ملګري ملتونه: اپرېل میاشت کې له ایران او پاکستان نه تر ۲۸۰ زرو ډېر کډوال ستانه شوي دي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي، چې یوازې په تېرې اپرېل میاشت کې له ایران او پاکستان څخه تر ۲۸۰ زرو ډېر کډوال ستانه شوي دي. دغه بنسټ د یو راپور په خپرولو سره ویلي، ستانه شوي افغان کډوال اوس له یو ناروښانه راتلونکې سره مخ دي.