بنیامین نتنیاهو: په غزه کې به نوي عملیات د تېر په پرتله «ډیر شدید» وي

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې د غزې په تړانګه کې نوي عملیات به د تېرو په پرتله «ډیر شدید» وي. د رویټرز د خبر له مخې، نتنیاهو په یوه ویډیوي پیغام کې د پوځي عملیاتو د خبرداري ترڅنګ ویلي، چې د اسراییلي وګړو د خوندیتوب لپاره به له غزې څخه ډیر فلسطینیان انتقال کړي.

بلخوا بیا د اسراییل یوه دفاعي چارواکي ویلي، چې دا عملیات به منځني ختیځ ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سفر مخکې پیل نه شي.