د مقالې په باور که له يوې خوا دا کار کولای شي د چين نفوذ په سوېلي اسيا کې زيات کړي او له بل لوري هند له هغو پروژو او زېربنايي اتحادونو سره مخامخ کړي چې د چين تر اغېز لاندې دي.
چين به د افغانستان او پاکستان له لارې په سيمه ييزو چارو کې لا ډېر نفوذ ومومي او دا موضوع کېدای شي د هند ونډه او اغېزه په مهمو سيمه ييزو پرېکړو کې کمه کړي.
دا بدلون به د هند د امنيت، سوداګرۍ او بهرنيو اړيکو پر تګلارو هم تاثیرات ولري.
اقتصادي او امنيتي اندېښنې
سربېره پر سياسي او ستراتيژيکو اغېزو، دې پروژه اقتصادي او امنيتي اندېښنې هم زېږولي دي.
هند اندېښنه لري، چې د چين پانګونه به په افغانستان کې زياته شي او دا کار به د نوي ډیلي سوداګريزې او د پانګوالۍ ګټې له خطر سره مخ کړي.
په دغه فلم کې ګڼ شمېر هغه افغانان لیدل کېږي چې له فرانسوي ځواکونو سره یې کار کړی او له فرانسویانو سره یوځای په کابل کې د فرانسې ته پناه وړي. مو بیدا د رسمي مقرراتو خلاف، د خلکو پر مخ د سفارت دروازې د پرانیستلو امر کوي.
که څه هم دغه فلم احساساتي صحنې او قوي موسیقي لري، خو منتقدینو یې ویلي چې د فلم ځینې برخې د فرانسې ملتپالنې رنګ لري او ټول واقعیتونه نه دي.دا فلم د واقعیت د بشپړ انعکاس پرځای د احساساتي ټریلر او کیسې په توګه لیدل کېږي.
د دغه فلم ترڅنګ، په فرانسه کې د کابل په نوم یو ټلوېزیوني سریال هم خپور شوی چې د یوې افغانې مېرمنې له نظره همدا پېښې بیانوي. همداراز، سږکال د کابل فساد په نوم یو بل فلم هم خپور شوی دی.
سپينې ماڼۍ او د امریکا دفاع وزارت په یوه ناسته کې پر دې بحث کړی، چې د دغه هیواد پخوانی دفاعي سیسټم له نوې ټکنالوژۍ سره برابر کړي.
په دې لیدنه کې د دفاع وزارت ویلي، چې له افغانستان نه دامریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د حساب ورکولو بهیر هم پيلوي.
د امریکا دفاع وزارت د عامه اړیکو سلاکار او لوړپوړي مشاور شاون پارنل د دفاع وزير او ډونالډ ټرمپ سره يو ځای د اوونيز راپور پر مهال د «طلايي ګنبد» توغندیو دفاعي ډال اعلان وکړ.
هغه په یوه ويډيو کې وویل: «دا زړور اقدام د امریکا په امنیت کې تاريخي پانګونه ده او زموږ د وطن د ساتنې دنده تر سره کوي.»
کډوالو لپاره د ناروې نړۍوالې کمیټې خبر ورکړی چې له سپټمبر ۲۰۲۳ راهیسې له یو میلیون څخه زیات افغانان له پاکستانه بیرته افغانستان ته لېږل شوي، چې ډېری یې په زور اړ کړل شوي دي. دا بېرته ستنېدل په داسې هېواد کې دي چې له اقتصادي بحران، پراخې بې وزلۍ او امنیتي ستونزو سره مخ دی.
تمه کېږي چې په ۲۰۲۵ کې به نور ۶۰۰ زره افغانان هم بیرته افغانستان ته ستانه شي. همدا راز، په ۲۰۲۴ کې له ایران څخه هم شاوخوا یو میلیون افغانان راستانه شوي دي.