د بریتانیا د وولیچ جزايي محکمې د پنجشنبې په ورځ، د لړم په ۲۱مه، مصطفی سپهوند په متفقه پرېکړه د دوو تورونو، یعنې له یوه بهرني استخباراتي سازمان سره د مرستې او د تاوتریخوالي د برید د ترسره کولو د نیت، له امله مجرم وپېژاند.
د محکمې منصفه پلاوي دغه راز فرهاد جواديمنش په متفقه پرېکړه له یوه بهرني استخباراتي سازمان سره د مرستې په تور مجرم وپېژاند، خو د «تاوتریخوالي د برید په پلان جوړونه کې د ګډون» له تور څخه یې برائت ورکړ.
د دې قضیې درېیم تورن، شاپور قلعهعليخاني نوري، پر ځان لګېدلي دواړه تورونه رد کړل او له زندانه خوشې شو.
ټاکل شوې ده چې د سپهوند او جواديمنش د مجازاتو حکم د لیندۍ په ۲۶مه، د ماسپښین په دوو بجو، د لندن په اولډ بیلي محکمه کې اعلان شي.
د بریتانیا څارنوالۍ د لیندۍ په ۱۱مه د قضیې د شواهدو د ارزونې په وروستي پړاو کې ویلي وو چې تورنو کسانو د هغو کسانو د کورونو پته موندلو ته په تګ او د عکسونو او ویډیوګانو په اخیستلو سره، په قصدي توګه د برید د چمتو کولو لپاره له سپاه پاسداران سره مرسته کړې ده.
د څارنوالۍ استازي، ویلیم املین جونز، وویل چې سپاه پاسداران په بریتانیا کې د خپلو فعالیتونو لپاره سپهوند غوره کړی و او هغه بیا جواديمنش او نوري د مرستې لپاره ګومارلي وو.
د نوموړي په وینا، د دوی دنده دا وه چې ورکړل شویو پتو ته لاړ شي، انځورونه او ویډیوګانې واخلي او د هغو کسانو د موندلو هڅه وکړي چې سپاه پاسداران د خپلو هدفونو په توګه ټاکلي وو.
د محکمې په غونډو کې د ۱۵۰ زره پونډو د ورکړې او په ایران کې د سپهوند د قضايي دوسیې د حل کولو په اړه د ژمنو پیغامونه هم وړاندې شول.
څارنوالۍ دغه ژمنې له سپهوند سره د همکارۍ اصلي انګېزه وبلله، خو سپهوند وویل چې د برید د ترسره کولو نیت یې نه درلود او د پیسو غوښتلو او د پتو په اړه د پلمو په جوړولو سره یې مقابل لوری ځنډولی و.
سپهوند د تلې په ۳۰مه د محکمې په غونډه کې وویل چې له ده څخه د کامبیز حسینی د لاسونو او پښو د ماتولو غوښتنه شوې شوه. دغه راز ترې غوښتل شوي وو، چې مجتبی پورمحسن ووهي، څو د ایران د حکومت پر ضد له لیکلو لاس واخلي.
خو نوموړي ټینګار وکړ چې د دغو کسانو د زیانمنولو نیت یې نه درلود او له مقابل لوري سره یې ظاهري همکاري د ده او کورنۍ ته د ګواښونو له امله وه.
نوري هم د لړم په پنځمه د محکمې په غونډه کې ومنله چې د سپهوند په غوښتنه یې ځینې عکسونه او ویډیوګانې اخیستې، هغه ته یې لېږلې او وروسته یې پاکې کړې دي. خو نوموړي وویل چې د دې کار له اصلي موخې خبر نه و او فکر یې کاوه چې دا کار د خپل ملګري له مسلکي فعالیت سره تړاو لري.
جواديمنش هم د ایران له استخباراتي ادارې سره د همکارۍ په اړه د معلوماتو لرل رد کړل، خو د شاهد په توګه یې د محکمې پر وړاندې شاهدي ورنه کړه.
د لړم په پنځمه د شاهدانو د څرګندونو له پای ته رسېدو سره، محاکمه د وروستۍ پرېکړې پړاو ته لاړه.
د محکمې منصفه پلاوي د دې پړاو له پای ته رسېدو وروسته د هر تورن پر وړاندې د لګېدلو تورونو په اړه پرېکړه وکړه.