پاکستان د هند شارژدافیر احضار کړ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هند شارژدافیر احضار کړ او هغه ته یې پر پاکستان او د دغه هېواد تر ولکې لاندې کشمیر کې د هند د بریدونو په اړه اعتراض وړاندې کړی دی. خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه ډول کړنې د سیمې سوله او امنیت ګواښي.