د حکمتیار مقاله؛ یو صالح نظام، عدالت او د ملت رضایت غواړو

د افغانستان د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار په دې مقاله کې چې د هغه د دفتر له خوا افغانستان انټرنشنل ته لیږل شوې ده، د هند او پاکستان د وروستیو شخړو په اړه خپل نظر بیان کړی دی.
د هند او پاکستان ترمنځ د خونړیو جګړو لړۍ یوځل بیا پیل شوې ده. دغو دواړو هېوادونو پخوا درې لویې جګړې او ډېرې کوچنۍ جګړې تجربه کړې دي، چې ډېری یې د کشمیر مسالې سره تړاو درلود.
له هغې ورځې راهیسې چې انګریزانو کشمیر په دوو برخو ووېشه، دا سیمه او د دغې سیمې مظلوم خلک په دوامداره توګه د خونړیو جګړو قرباني شوي دي.
له فلسطین وروسته، د کشمیر غمیزه د اسلامي امت په بدن کې یو زوړ او ژور ټپ دی؛ خو دا جګړه د تېرو جګړو څخه په بنسټیز ډول توپیر لري، ځکه چې دا ځل دواړه خواوې اټومي ځواکونه دي.
که چیري دا جګړه کنټرول نه شي او د اټومي وسلو کارولو ته لار هواره شي؛ نو په داسې جګړه کې به هېڅ ګټونکی نه وي او مسوولیت به یې د هغو کسانو پر غاړه وي چې پیل کړې یې ده.
له پاکستان څخه د بنګله دېش د جلا کېدو لامل هم یو له دغو جګړو څخه و او هند په عملي ډول په دغو جګړو کې ونډه لرله. بالاخره بنګله دېش په ۱۹۷۱ کال کې له لویدیځ پاکستان څخه جلا شو او دا جلاوالی هند تر ټولو لویه لاسته راوړنه ګڼله؛ خو د دې پېښې په تړاو په ډېرو اسلامي هېوادونو کې لوی لاریونونه وشول، د بنګله دېش جلا کېدل او په هغه کې د هند لاسوهنه وغندل شوه.
په افغانستان کې هم د مسلمان ځوانانو غورځنګ په زرنګار پارک کې لوی لاریون وکړ او په هغه لاریون کې شهید انجینر حبیب الرحمن یوه اغیزناکه وینا وکړه. زه هغه وخت په زندان کې او د دغو لاریونونو او غونډو څخه محروم وم؛ خو هغه څه چې زه نن د بنګله دېش په اړه لیکم هغه د مسلمان ځوانانو غورځنګ له خوا شاوخوا ۵۴ کاله مخکې دریځ دی دا یو نوی نظر یا بیان نه دی.
له هغه ورځې راهیسې چې بنګله دېش جوړ شو او شیخ مجیب الرحمن واک ترلاسه کړ بیا د مجیب الرحمن د سیاسي ځای ناستې، د هغه لور شیخ حسینه چې هند ته وتښتېده او هلته یې پناه واخیسته پرته له یوې لنډې مودې د دغه هېواد ټول واک د دې کورنۍ په لاس کې و او حکومتولي یې د ډېلي تر اغیز لاندې وه.
د شیخ مجیب الرحمن لور شیخ حسینه پنځه ځله د لومړۍ وزیرې په توګه دنده ترسره کړه، تر هغه وخته چې په ۲۰۲۴ کال کې د دغې کورنۍ د حکومت په وړاندې یو پاڅون پیل شو او د پراخې وینې تویدنې وروسته لاریون کوونکي وتوانېدل چې د لومړۍ وزیرې ماڼۍ ته داخل شي.
حسینه په تېښته بریالۍ شوه او په هند کې یې پناه واخیسته. هند د بنګله دېشي ځوانانو دغه پاڅون او د هند پلوه حکومت د نسکورېدو پړه پر پاکستان واچول، چې په نتېجه کې یې د پاکستان او هند ترمنځ سیالي یو نوي او حساس پړاو ته داخله شوه.
که څه هم پاکستان د امریکا له خوا د افغانستان په اشغال کې پراخه همکاري لرله ـ امریکا د ځمکې او هوا له لارو له پاکستانه داخله شوه او له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۴ پورې ټول امریکايي اکمالات لومړی له پاکستان او بیا له روسیې څخه راتله؛ خو بیا هم امریکا د پاکستان په پرتله هند ته ارزښت ورکړ.
همدا یې لامل و، چې هند د چین پر وړاندې د امریکا ستراتیژیک ملګری ګڼل کېده او پاکستان د چین متحد پاتې شو.
په افغانستان کې د امریکا د حضور پرمهال هند دا فرصت په لاس راوړ، چې یو لوی استخباراتي حضور ولري او د پاکستان په دوو ایالتونو بلوچستان او خېر پښتونخوا کې چې محرومیت احساسوي او د مرکزي حکومت څخه شکایت کوي خپل عملیات پیل کړي.
که څه هم په دې سیمو کې د مرکزي حکومت سره مخالفت کله ناکله په مختلفو بڼو راڅرګند شوی؛ خو د امریکا د ۲۰ کلونو اشغال په جریان کې دې مخالفت جدي او وسله واله بڼه غوره کړه.
ډېری څېړونکي په دې باور دي چې د دې وضعیت اصلي دلیل دا دی، چې امریکا هند ته اجازه ورکړې وه، څو په ازاده توګه خپل استخباراتي فعالیتونه تعقیب کړي. هند ته د ډېرو نورو امتیازاتو سره - سره دا ځانګړی امتیاز هم ورکړل شوی و، چې د افغانستان د ملي امنیت ادارې مشري به تل هند پلوه اشخاصو ته سپارل کېده چې هند د دې ادارې له لارې د پاکستان پر وړاندې اقدام وکړي. د پاکستان پر وړاندې د استخباراتي فعالیتونو لپاره د افغانستان د استخباراتي ادارې د بودیجې لویه برخه د هند له خوا ورکول کېده.
د طالبانو له بیا واکمنېدو او په ځانګړې توګه په ۲۰۲۴ کال کې د بنګله دېش هند پلوه حکومت له نسکورېدو وروسته، د ډېلي او اسلام اباد ترمنځ اړیکې نورې هم ترېنګلې شوې. په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې نه یوازې د خونړیو چاودنو، بریدونو، وژنو پر بسونو او اورګاډو د پراخو بریدونو او د لسګونو دولتي کارمندانو وژنو دوام پیدا کړ، بلکې دا وضعیت د پاکستان نورو ایالتونو ته وغځېد. پاکستاني چارواکو د دې ټولو پېښو پړه د هند پر استخباراتي ادارې واچوله، خو د هند پر وړاندې یې له مستقیم اقدام څخه ډډه وکړه.
له څو کلونو وروسته دا لومړی ځل و، چې د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې پر سیلانیانو برید وشو. هېڅ چا د دې برید مسوولیت په غاړه وانه خیست. که څه هم دا برید د هغو لویو بریدونو په پرتله کوچنی و، چې په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې شوي وو؛ خو د هند غبرګون ډېر چټګ او له تاوتریخوالي ډک و. تر ډېره شنونکي داسې انګیري چې هند د داسې برید لپاره وار له مخې بشپړ چمتوالی نیولی و.
دوی په پاکستان کې د امنیتي پېښو شدت او خپرېدل د دې برید پیلامه وګنله. له وضعیته داسې ښکاري چې هند یوځل بیا خپل بشپړ ځواک په ډاګه کوي او داسې اراده لري، چې د کشمیر پاتې برخه چې د پاکستان تر ادارې لاندې ده ونیسي. په پاکستان کې کړکیچن سیاسي وضعیت، د امنیتي او وسله والو بریدونو شدت، اقتصادي ستونزې او د کابل او اسلام اباد ترمنځ سستي اړیکې هند هڅولی، چې له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي او یوځل بیا د کشمیر د پاتې برخې د نیولو لپاره خپل بخت و ازمايي.
د دې مقالې د لیکلو په وخت کې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه بشپړ او سمدستي اوربند اعلان شو.
دا ګام وروسته له هغه پورته شو، چې پاکستان د هند د بریدونو په ځواب کې پراخ عملیات ترسره کړل او هند د پاکستان د عملیاتو په مخنیوي ونه توانیدي.
د اوربند په اعلان سره زما په څېر ډېر خلک خوشحاله شوي دي، ځکه دوی نه غواړي چې په دې سیمه کې دې بله خونړۍ جګړه وویني. دوی د مظلومو او بې ګناه خلکو د وینې تویولو څخه ځوریږي. دوی یوازې هغه جګړه مشروع ګڼي چې د ځان د دفاع او د یرغلګرو په وړاندې وي، داسې جګړه چې د هېڅ ملکي ژوند او ملکیت ته پکې زیان ونه رسیږي.
موږ د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې د سیلانانو وژنه په هغه ډول غندو لکه څنګه چې په پاکستان یا بل هېواد کې په جوماتونو، عامه غونډو، بسونو او اورګاډو کې بریدونه کیږي غندو. موږ دا کړنې د اجیرو او بې هدفه جنګیالیو کار ګڼو؛ قراردادي قاتلان، بې فرهنګه او بې هدفه، چې هر څوک یې د خپلو ناوړه موخو لپاره ګمارلی شي.
هیڅ ریښتینی مومن، ژمن مسلمان، یا ازادې غوښتونکی مبارز به دا ډول لاره غوره نه کړي.
لکه څنګه چې موږ په خپل هیواد کې عدالت، اسلامي نظام او یو عادلانه حکومت چې د افغانانو لپاره د منلو وړ وي غوښتونکي یو، د ګاونډیو هیوادونو په ګډون په ټولو اسلامي هېوادونو کې د عدالت پلوي او د ظلم مخالف یو. موږ د حقونو دفاع د هر انسان حق ګڼو او موږ د مظلوم څخه دفاع او د ظالم په وړاندې درېدل د هر مسلمان دیني دنده ګڼو.
باید ظلم ونه شي او نه ظلم ونه زغمل شي او د حق او باطل ترمنځ په دې دوامداره مبارزه کې باید هغه طریقه وکارول شي، چې دین او ایمان ټاکلي ده. موږ په هغه اندازه په ګاونډیو هېوادونو کې ناامني او جګړه نه خوښوو، په کومه اندازه چې یې په خپل هېواد کې نه خوښوو.
لکه څنګه چې ټولو هغه کسانو چې هند یې په ټولو برخو کې له پاکستان څخه غوره او پیاوړی ګنلی و، دې جګړې وښودله چې ډېلي غلطه محاسبه کړې وه. لکه څنګه چې ځینو کسان د جګړې له پیل سره خوښي، چکچکي، غلط تعبیرونو، غلط تحلیلونو او د یوې خوا په ملاتړ د غلط پروپاګند سره ملګرتیا کوله؛ خو هرڅه د دوی د تمې خلاف وو.
د پاکستان پوځ په دې جګړه کې ځان بریالی ګڼي او خپله بریا یې په پراخو لاریونونو او غونډو سره ونمانځله. دوی ادعا کوي چې ډېری هندي الوتکې یې رانسکوري او د هند هوایي او دفاعي سیسټم یې فلج کړی دی او په ورته وخت کې د پاکستان الوتکو د هند په لسګونو ښارونو کې د مهمو اهدافو په وړاندې بریالي عملیات ترسره کړي او په خوندي ډول بیرته راستنې شوې دي.
خو په ورته مهال هند دا ادعا ردوي او تر اوربند وروسته هم د «سیندور عملیاتو» د دوام ګواښ کوي.
موږ د هغو کسانو په حالت خواشیني یوو، چې د دې جګړې د پیل په اړه خوښ دي. په دوی کې هغه اشخاص او رسنۍ هم شاملې دي چې یو وخت یې پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل او بیا د امریکا د یرغل په اړه خوښي او خوشحالي کوله. ځینو یې پرته له دې چې چې نن یا سبا به د دې جګړې لوګی، جګړه ځپلي افغانستان ته راورسیږي، په دې شخړه کې د یوې یا بلې خوا ملاتړ وکړ.
موږ انساني ورورولي او قومي مساوات دیني اصول ګڼو. هغه ګوندونه او غورځنګونه چې د قوميت یا سیمې پر بنسټ ولاړ دي، د دې اصولو سره په ټکر کې دي. محروم خلک حق لري چې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه وکړي او هر مسلمان مکلف دی چې د مظلومانو ملاتړ وکړي، خو دا مبارزه باید د هغو شعارونو او ستراتیژیو سره یوځای نه وي چې د وروڼو قومونو ترمنځ کرکه او دښمني رامنځته کړي او د ملتونو او هېوادونو د ویش او تجزیې لامل شي.
د ملت په صفونو کې د یوالي او پیوستون په شعار سره خپل حقونه وغواړئ او د هغوی لپاره مبارزه وکړئ. یو مسلمان نه شي کولی او د هغه ایمان هغه ته اجازه نه ورکوي چې د هغه ګوند یا غورځنګ ملاتړ وکړي، چې د بیلتون غوښتنې او جلاوالي پلوي کوي.
قومي حرکتونه او شعارونه د استعماري قدرتونو له خوا د دوی په مستعمرو کې د ملتونو د وېشلو لپاره ډیزاین شوي وو. اسلام قومي ملتپالنه، قومي شعارونه، قومي تعصب او د دې ډول تعصب لپاره هڅونه غندي.
قران وايي، چې د هر پیغمبر مخالفت د جاهلو قبیلو له خوا شوی و، چې پیغمبر ته یې ویل:«موږ نه شو کولی د خپلو پلرونو دین ستاسو لپاره پریږدو؛ هغه څه چې تاسو وایئ نوي او عجیب دي او موږ دا د خپلو پلرونو په دین کې نه دي لیدلي.»
د قوم او سیمې پر بنسټ د خلکو وېشل او یوې ډلې ته د بلې په پرتله ارزښت ورکول له دیني پلوه منع دي او له عقلي پلوه غیر عادلانه، غیر انساني او زیان رسونکی دی. هر مقصد لرونکی حرکت او مبارزه باید د قومي او سیمه ییزو توپیرونو بنسټ پر ځای باید د حق او باطل، بې عدالتۍ، عدالت، ښه او بد د اصولو پر بنسټ ولاړه وي.
په پاکستان کې، د بلوڅانو د ازادۍ غورځنګ یو داسې غورځنګ دی چې له پاکستان څخه د جلا کېدو او د یو خپلواک بلوڅ دولت د جوړولو غوښتنه کوي، د بل هېواد سره د یوځای کېدو غورځنګ نه دی. تاسو باید پوه شئ چې کله انګریزان له دې سیمې څخه ووتل، نو دوی بلوڅان په درېیو برخو (افغانستان، پاکستان او ایران) وویشل، ځکه چې دوی له انګریزانو سره جګړه کړې وه. لکه څنګه چې د هند مسلمانان په درېیو برخو وویشل: ختیځ پاکستان، لویدیځ پاکستان او هغه مسلمانان چې په هند کې پاتې شول. دوی د کشمیریانو سره هم همداسې وکړل، دوی یې په دوو برخو ووېشل، دوی د پښتنو سره هم همداسې وکړل، د دوی ترمنځ یې د ډیورنډ کرښه راکش کړه. دا کړنې په سیمه کې د دایمې شخړې د رامنځته کولو د هغو مسلمانانو او قبیلو څخه د غچ اخیستلو لپاره وې، چې د برېتانیا په وړاندې یې جګړه کړې وه.
کله چې انګریزانو پر هند یرغل پیل کړ، نو دغه هېواد د مسلمانانو تر واکمنۍ لاندې و. مسلمانانو د اوو پېړیو څخه زیات وخت لپاره هند متحد وساته او د ټولو یرغلونو په وړاندې یې دفاع وکړه. انګریزان ډېر ښه پوهېدل چې که دوی له وېش پرته هند پریږدي، نو واک به یو ځل بیا د مسلمانانو په لاس ولویږي. نن ورځ که چیرې د بلوچستان په نوم یو خپلواک هېواد جوړ شي، نو دا به د ټولې سیمې نقشه کې بدلون راوستلو ته لاره هواره کړي او د ایران او افغانستان بلوڅان به هم وهڅوي چې ورسره یوځای شي. دا حالت به پاکستان، افغانستان او ایران ته د منلو وړ نه وي. یوازینی هېواد چې ښايي دا ډول وضعیت په خپله ګټه وګوري هند دی.
دا به څومره ساده توب وي، که څوک فکر کوي، چې که بلوڅستان د بلوڅ ازادۍ غورځنګ په مشرۍ له پاکستان څخه جلا شي، نو دوی له افغانستان یا ایران سره یوځای شي، یا به افغانانو ته د لوی افغانستان د جوړولو فرصت ورکړل شي؟!
حقیقت دا دی چې د پاکستان تجزیه به د سیمې د نقشې د نوې کېدو لامل شي او د افغانستان د تجزیې لپاره به یوه پیلامه وي. هند به د پنجاب، سند او کشمیر په نیولو راضي نه وي او نه به بلوچستان او خېبر پښتونخوا د سرو زرو په تخته کې کابل ته وسپاري بلکې په کابل کې به خپل ګوډاګی حکومت جوړ کړي.
که هند په خپل ګاونډ کې د بنګله دېش، سریلانکا یا پاکستان په څېر خپلواک او ځواکمن هېوادونه نه شي زغملی، نو څنګه به یو خپلواک او ځواکمن افغانستان ومني چې له پېړیو راهیسې یې پر ډېلي واکمني کړې ده؟
ایا دوی به کله هم د غزنویانو، غوریانو او ابدالیانو واکمني او د دوی په لاس د سومنات ویجاړول هېر کړي؟
تر هغو چې په هند کې واک د افراطي هندو ډلو په لاس کې وي، نه به د هند اقلیتونه خپل بشري حقونه ترلاسه کړي او نه به هند په خپل ګاونډ کې یو ازاد او خپلواک اسلامي حکومت ومني. لکه څنګه چې هند د بنګله دیش په جلا کېدو کې رول ولوباوه په ۱۹۸۰ لسیزه کې یې د تامیل پړانګانو، چې یوه قومي اقلیت ډله ده، مالي او پوځي ملاتړ هم وکړ او له ۱۹۸۷څخه تر ۱۹۹۰ پورې یې ځواکونه په سریلانکا کې په فعاله توګه شتون درلود.
هند یې د یوې خوا ملاتړ یې کاوه او د بلې خوا مخالفت یې کاوه. د شوروي اتحاد پر وړاندې د جهاد پر مهال هند په سیمه کې یوازینی هیواد و چې د روسانو او کمونیسټانو ملاتړ او د مجاهدینو مخالفت یې کاوه.
هرڅوک هغه که افغانان وي یا زموږ ګاونډیان، باید دا حقیقت درک کړي؛ افغانستان نن ورځ په داسې وضعیت کې نه دی چې له چا سره پوځي یا مالي مرسته وکړي. دا هېواد پخپله د نورو مرستو ته اړتیا لري. وضعیت داسې دی چې که بهرنۍ خیریه موسسې خیمې چمتو نه کړي، نو دوی ان د راستنېدونکو کډوالو سره مرسته نه شي کولی. هر هغه څوک چې غواړي د وسله والې مبارزې لاره غوره کړي، باید د افغانانو له تجربې زده کړه وکړي. موږ کمونستانو او بیا شوروي ځواکونو ته ماتې ورکړه. شوروي ځواکونه شاتګ ته اړ شول. دا ماتې او بې وسه شاتګ د متکبر شوروي د امپراتورۍ د سقوط لامل شو.
خو کله چې د مجاهدینو لپاره د اسلامي حکومت د جوړولو وخت راورسید، هغو هېوادونو چې په افغانستان کې د شوروي حضور د ځان لپاره یو جدي ګواښ ګاڼه او د مجاهدینو ملاتړ یې کاوه د مجاهدینو پر وړاندې یوه ګډه جبهه جوړه کړه.
لکه څنګه چې واشنګټن او مسکو د مجاهدینو پر وړاندې ګډ دریځ غوره کړ او خپل سیالي یې یوې خوا ته کړه، ریاض، تهران او نورو سیالو هیوادونو هم همداسې وکړل. د حزب اسلامي ګوند پر وړاندې د جبل السراج ایتلاف هم د همدې سیالو هېوادونو د استخباراتي ادارو په منځګړیتوب او ملاتړ سره جوړ شو.
هیله لرم، چې داسې ورځ راشي، چې په افغانستان او ټوله سیمه کې ریښتینی عدالت او تلپاتې سوله واکمنه شي.