د کابل، هرات او مزارشریف هغه محصلان چې د نوي تحصیلي کال لپاره د استانه ایټي پوهنتون ته منل شوي وايي، له پرلهپسې هڅو سره سره لا هم نه دي توانېدلي چې د زدهکړو د پیل لپاره قزاقستان ته سفر وکړي.
په دغو محصلانو کې دوه نجونې او اته هلکان شامل دي، چې له افغانستان انټرنشنل سره یې د هویت پټ په شرط خبرې کړې دي.
د یادو محصلانو له ډلې یوه یې د غږېږو پیغامونو له لارې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دغه پوهنتون منل شوي شاوخوا ۱۰ افغان محصلان له ورته ستونزې سره مخ دي. د نوموړي په وینا، دغه محصلان په یوه واټساپ ګروپ کې له یو بل سره اړیکه لري او د وږي له میاشتې راهیسې یې تر ۲۰ ځلو ډېر په انفرادي او ډلهییز ډول د پوهنتون مسوولانو ته برېښنالیکونه لېږلي دي.
یاد محصل زیاته کړې، چې د پوهنتون مسوولانو د ویزې د بلنلیک په اړه تر اوسه د دوی پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.
هغه وايي، محصلانو څو ځله هڅه کړې چې معلومه کړي ستونزه د پوهنتون، د قزاقستان د کورنیو چارو وزارت او که د دغه هېواد د کډوالۍ په ادارو کې ده، خو روښانه ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.
نوموړي ټینګار کړی، چې سږ کال له ۲۰ څخه کم افغان محصلانو د قزاقستان تحصیلي بورسونو ته بریالي شوي دي او ډېرو یې د استانه ایټي پوهنتون د زدهکړو لپاره غوره کړی دی.
افغانستان انټرنشنل تر اوسه نه دی توانېدلی چې د یاد محصل لهخوا وړاندې شوې شمېرې په خپلواکه توګه تایید کړي.
د پوهنتون سلاکار: د قزاقستان د کورنیو چارو وزارت د افغانانو د ویزو بلنلیکونه نه تاییدوي
افغانستان انټرنشنل داسې یو سند ترلاسه کړی، چې ښيي د استانه ایټي پوهنتون یوه سلاکار ویلي، چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د افغانستان، پاکستان، بنګلهدېش، فلیپین، نایجریا او د منځني ختیځ د یو شمېر هېوادونو د وګړو د ویزو بلنلیکونه نه تاییدوي.
هغه څرګنده کړې، چې د ویزې د بلنلیک غوښتنلیک معمولاً د کډوالۍ پولیسو او د کورنیو چارو وزارت ته سپارل کېږي.
خو لا هم روښانه نه ده چې د قزاقستان د کورنیو چارو وزارت د دغو محصلانو د غوښتنلیکونو په اړه څه پرېکړه کړې او ایا یاد محدودیت د یوه رسمي حکم له مخې عملي کېږي، که د غوښتنلیکونو له جلا- جلا ارزونې سره تړاو لري.
له افغان محصلان سره د توپیري چلند په اړه اندېښنه
یوه محصل په خپل غږیز پیغام کې ویلي، چې د هغه په باور، د استانه ایټي پوهنتون سږ کال له افغان غوښتونکو سره توپیري چلند کړی دی.
نوموړی وايي، په قزاقستان کې له یو شمېر هغو افغان محصلانو سره تر خبرو وروسته چې اوس په دغه هېواد کې زدهکړې کوي، ورته څرګنده شوې چې د پوهنتون مسوولانو قزاقستان ته له ننوتلو وروسته د اروپايي هېوادونو پر لور د افغان محصلانو د احتمالي تګ موضوع د هغوی د منلو په برخه کې د اندېښنې یو لامل بللی دی.
افغان محصلان وايي، یوازې د خپل تابعیت له امله له زدهکړو د دوام له حق څخه محرومېږي.
د ویزې د بلنلیکونو په اړه د قزاقستان رسمي مقررات څه وايي؟
د قزاقستان د حکومت پر رسمي وېبپاڼه د خپرو شویو معلوماتو ارزونه ښيي، چې د تحصیلي ویزې د بلنلیک غوښتنلیک باید د دغه هېواد د پوهنتون یا د زدهکړو د مسوولې ادارې لهخوا وړاندې شي.
د قزاقستان د کورنیو چارو وزارت د غوښتنلیکونو د څېړلو او هېواد ته د ننوتلو د بلنلیکونو د تایید مسوولیت لري.
د رسمي معلوماتو له مخې، د بلنلیک د غوښتنلیک د څېړلو معمول موده پنځه کاري ورځې ده، خو که د امنیتي ادارو لهخوا نورو څېړنو ته اړتیا وي، دغه موده تر ۳۰ ورځو پورې غځېدای شي.
په دغو مقرراتو کې راغلي، چې د څېړنې پایله باید یا د بلنلیک د تایید او یا هم د غوښتنلیک د رد په بڼه، له دلایلو سره یوځای وړاندې شي. په دغه سند کې د ټولو افغان محصلانو لپاره د بلنلیکونو د صادرولو د سراسري بندیز یادونه نه ده شوې.
د یونسکو د اسنادو ارزونه ښيي، چې قزاقستان د زدهکړو په برخه کې د تبعیض د مخنیوي نړیوال کنوانسیون تصویب کړی دی.
د دغه کنوانسیون د لومړۍ مادې له مخې، په زدهکړو کې تبعیض هغه محدودیت یا محرومیت ته ویل کېږي چې د نژاد، جنسیت، ژبې، مذهب او ملي یا ټولنیز اصل په څېر عواملو پر بنسټ رامنځته شي او د زدهکړو د فرصتونو پر برابرۍ اغېز وکړي.
په افغانستان کې د طالبانو تعلیمي محدودیتونو د افغان نجونو او ښځو د زدهکړو فرصتونه په پراخه کچه محدود کړي دي.
په استانه ایټي پوهنتون یوه منل شوې افغانې محصلې په خپل غږیز پیغام کې ویلي، چې په افغانستان کې تعلیمي محدودیتونو د نجونو لپاره د بهرنیو بورسونو ارزښت لا زیات کړی دی.
هغې ویلي، په افغانستان کې نجونې له زدهکړو محرومې دي او هلکان هم د زدهکړو د کیفیت له ستونزو سره مخ دي.
دغې افغان محصلې زیاته کړې، چې له دغو شرایطو سره سره، قزاقستان ته د منل شویو محصلانو د سفر د بهیر درېدلو د هغوی د تحصیلي راتلونکي په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
نوموړې ټینګار کړی، چې محصلان د خپلو منل شویو غوښتنلیکونو د وضعیت د روښانه کېدو او د خپلو زده کړو د دوام د امکاناتو د برابریدو غوښتونکي دي.