پر غزې د اسراییل په ننیو بریدونو کې تر دې دمه ۱۷تنه وژل شوي دي
الجزیرې د روغتیایي سرچینو له حوالې خبر ورکړی، چې پر غزې د اسراییلي ځواکونو په ننیو بریدونو کې تر دې دمه لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي دي.
دغه بریدونه په شمالي جبالیه کې پر هغه ښوونځي شوي، چې خلکو پکې پناه اخیستې وه او یو برید هم په مرکزي نصیرات کې پر یوه جومات شوی دی.