د پښتونخوا په خېبر ولسوالۍ کې د ښوونځي یوه ښوونکي خپل زدهکوونکی په وهلو ډبولو وژلی

د پښتونخوا ایالت د خېبر ولسوالۍ د جمرود سیمې اړوند د یوه دولتي ښوونځي ښوونکي د اتحاد په نوم د پنځم ټولګي یو زدهکوونکی سخت ډبولی او وژلی دی. د پولیسو ځايي مشر نسیم خان افریدي افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې دغه لس کلن ماشوم په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې.