د سوریې د انتقالي حکومت مشر احمد الشارع فرانسې ته سفر کوي

د فرانسې د جمهوري ریاست ماڼۍ، دغه هېواد ته د سوریې د انتقالي حکومت مشر احمد الشارع د سفر خبر ورکړی دی. د فرانس ۲۴ خبري اژانس په راپور کې راغلي، چې احمد الشارع به سبا په پاریس کې د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره وګوري او په دوه اړخیزو همکاریو به خبرې وکړي.