رسېدلی او د کډوالۍ وده درېدلې ده

۶ غویی ۱۴۰۴ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۵، ۱۳:۰۰ GMT+۱

د ایران رسنیو د دغه هېواد د پارلمان د ملي امنیت او بهرني سیاست کمېتې له قوله راپور ورکړی، چې دمګړۍ په ایران کې ۶.۱ مېلیون افغان کډوال مېشت دي او د افغانانو د کډوالۍ د زیاتوالي کچه ثابته پاتې شوې او زیاتوالی پکې نه دی راغلی.

د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرني سیاست کمېټې ویاند ابراهیم رضايي وايي، تېره ورځ د دغه هېواد د پارلمان په غونډه کې چې د ایران د امنیتي او کډوالۍ چارو لوړپوړو چارواکو هم ګډون درلود، د ایران د مهمو مسایلو ترڅنګ د دغه هېواد په شمال ختیځ کې د خراسان رضوي ولایت د مشهد ښار د زیربناوو د فشار او پدغه ښار کې د ۱.۲ مېلیونو افغانانو په ګډون له خدماتو څخه د بې برخې د ۲.۲ مېلیونو ایرانیانو په اړه بحثونه وشول.

رضايي د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو چارو رییس یار احمدي له قوله ویلي، چې ایران ته د افغانانو د کډوالۍ وده درول شوې ده او دمګړۍ په دغه هېواد کې ۶.۱ مېلیون افغان کډوال مېشت دي.

ښاغلی رضايي وايي، د پارلمان په دغه غونډه کې د کډوالو له امله پر ایراني وګړو د اقتصادي فشارونو، روغتیا، زدکړو او نورو مسایلو په اړه هم بحثونه وشول او د انساني قاچاقي شبکو پر وړاندې د مبارزې پر هڅو ټینګار وشو.

د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرني سیاست کمېټې ویاند وايي، ایراني چارواکو له افغان کډوالو سره د متوازنې او مدبرانه پالیسۍ غوښتني ترڅنګ د ایران پر سرحدونو باندې د کنټرول د سختیدو او له طالبانو سره د کډوالو په اړه د ډيپلوماټیکو خبرو اترو د پراخېدو غوښتنه هم کړي ده. او وايي، د ناقانونه کډوالو پر وړاندې دې قاطع ګامونه پورته شي.

سره له دې چې د ایران له خوا هره ورځ نږدې سلګونه افغانان بېرته افغانستان ته ستنول کیږي، خو ایراني رسنیو ویلي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسي په دغه هېواد کې د ناقانونه افغان کډوالو شمېر ډیر شوی، چې له امله یې د دغه هېواد لپاره جدي ټولنیزې او اقتصادي ستونزې رامنځته کړيي دي.