هندي رسنۍ: پر پاکستان د هند په بریدونو کې تر ۸۰ ډېر «ترهګر» وژل شوي دي

د هند انډیا ټوډې ورځپاڼې د لوړپوړو امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د چهارشنبې په سهار هندي ځواکونو په پاکستان او د دغه هېواد تر ولکې لاندې کشمیر کې د «ترهګرو» پر مرکزونو د بریدونو کې له ۸۰ ډېر «ترهګر» وژلي دي.