د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو پنځم پړاو په روم کې پیل شو

د ایران او امریکا د استازو ترمنځ رسمي خبرې اترې د عمان په سفارت کې، چې روم ښار کې موقعیت لري، پیل شوې دي. که څه هم ایران ټینګار کوي چې دا خبرې غیرمستقیمې دي، خو له دې مخکې، د څلورو پړاوونو تر بشپړېدو وروسته، یو لوړپوړي امریکایي چارواکي د مستقیمو او غیرمستقیمو خبرو راپور ورکړی و.