د پاکستان د دفاع وزیر: د هند له خوا د برید ګواښ لا هم کم شوی نه دی

د پاکستان د دفاع وزیر وايي، د هند له خوا ګوښونه لا هم پر خپل ځای پاتې دي او نه دي کم شوي. خواجه اصف وايي، د نړۍ مهم هېوادونه هڅه کوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ناندریو د زیاتیدو مخه ونیسي.

د پاکستان جیو نیوز د دغه هېواد د دفاع وزیر خواجه اصف له قوله خبر ورکړی، چې که هند د پاکستان پر وړاندې کوم اقدام وکړي نو ورته ځواب به ورکړل شي.

خواجه اصف ویلي، چې پاکستان د سولې پلوی دی او د پهلګام د پېښې په اړه یې د څېړنو وړاندیز کړی دي.

هغه زیاتوي، « که پاکستان دا وړاندیز نه وای کړی، ښايي موږ د نړۍ له خوا له توندو څرګندونو سره مخ شوي وای.»

اصف وايي، د پهلګام د پېښې د څېړنو لپاره دې د ځینو هېوادونو ګډ کمیسیون جوړ شي او د یادې پېښې په اړه دې بې پرې راپور وړاندې کړل شي.

د پاکستان د دفاع وزیر ویلي، چې د هند له لوري د تاوتریخوالي دوام سیمه ییز امنیت ته جدي ګواښ دی او پاکستان د خپلو ملي ګټو دفاع ته پوره چمتووالی لري.