نریندرا مودي: ژمن یو چې د ترهګرو او د هغوی د ملاتړ کوونکو پر وړاندې پرېکنده اقدام وکړو
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د ترهګرو او د هغوی د ملاتړ کوونکو پر وړاندې به پرېکنده اقدام وکړي. د پهلګام له ترهګریز برید وروسته، د هند او پاکستان ترمنځ سخته ډیپلوماتیکه سیالي پیل شوې، چې دواړه هېوادونه هڅه کوي نړيوال ملاتړ ترلاسه کړي.
د دغو ډیپلوماتیکو هڅو په لړ کې نن نریندرا مودي د انګولا هېواد له ولسمشر جواو لورینکو سره په نوي ډیلي کې خبریالانو ته وویل: «مونږ د انګولا څخه مننه کوو چې د پولې هاخوا(پاکستان) ترهګرۍ پر وړاندې زمونږ په مبارزه کې ملاتړ کوي.»