د ایران حکومت: د اسراییلي بریدونو له امله خلکو ته اوښتي زیانونه به جبران شي

د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان د حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني په ټولنیزې شبکې ایکس لیکلي چې د اسراییل د وروستیو بریدونو له امله خلکو ته د اوښتو زیانونو تاوان به د قانون له مخې ورکړل شي.
هغې ویلي چې حکومت د خلکو ترڅنګ ولاړ دی او د خساراتو ارزونه روانه ده، څو د جبران پروسه ژر پیل شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په تېرو ورځو کې د اسراییل د هوايي بریدونو له امله په تهران او نورو سیمو کې ګڼ ملکي ځایونه زیانمن شوي دي.
د ایران د حکومت ویاندې په ورته وخت کې ویلي:«موږ هیڅکله جګړه نه ده غوښتې. موږ خپله ټوله هڅه وکړه چې په جګړه کې ښکېل نه شو.»
فاطمه مهاجراني زیاتوي، سره له دې چې بې باوري وه، موږ خبرې اترې وکړې او غوښتل مو چې خبرې اترې پایلې ته ورسیږي.
