حماس وایي چې یو اسراییلي-امریکایي یرغمل خوشې کوي

د حماس یوه لوړپوړي غړي خلیل الحیه د یکشنبې په ورځ رویټرز ته وویل، چې ۲۱ کلن اسراییلي-امریکایي یرغمل عدان الکساندر ډېر ژر خوشې کوي. هغه وویل، چې دا یرغمل به د اوربند د هوکړې د ترلاسه کولو او غزې ته د بشري مرستو د داخلېدو د اجازې د هڅو په ترڅ کې خوشې شي.