پاکستان خپلو بندرونو ته د هندي کښتیو ننوتل منع کړل

د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ دوام؛ پاکستان خپلو بندرونو ته د هندي کښتیو پر ننوتلو بندیز ولګاوه. د پاکستان د سمندري چارو وزارت ويلي، له دې وروسته به هغو کښتيو ته چې د هند بېرغ لري اجازه ورنه کړي چې د پاکستان بندرونو ته ننوځي.