طالبانو له زرو ډېر کسان د «پولیسو د روزنې له مرکز» نه فارغ کړل

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، چې دغې ډلې په ننګرهار او وردګو کې ټول ټال «۱۰۲۰ کسان د پولیسو له مسلکي روزنې او زده کړو» وروسته فارغ کړل. هغه زیاته کړې، چې دغه کسان به په بېلابېلو ولایتونو کې د عامه نظم ټینګښت لپاره هڅې کوي.