د هند پوځ: په کشمیر کې د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې درې ملکي هندیان وژل شوي

د هند پوځ وایي، چې په کشمیر کې د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې درې ملکي کسان وژل شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې پر پاکستان د هند د بریدونو په پایله کې ۸ کسان وژل شوي او ۳۳ نور ټپيان دي.