د اسراییل امنیتي کابینې د غزې د برید پلان تصویب کړ

د الجزیرې د راپور له مخې؛ د اسراییل امنیتي کابینې پر غزې د خپل برید پراخولو او په پوځي توګه د ټولې سیمې د نیولو پلانونه تصویب کړل. له بل پلوه د اسراییل کابینې د لسګونه زره احتیاطي سرتېرو غوښتنه هم کړې ده.

د اسراییل د پوځ مشر وايي، چې دغه پرېکړه پر حماس ډلې د فشارونو د لازیاتوالي په موخه شوې ده.
په راپور کې راغلي، چې دغه پرېکړه د یوې داسې معاملې لپاره هم شوې، چې له مخې به یې د حماس سره ټول اسراییلي یرغمل شوي کسان خوشې شي.