• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو کندهار کې د اختر لمانځه پرمهال مخابراتي شبکې او انټرنېټ په لنډمهالي ډول بند کړي وو

۲۸ کب ۱۴۰۴ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۶:۱۶ GMT+۰

له کندهار نه ځایي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د اختر لمانځه پرمهال مخابراتي شبکو فعالیت او انټرنېټ د شاوخوا درې ساعتونو لپاره پرې وو. د طالبانو ځایي امنیتي سرچینو هم ویلي، چې دغه اقدام په هر اختر کې د امنیتي تدابیرو لپاره ترسره کېږي.

په کندهار کې سږکال هم د کوچني اختر لمونځ د عیدګاه جومات ترڅنګ د ښار په بېلابېلو برخو کې ادا شو. د کندهار ځایي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د ښار په ټولو برخو کې په ځانګړي ډول د اختر لمونځ لپاره په جوماتونو کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو.

ښاریانو ویلي، چې د سهار له ۶ بیا تر څه باندې ۹ بجو پورې مخابراتي شبکو او انټرنېټ هم کار پرېښی و. په کندهار کې د یوه خصوصي‌ مخابراتي شرکت کارکوونکي ویلي، چې طالب استخباراتو دوه ورځې وړاندې په همدې ساعتونو کې دوی ته د نه فعالیت سپارښتنې کړې وې.

امنیتي سرچینو بیا ویلي، چې دغه اقدام یې د امنیتي تدابیرو په موخه ترسره کړی او هر کال د اختر لمانځه پرمهال د څو ساعتونو لپاره مخابراتي شبکې او انټرنېټ پرې کوي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۳
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۴

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

د ملاحسن اختریز پيغام: د پاکستان بریدونه تجاوز، جنایت او نه بښوونکی جرم دی

۲۸ کب ۱۴۰۴ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۶:۰۰ GMT+۰

د طالبانو د رییس الوزرا ملاحسن اخوند په اختریز پيغام کې پر افغانستان د پاکستان بریدونه «تجاوز، جنایت او نه بښوونکی جرم» یاد شوی او زیاته کړې یې ده، چې دغه جګړه د پاکستان له‌خوا پيل شوې. په پيغام کې راغلي، چې د خپلو خلکو او هېواد دفاع یې مسوولیت دی.

د طالبانو د رییس الوزرا په اختریز پيغام کې راغلي، چې پاکستان د ټولو اصولو خلاف د افغانستان پر بېلابیلو سیمو بریدونه کړي او طالبان د تېر په څېر په تفاهم او د موضوعاتو په سوله‌ییز حل باور لري.

د طالبانو رییس الوزرا چې په ارګ کې د اختر د لمانځه پرمهال په خپله حاضر نه‌و، پيغام یې د دفتر مشر عبدالواسع له‌خوا وړاندې شو. په پيغام کې ویل شوي: «موږ دغه جنایت او د پاکستاني رژيم هر تجاوز په سختو ټکو غندو او دا یو نه بښونکی جرم دی. د مسوول دولت په توګه دا زموږ مسوولیت دی، چې د خلکو او هېواد دفاع وکړو».

هغه ویلي، ځواکونو یې د دفاع په موخه دوښمن ته ځواب ورکړی او مقابل اړخ یې پوه کړی چې «افغانستان بې‌څښتنه» نه‌دی. د ملاحسن اخوند په پيغام کې خلکو ته ډاډ ورکړل شوی، چې «موږ هڅه کوو، له هر جهت سره ستونزې د خبرو له لارې حل کړو؛ تر څو هېواد مو له کړاونو سره مخامخ نه‌شي».

رواداري: د کابل د وروستۍ پېښې عاملین باید د نړۍوالو قوانینو په چوکاټ کې حساب ورکړي

۲۸ کب ۱۴۰۴ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۳:۲۸ GMT+۰

د رواداري په نوم د بشري حقونو یو بنسټ په کابل کې د امید په نوم د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستان برید غندلی او غوښتنه یې کړې، چې د پېښې عاملین باید د نړۍوالو قوانینو په چوکاټ کې حساب ورکړي.

یاد بنسټ د پنجشنبې په ورځ (د کب ۲۸مه) په یوه اعلامیه کې دغه ډول کړنې د نړۍوالو بشرپاله حقونو د بنسټيزو اصولو ښکاره سرغړونه یاده کړې او دغه ډول برید یې جګړه‌ییز جرم یاد کړی.

په اعلامیه کې راغلي: «د وسله‌واله شخړو اړوند قوانينو له مخې؛ ښکېلي خواوې مکلفې دي، چې د پوځي او ملکي اهدافو ترمنځ توپير وکړي». د اعلامیې له مخې؛ پر درملیز او روغتیايي تاسیساتو هر ډول قصدي بریدونه د عاملینو لپاره جدي حقوقي پایلې لرلای شي.

رواداري بنسټ له ښکېلو لورو غوښتنه کړې، چې د نړۍوالو بشري حقونو بنسټیز اصول له قید او شرط پرته رعایت کړي. دوی دارنګه ویلي: «له اړونده نړۍوالو بنسټونو په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو سازمان څخه غواړو، چې په افغانستان کې د ملکي وګړو د ژوند او کرامت د ساتنې او د دغه ډول له ناورینونو ډکو بشري پېښو د تکرار د مخنيوي لپاره اغېزمن ګامونه پورته او عملي کړي».

ذبیح‌الله مجاهد: د پاکستان د سفارت په تړلو ستونزه نه حل کېږي، خو موږ خپل غچ اخلو

۲۸ کب ۱۴۰۴ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۱:۲۱ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په کابل کې د روږدو د درملنې پر مرکز له برید وروسته ویلي، چې د پاکستان د سفارت په تړلو سره ستونزه نه حل کېږي، خو ټینګار یې وکړ چې د کابل د وروستي برید غچ به خامخا له پاکستاني نظامیانو اخلي.

د طالبانو ویاند په کابل کې له یوې خصوصي رسنۍ سره په مرکه کې له پاکستاني نظامیانو څخه پر غچ اخېستلو ټینګار کړی دی.

نوموړي زیاته کړې: «پاکستان او پاکستاني جنرالان باید دا جنایت ومني او د افغانستان له خلکو بښنه وغواړي. د افغانستان خلک به د دې جنایت پر وړاندې خاموشه پاتې نه‌شي او د هر وژل شوي کس حساب به ورسره وشي. لکه څنګه چې مو د مخکېنیو جنایتونو غچ واخیست، د دغه وروستي جنایت غچ به هم خامخا اخلو».
مجاهد په کابل کې د روږدو د درملنې پر مرکز د پاکستان د هوايي برید په تړاو د پاکستان د سفارت د نه تړلو او د سفیر د نه احضارولو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې د سفارت په تړلو سره کړکېچ نه حل کېږي او د یوه ډیپلوماټیک مرکز تړل هم اسانه کار نه دی.
مجاهد زیاته کړې: «که موږ سفارت وتړو، نو څه به وشي؟ ایا د دغې وروستۍ پېښې مخه به ونیول شي؟ ایا په دې کار سره به غچ واخیستل شي؟ نه او دا اسانه هم نه ده چې د یوه ډیپلوماټیک مرکز دروازې وتړو، ځکه په دې کې کومه ګټه نشته. خو موږ له جنایتکارانو څخه غچ اخلو او هغوی نه پرېږدو. د هغوی مرکزونه به په نښه کړو او دا به یو ښه ځواب وي».

مجاهد د خپلو خبرو پرمهال وویل، چې له پاکستان سره د کړکېچ د حل لپاره خبرو اترو ته چمتو دي، خو د هغه په خبره چې یاده ډله به پاکستان ته له خپل ادرس څخه د خبرو اترو د پیل وړاندیز ونه‌کړي.

پر همدغه مهال مجاهد ویلي، چې طالبان هڅه کوي څو له پاکستان سره کړکېچ اوږد نه‌شي.

نوموړي زیاته کړې: «که امریکا او نورو هېوادونو پاکستان ته فرمایش ورکړی وي نو موږ هم اوږدې جګړې ته چمتو یوو. موږ به خپلې جبهې وساتو، وسایل او اړیکې مو کمې نه دي او هر څه چې په لاس راځی له هغه څخه به استفاده وکړو».

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان درې ورځې وړاندې د کابل په ګډون د افغانستان پر څو ولایتونو هوايي بریدونه وکړل او طالبان وايي، چې د پاکستان په بریدونو کې په کابل کې د روږدو کسانو د درمنلې ۲۰۰۰ بستریز روغتون په نښه شوی، چې له امله یې ۴۰۰ کسان وژل شوي او ۲۵۰ نور ټپیان دي، خو پاکستان ویلي چې په کابل کې یې د وسله‌والو ترهګرو مرکز په نښه کړی دی.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړي، چې طالبانو او پاکستان د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اختر په مناسبت یې د قطر، ترکیې او سعودي عربستان په منځګړیتوب د یو بل پر وړاندې خپل عملیات وځنډول.

مریم سلیمان‌خېل: پر افغانستان د پاکستان په وروستیو بریدونو کې ملکي وګړي په نښه شوي دي

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۵۲ GMT+۰

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې مریم سلیمان‌خېل د اروپا پارلمان ته په خپلې وینا کې پر افغانستان د پاکستان وروستي هوايي بریدونه او د طالبانو تر واک لاندې د بشري حقونو ناوړه وضعیت په کلکو ټکو وغندل. د نوموړې په وینا، پاکستان د ترهګرو په نوم افغان ناروغان او ډاکټران په نښه کړي دي.

نوموړې په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون د پاکستان وروستي برید ته په اشارې سره وویل، چې دغه برید پر ناروغانو شوی او له امله یې ۴۰۰ کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ ډېر نور ټپیان دي.
مریم سلیمان‌خېل وایي: «په دغه برید کې وژل شوي کسان جنګیالي نه وو، بلکې هغوی ناروغان، ډاکټران او د هغوی کورنۍ وې. دا هغه خلک وو چې له کلونو جګړو وروسته یې هڅه کوله خپل ژوند بېرته ورغوي. یو ځل بیا قربانیان ترهګر نه، بلکې ملکیان وو. پاکستان ادعا کوي چې له ترهګرو سره جګړه کوي، خو له خاورو او کنډوالو څخه چې کوم جسدونه را اېستل کېږي، هغه ټول د افغان ملکي وګړو دي».
نوموړې د خپلې وینا په دوام پر نجونو، ښځو او د ټولنې پر عامو وګړو د طالبانو سختو بندیزونو ته په اشارې زیاته کړه، چې په ټول هېواد کې یو بشپړ نسل تر دوامداره رواني صدمې لاندې ژوند کوي.
د مریم سلیمان‌خېل په خبره: «هغه نجونې چې یو وخت به یې کتابونه لېږدول، اوس له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي. کورنۍ د سزا او څارنې په دوامداره وېره کې ژوند کوي. طالبانو د ۲۰۲۱ کال راهیسې د ښځو او نجونو د حقونو او ازادیو د محدودولو لپاره تر ۸۰ ډېر فرمانونه صادر کړي دي».

نوموړې پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې نړۍ باید له طالبانو وروسته دورې لپاره چمتووالی پیل کړي او د افغانستان راتلونکی باید پر مشروعیت، پراخ ګډون او د حقونو پر خوندیتوب ولاړ وي.

نوموړې ویلي، چې له څه باندې ۴۰ کلونو راهیسې له افغانستان سره د جیوپولیټیکې ستراتیژۍ د شطرنج د تختې په څېر چلند شوی، خو افغانستان د شطرنج تخته نه، بلکې د انسانانو یو ملت دی او نړۍ باید د افغانستان د ازادۍ غوښتونکي ملت ترڅنګ ودرېږي.

بلجیمۍ سناتوره: په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې روان چلند «جنسيتي اپارټایډ» دی

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۴۴ GMT+۰

د بلجیم د سنا مجلس غړې ویوین ټایټل‌بام له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي،‌ په افغانستان کې پر ښځو روان بندیزونه او ورسره کېدونکی چلند په ښکاره توګه «جنیستي اپارټایډ» دی. نوموړې وایي، د ښځو پر وړاندې د طالبانو اوسني سیاستونه د بشریت پر ضد جنایت دی.

هغې وویل: «د افغانستان د اپوزیسیون او په ځانګړې توګه د ښځو غږونه باید راپورته کړو او طالبانو ته باید نور ټرېبیون ورنه‌کړو». د ټایټل‌بام په خبره، افغانستان باید د ډیموکراسۍ ارزښتونو ته بېرته ورستون شي او برابري د دغه ارزښتونو مهمه برخه ده.

دې بلجیمۍ سناتورې ټینګار کړی، چې اروپايي ټولنه باید افغانستان کې روان وضعیت درک کړي چې هېڅ ډول عدالت او برابري هلته نشته. نوموړې وویل: «دا سخته ده چې نیمه ټولنه له خپلو حقونو بې‌برخې شي،‌ ان بسنټیزو حقونو لکه روغتیايي خدمتونه چې ترې محرومې دي. افغانستان کې ښځې له ازاد ژوند څخه هم بې‌برخې دي».

هم‌مهاله په بلجیم کې د طالبانو د حکومت مخالفې څېرې هم راټولې شوي او د افغانستان پر روان وضعیت بحثونه کوي. دغو افغان سیاستوالو د بلجیم له یو شمېر سناتورانو سره د هېواد پر روان وضعیت او د طالبانو له لوري د سختدریځه قوانینو پر پلي کېدو باندې بحثونه کړي دي.