د حوثیانو رسنۍ: امریکا د یمن د پلازمېنې په شاوخوا کې هوایي بریدونه وکړل

د حوثیانو رسنیو راپور ورکړ، چې امریکا په شپږو هوایي بریدونو سره د یمن د صنعا ښار پر بني حشیش بریدونه وکړل. العربیه د سرچینو په حواله وایي، چې درنو چاودنو د یمن پلازمېنه ولړزوله او امریکا همداراز په درېیو هوایي بریدونو سره د صعده ښار په ختیځ کې د حوثیانو اډې په نښه کړې.