• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

چین او پاکستان د طالبانو سره ګډه غونډه کوي

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۲۱:۳۶ GMT+۱

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د چین له ځانګړي استازي یو شیاویونګ سره ولیدل. سرچینو ویلي، ټاکل شوې د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ درې اړخیزه غونډه د شنبې په ورځ په کابل کې جوړه شي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د جمعې په ورځ د (غويي ۱۹مه) په کابل کې په خپله لومړۍ رسمي لېدنه کې د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي سره ولیدل.

هغه د نورو جزییاتو له ورکولو پرته د ليدنې عکس خپور کړی.

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي؛ټاکل شوې د شنبې په ورځ د غويي په ۱۰مه د چین او پاکستان د استازو او د طالبانو د چارواکو په ګډون درې اړخیزه غونډه جوړه شي.

سرچینو د« افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د کابل درې اړخیزه غونډه» په اړه ویلي، چې تمه کیږي په دې ناسته کې به د سیمه ییزو مسلو، سوداګرۍ، ډیپلوماتیکو همکاریو او امنیتي مسلو په اړه بحث وشي.

که څه هم هیڅ یوې خوا په رسمي ډول د کابل، اسلام اباد او بیجینګ ترمنځ د درې اړخیزې غونډې په اړه تبصره نه ده کړې؛ خو د محمد صادق سفر او د چینایي استازي سره د هغه لیدنه د دې غونډې لپاره د چمتووالي نښه ګڼل کیږي.

پاکستان او چین لا تر اوسه طالبان په رسمیت ندي پیژندلي؛ خو د طالبانو په وړاندې د دواړو هیوادونو چلندونه بېل دي.

په تیرو څلورو کلونو کې چین، د پاکستان برعکس له طالبانو سره ډیر باثباته او نږدې اړیکې درلودلي، د طالبانو سفیر یې ومانه او د افغانستان له واکمنانو سره یې فعالې ډېپلوماټیکې اړیکې ټینګې کړي دي.

برعکس پاکستان، چې تمه کېده واک ته له رسېدو وروسته به له طالبانو سره نږدې اړیکې ولري، په دوامداره توګه یې دا ډله د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ملاتړ او پناه ورکولو تورنه کړې ده.

هغه ادعا، چې طالبانو په وار وار رد کړې ده.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

منظور پښتین: د پاکستان پوځ پښتانه د پي ټي ایم له ملګرتیا لرې ساتل غواړي

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۱۹:۵۶ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غوځنګ مشر منظور احمد پښتین وايي پاکستان پوځ د هند او پنجاب په موضوع کې پښتانه د پرديو ملاتړ ته هڅوي؛ خو باخبره کسان، سیاسي تنظیمونه او رسنۍ پر پښتنو د ظلم کولو له موضوع ليرې ساتي. هغه ویلي، چې پاکستان پوځ پښتانه د پي ټي ایم له ملګرتيا منعه کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د جمعې په ورځ د (غویي ۱۹مه) په يوې خبرتيا کې له خپلو ولسونو او پښتنو غوښتي، چې له باجوړه تر خیبر تیراه، بنو، ټانک او وزیرستان پوري پر پښتنو د پاکستاني پوځ د ظلم په اړه ږغ پورته کړي.

نوموړي خپلو ملاتړو ته په پیغام کې ویلي:« د لسیزو راهیسې په پښتنو وحشتونه کوونکې پاکستاني ادارې که هر څومره هم دروغجنې پروپاګنډې خپروي، ظلم، جبر، وحشتونه او کمپاینونه کوي. د خپل مظلوم پښتون ولس سره ودریږئ، د ظلم پر وړاندې روان لاریونونو او احتجاجي پرلتونو کې برخه واخلئ. که دا درته ممکن نه وي، نو په رسنیو کې ورته کمپاین وکړئ، او که دا هم ممکن نه وي، نو لږ تر لږه د ظالم او ظلم ملاتړي مه جوړیږئ.»

د پښتین د معلوماتو له مخي، چې د شمالي وزيرستان په مرعلي کې پاکستاني پوځ پر ځايي کلیو د ډرون بریدونه کړي، یوه ښځه په کې ټپې شوې، همدا ډول په خیبر کې د پوځ په توغنديو کې یوه بله مېرمن وژل شوې او پاکستاني پوځ يو شمېر پښتانه ځوانان او مشران له ځان سره وړي او لادرکه دي.

منظور پښتين زياتوي، چې په خپلو ملګرو باور لري: «پاکستاني پوځ ټولنیز رسنیز کسان، او په پښتنو کې د هغوی ملاتړي، نه یوازې دا چې پښتانه د پردیو ملاتړ ته هڅوي، بلکې د پي ټي ایم خلاف دروغجنه پروپاګنډ هم خپروي، تر څو پښتون ملت د پي ټي ایم له ملګرتیا څخه لیرې کړي او د نورو وطنونو په کیسو پسې يې ملګري کړي.»

نوموړي ټينګار کړی، چې په هر وخت او حالت کې به د خپلو خلکو غږ پورته کوي او د حق اخیستلو لپاره به یې هڅې کوي.

په پاکستان کې د امریکا سفارت خپلو ډېپلوماټانو ته خبر ورکړی چې ځانونه خوندي کړي

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۱۹:۲۵ GMT+۱

په لاهور کې د امریکا قونسلګرۍ که څه هم په خپله تازه خبرتیا کې پر خپلو ډېپلوماټانو د تګ راتګ محدودیتونه ليري کړي؛ خو له هغوی یې غوښتنه کړې، چې خپل ځانونه خوندي کړي. سفارت له خپلو ډېپلوماټانو غوښتنه کړې، چې خپلې چارې له خوندي ځايونو تر سره کړي.

په پاکستان کې د امریکا سفارت د جمعې په ورځ د (غويي ۱۹مه) په یوې تازه خبرتيا کې له خپلو ډېپلوماټانو او کارکوونکو غوښتي، چې که د باندې وتل خوندي نه وي، په خپلو ځایونو کې باید پاتې شي.

په لاهور کې د امریکا قونسلګرۍ پر خپلو کارکوونکو د تګ راتګ محدودیتونه هم ليرې کړي دي.

په خبرتیا کې له امريکايي وګړو غوښتنه شوې: «امریکایي وګړي باید هوښيار پاتې شي. که د تاوتریخوالي په سيمه کې ياست، نو باید هغه ځای پرېږدئ او خوندي سیمو ته ولاړ شئ.»

قونسلګرۍ دا هم ویلي، چې امریکايي ډېپلوماټيکې ادارې کولی شي خپلې چارې د امنيتي حالاتو له مخې تنظيم کړي.

د هند او پاکستان تر ترينګلتیا وروسته ډېرو هېوادونو خپلو ډېپلوماټيکو ادارو او کارکوونکو ته په ډهلي او اسلام اباد کې د خوندي ساتلو سپارښتنې کړي او یو شمېر هېوادونو خپل ډېپلوماټان ایستلي هم دي.

امریکا او ایران د یکشنبې په ورځ د اټومي خبرو اترو څلورم پړاو ته موافقه وکړه

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۱۹:۱۰ GMT+۱

د تسنیم نیمه رسمي خبري اژانس د جمعې په ورځ د ایران د پلاوي د یوه غړي په حواله راپور ورکړی چې ایران موافقه کړې چې د یکشنبې په ورځ په عمان کې له متحده ایالاتو سره د غیر مستقیم اټومي خبرو اترو څلورم پړاو ترسره کړي.

یوې سرچینې چې د دغه خبرو اترو په اړه معلومات لري، العربیه انګلیسي ته وویل چې دوی تمه لري چې د متحده ایالاتو ځانګړی استازی سټیو ویټکوف به د یکشنبې په ورځ د څلورم پړاو لپاره عمان ته سفر وکړي.

د خبرو اترو وروستی پړاو، چې په پیل کې د می په دریمه نیټه په روم کې ټاکل شوی و، وځنډول شو، ددغه ځنډ لامل د منځګړي عمان لخوا "لوژستیکي دلایل" په ګوته شول.

تسنیم د ایران د پلاوي د یوه غړي له خولې وویل: "د یکشنبې په ورځ د څلورم پړاو خبرو اترو د ترسره کولو لپاره د عمان د بهرنیو چارو وزیر له وړاندیز وروسته، تهران خپله موافقه اعلان کړه."

"په عمان کې د ایران او امریکا د خبرو اترو څلورم پړاو پای ته رسیدلی دی."

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال له اټومي تړون څخه یې امریکا وایستله، ګواښ کړی چې که د هغه له ادارې سره د اوږدې مودې شخړې د حل لپاره کومه موافقه ونه شي، نو پر ایران به بمباري وکړي.

یوه چینايي کمپنۍ طالبانو ته د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې روزنه ورکوي

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۱۶:۲۶ GMT+۱

د طالبانو د مخابراتو وزارت وايي، چې د لوګر میس عینک کان قراردادي شرکت "ایم سي سي" د دغه وزارت کارمندانو ته د مصنوعي ځیرکتیا، مخابراتي خدماتو او ټېکنالوژۍ په برخو کې روزنه ورکوي.

د دغه وزارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د طالبانو د مخابراتو وزیر نجیب الله حیات حقاني د ام سي سي چینايي شرکت له مشر وانګ جیکینګ سره په لیدنه کې ویلي، چې مصنوعي ځیرکتیا په نړۍ کې په چټکۍ سره وده کوي او یاد وزارت هم غواړي، چې مصنوعي ځیرکتیا وکاروي.

دغه وزارت د ایم سي سي کمپنۍ د مشر له قوله ویلي، چې د میس عینک کان د مدیریت د ښه کولو له‌پاره افغان کدرونه یې چین ته استولي، څو د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د روزنې ترڅنګ د کانونو د فعالیتونو مدیریت او پرمختګ چټک کړي.

همدارنګه په خپره شوي خبرپاڼه کې د حقاني له قوله لیکل شوي، چې د مخابراتو وزارت هڅه کوي، چې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره په همکارۍ د ټېکنالوژۍ په برخه کې پرمختګ کړندۍ کړي.

نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې د مخابراتو وزارت هڅه کوي، چې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د ظرفیتونو په رامنځته کولو او اسانتیاوو برابرولو سره د افغان کدرونو وړتیاوې لوړې کړي.

اوکراین سبا ته د داوطلبو هېوادونو اېتلاف د مشرانو کوربه‌توب کوي

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۱۵:۵۹ GMT+۱

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وايي، چې د شنبې په ورځ به د هغو هېوادونو د مشرانو کوربه‌توب وکړي، چې د “داوطلبو هېوادونو اېتلاف” په نوم سره راټول شوي دي.

دا اېتلاف سږکال د فرانسې او برېتانیې په مشرۍ جوړ شوی او د اروپايي هېوادونو هغه اندېښنه څرګندوي چې وايي، امریکا ښايي نور د اوکراین د درې کلنې جګړې پیاوړی ملاتړې پاتې نه شي.

هغه ویډیو چې د اوکراین ولسمشرۍ ماڼې له لوري خپره شوي زېلېنسکې پکي ویلي:« موږ دې اېتلاف ته اړتیا لرو او باید دومره پیاوړی وي، چې زموږ د ګډ لید له مخې امنیت تضمین کړي.»

اروپايي هېوادونه هڅه کوي، چې د اوکراین له جګړې وروسته د امنیتي تضمینوونو په اړه یوه تګلاره جوړه کړي، خو لا هم د اوربند لپاره هیله نه ښکاري او دا هرڅه د روسیې پر غبرګون او د امریکا د ملاتړ پر څرنګوالي پورې تړلي دي.

اوکراین له خپلو متحدینو څخه غواړي، چې روښانه امنیتي ضمانتونه ورکړي، څو په راتلونکې کې د روسبې د هر ډول احتمالي برید مخنیوی وشي.

همدا راز زېلېنسکې د پنج شنبې په ورځ ویلي و، چې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره یې په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، چې ۳۰ ورځنۍ اوربند به د سولي پر لور د پرمختګ “واقعي نښه” وي او کیف چمتو دی چې دا اقدام ژر تر ژره عملي کړي.

د روسیې او اوکراین ترمنخ دا اوربند ټرمپ په مارچ میاشت کې وړاندیز کړی و. اوکراین دا وړاندیز منلی، خو روسیې ویلي، چې دا اقدام به هغه وخت عملي کیږي، چې د څارنې او‌پلې کولو له‌پاره د باور وړ تګلاري موجود وي.

زېلېنسکې دا نه دي ویلي، چې سبا به کوم مشران د اېتلافي غونډې لپاره کیف ته ورشي، خو د روانې اونۍ په پیل کې د جرمني نوي لومړي وزیر فریدرېښ مېرڅ ویلي وو، چې ډېر ژر به اوکراین ته سفر وکړي.