د اسراییل دفاع وزیر: هر هغه څوک چې موږ ته زیان رسوي، اووه چنده به یې زیانمن کړو

د اسراییل دفاع وزیر اسراییل کاټز وایي، هر هغه څوک چې دوی ته زیان رسوي؛ دوی به اووه چنده زیان ور واړوي. د میډل اېسټ خبري اژانس د راپور له مخې؛ کاټز دغه خبرداری د اسراییل په بن ګوریون نړۍوال هوايي ډګر د یمن حوثي اورپکو د توغندیز برید په غبرګون ورکړی دی.

د اسراییلي پولیسو د چارواکو په وینا، د حوثي اورپکو له‌خوا توغول شوي توغندي د هوایي ډګر درېیم ترمینل ته نږدې لګېدلي، چې د دوو ښځو په ګډون یې ۸ کسه ټپیان کړي دي.