د کشمیر کشاله؛ د هند هوایي او سمندري ځواکونو قوماندانانو مودي ته د بشپړ چمتووالي ډاډ ورکړی

هندي رسنۍ اېنډین اېکسپرېس راپور ورکړی، چې د هند د هوايي او سمندري ځواکونو مشرانو د دغه هېواد لومړي وزیر نریندرا مودي ته د پهلګام پېښې د غچ اخیستو په تړاو د چمتووالي اړوند معلومات ورکړي دي.

راپور کې راغلي، چې دغو دوو پوځي مشرانو د مودي پر مېز د غچ اخیستلو بېلابېل انتخابونه اېښي دي.