وکیل ګوهر: چې له دښمن او پردي سره سوله کېدای شي، نو باید له خپلو خلکو سره هم وشي

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر بیرسټر ګوهر د هند او پاکستان ترمنځ شوي اوربند او خبرو اترو ته په اشارې ویلي، چې له دښمنانو او بهرنیانو سره سوله کېدای شي؛ نو باید له خپلو خلکو سره هم وشي.
هغه له جيونيوز سره په خبرو کې ويلي: «که تاسو د یو چا مور او پلار په زندان کې وساتئ؛ نو د هغوی ماشومان به تر کله ستاسو ملاتړ وکړي؟ دوی به تر کله ستاسو سره غم او ښادي نمانځي او ولې یې ونمانځي؟»
هغه ويلي، ولس اوس یو شوی او غوره ده چې له دغه يووالي ګټه واخیستل شي او عمران خان خوشې شي.
هغه زیاته کړې، د ګوند مشرانو ته باید اجازه ورکړل شي چې د تحریک انصاف له بنسټ اېښودونکي او بشرا بيبي سره وګوري او په سیاسي چاپېریال کې روان تاوتریخوالی کم شي.