ټرمپ وایي، له چین سره په مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ شوی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د چین او امریکا ترمنځ په مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ شوی او له دغه هېواد سره په ګڼو موضوعاتو کې هوکړې ته رسېدلي دي.
نوموړي پر ټروث خواله رسنۍ کاږلي:« نن مو په سویس کې له چین سره ښه ناسته لرله. پر ګڼو موضوعاتو بحث وشو او په ډېرو یې هوکړې ته سره ورسېدو.»