د برېتانیا حکومت: کډوال په دې هېواد کې له ۱۰ کلن اقامت وروسته د تابعیت غوښتنه کولی شي

اسکای نیوز راپور ورکوي، د برېتانیا حکومت موخه لري څو په دې هېواد کې د مېشتو کډوالو په اړه نوي مقررات اعلان کړي. د دغو مقرراتو له مخې، په برېتانیا کې مېشت کډوال هغه وخت د تابعیت غوښتنه کولی شي، چې لږترلږه یې په دې هېواد کې ۱۰ کاله ژوند کړی وي.