د ایران لوی درستیز: تر اوسه عملیات یوازې خبرداری و خو "تنبیهي عملیات" پر لاره دي

د ایران د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز عبدالرحیم موسوي ویلي، تر دې دمه چې کوم پوځي عملیات ترسره شوي، یوازې د خبرداري لپاره وو. فارس اژانس د نوموړي یوه ویډیو خپره کړې او ټینګار یې کړی: « خو اصلي تنبیهي عملیات به ډېر ژر پیل شي».

هغه وايي، چې د اسراییل د حیفا او نورو سیمو خلک دې له سیمو ووځي او د نړۍ خلک دې هم باورمن وي، چې ایراني ځواکونه د خپلو وژل شویو کسانو غچ اخلي.