امریکا له طالبانو سره تعامل تایید کړ

د امریکا متحده‌ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت افغانستان انټرنشنل ته له طالبانو سره د دغه هېواد تعامل تایید کړ.

نوموړی وزارت وايي، چې د دغه تعامل موخه له امنیتي ګواښونو څخه د متحده‌ایالاتونو خوندي‌توب او د امریکایي برمته‌شویو کسانو بېرته راستنېدل دي.

یاد وزارت په دې تړاو نور جزییات نه دي وړاندې کړي.