برېتانیا د هند او پاکستان ترمنځ د شخړو په کمولو کې همکارۍ ته چمتووالی ښودلی
د برېتانیا د سوداګرۍ وزیر جوناتن رینالډز ویلي، برېتانیا چمتو ده چې د تاوتریخوالي کمولو لپاره د هند او پاکستان دواړو ملاتړ وکړي.
هغه له اسوشیېټېډ پرېس سره په مرکه کې ویلي: «موږ د دواړو هېوادونو ملګري یو او د دواړو هېوادونو ملاتړ ته چمتو یو. موږ د دواړه هېوادونه سره د سیمهییز ټیکاو، خبرو اترو او د تاوتریخوالي کمولو په برخه کې هر ډول ملاتړ ته چمتو یو.»