چین له هند او پاکستان غوښتي، چې له نورو اقداماتو دې ډډه وکړي

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان ویلي، چې پاکستان د هند پوځي اقداماتو ته په کلکه ځواب ورکړی؛ خو هغه په دې تړاو ډېر جزییات نه دي ورکړي. هغه له دواړو خواوو غوښتي، چې د یو بل پر وړاندې دې له نورو اقداماتو ډډه وکړي.