هند په افغانستان کې په ډيپلوماټيکو چارو کې خپل بخت ازمایي

د ډيپلوماټ ویب پاڼې په افغانستان کې طالبانو ته د هند د ستراتیژيک لاسرسي او درک په تړاو یوه مقاله خپره کړې او پکې ویل شوي چې، په تېرو وختونو کې افغانانو ته د هند بشري مرستې له طالبانو سره د مخالفت د څرګندولو او اوس له طالبانو سره د تعامل لپاره کارول کېدونکې وسیله دي.
د مقالې له مخې، د هند او طالبانو ترمنځ د اړیکو نوی پړاو پېل شوی او په وینا یې هند په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې افغانانو ته د ویزې بهیر درولی وو؛ خو د ۲۰۲۵م کال د اپرېل په وروستیو کې، افغانانو ته د ویزې ورکړې بهیر بیا پېل کړ او دغه چاره د دې ښودنه کوي چې، د طالبانو پر وړاندې د هند په پالیسیو کې یو څه نرمښت راغلی دی.
په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي پروتهانیني هریش په مارچ میاشت کې امنیت شورا ته وویل چې، هند له طالبانو سره پر دوه اړخیزو مسایلو خبرې کړي دي. هغه ټینګار وکړ چې د خلکو ترمنځ "ځانګړې اړیکې" د ننني هند-افغان اړیکو بنسټ جوړوي. همدارنګه، د جنورۍ په میاشت کې، د هند د بهرنیو چارو سکرتر ویکرم میسري، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په دوبۍ کې ولیدل.
له دې وروسته د مارچ پر ۱۵مه، د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس. جېشنکر، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره ټيلفوني خبرې وکړې او د کشمیر د اپرېل ۲۲مې ترهګریزې پېښې غندلو لپاره یې له امیرخان متقي مننه وکړه.
دا له ۲۰۲۱ کال راهیسې له طالبانو سره د هند لومړنۍ رسمي ټيلفوني اړیکه وه. جېشنکر ژمنه وکړه چې هند به د افغانستان د پرمختیایي اړتیاوو ملاتړ ته دوام ورکړي. متقي په دې ټيلفوني خبرو کې د افغانانو او په ځانګړې توګه ناروغانو لپاره د ویزو غوښتنه وکړه او همداراز یې هیله څرګنده کړه چې، هند د افغان بندیانو د ازادولو په بهیر کې همکاري وکړي او د مقالې لمخې، له دغو غوښتنو تر اوسه یوه یې عملي شوې ده.
امیرخان متقي چې، له یو شمېر نورو طالب چارواکو سره لا تر اوسه هم د ملګرو ملتونو د بندیز په نوملړ کې شامل دی نه یوازې دا چې د اپرېل برید یې وغانده؛ بلکې د اپرېل پر ۲۷مه یې د هند یو ډیپلوماټ، انند پراکاش، کابل ته وباله او دغه چارې هم د هند او پاکستان تر منځ د ترینګلتیاوو پر مهال ترسره شوې.
له امیرخان متقي سره د جېشنکر له ټيلفوني خبرو یوه ورځ وروسته، د هند بهرنیو چارو وزارت وویل چې، نوی ډهلي به د افغانستان په اړه "زړور ګامونه" پورته کړي او "هر هغه څه به وکړي" چې لمخې یې له طالبانو سره اړیکې پراخې شي.
په دې لړ کې هند له پاکستان او ایران څخه له جبري اېستل شویو افغان کډوالو سره د بشري مرستو ټټر وواهه او د مقالې لمخې، له دې سره جوخت بیا په رسنیو کې د افغان ښځو او ماشومانو داسې انځورونه خپاره شول چې د هند سفارت مخې ته د هند بیرغلرونکي خوراکي بکسې اخلي.
مقاله کاږي، هند د بشري مرستو له لارې د تېر نظام د حاکمیت پر مهال له طالبانو سره مخالفت کړی او اوس د دغو مرستو له لارې له طالبانو سره د تعامل په لټه کې دی.
سره له دې چې د هند مرستې ډېرې نه دي؛ خو دومره دي چې، ورسره هند د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان کې خپل نرم حضور وساتي او ورسره د پراخېدو دروازې یې پرانیزي.
د ۲۰۲۱م کال له اګست راهیسې، هند ۲۷ټُنه بیړني توکي له هغې ډلې، ۵۰,۰۰۰ټُنه غنم، ۴۰,۰۰۰ لیټره آفت وژونکي، او څه باندې ۳۰۰ټُنه درمل او طبي وسایل افغانستان ته لېږلي دي. له دې سربېره، هند له UNODC سره په افغانستان کې له ۲۰۲۲ راهیسې ۱۱,۰۰۰ روغتیايي کېټونه، د ماشومانو خواړه، جامې، درمل او ۳۰ټُنه نور ټولنیز مرستندویه توکي برابر کړي؛ خو هند لا تراوسه هم په افغانستان کې د هغو پرمختیایي او بنسټیزو پروژو کار بیا نه دی پیل کړی چې، د تېر نظام پر مهال یې پيل کړي وو او د دغې چارې بیا پیل د طالبانو غوښتنه هم ده.
ډيپلوماټ کاږي، هند له افغانستان سره د خپلو اړیکو د پراخولو لپاره ډېر څه کولی شي او دغه چاره هم د احتیاط له سیاست څخه تېرېدلو ته اړتیا لري؛ څو افغانانو ته د لنډ او منځمهاله مرستو زمینه برابره شي.
هند په کابل کې په خپل سفارت کې له خپل "تخنیکي ماموریت" پرته، کولی شي کوچنۍ پراختیایي پروژې بیا پیل کړي. دغه هېواد کولی شي پر کرنې، بدیل معیشت، زدهکړو، روغتیا او کوچنیو سوداګریو تمرکز ولري او ورسره به افغان ټولنه او اقتصاد بېرته راژوندۍ شي. د هند او افغانستان د سوداګرۍ خونو ترمنځ مشارکت به دوه اړخیزې سوداګرۍ وغوړېږي او همداراز پر بنسټیزو پروژو پانګونې به افغانستان یو ځل بیا د ترانزیت پر یوې مهمې څلور لارې بدل کړي او ورسره به افغانانو ته د عوایدو او کار زمینې هم برابرې شي.
د ډيپلوماټ په مقاله کې راځي چې، په دې بهیر کې به د کابل لاره ستونزمنه هم وي. که څه هم طالبان د هند او پاکستان د وروستۍ شخړې له امله یو څه ګټه ترلاسه کړې؛ خو لا هم له پاکستان سره یې خپلې اړیکې نه دي پرې کړي، ځکه افغانستان په وچه کې راګیر هېواد دی او له بحر سره یې د تګ راتګ لاره د پاکستان له لارې ده. پاکستان بیا غواړي چې، د چین په مرسته، له کابل سره خپلې اړیکې ورغوي.
له دې ټولو سره سره طالبان غواړي له درېیو مهمو ګاونډیانو هند، پاکستان، او چین سره اړیکې وساتي. طالبان د ډيپلوماټيکي او د بهرني سیاست د زده کړو په حال کې دي. د هند د ستراتیژیکې سیالۍ د لیدلوري لمخې، افغانستان د منځنۍ آسیا د پالیسۍ یوه مهمه برخه ده، چې په افغانستان کې د تېر نظام پر مهال له ناکامۍ سره مخ وه. اوس هڅې کېږي چې دا پالیسي د طالبانو په مرسته فعاله شي. د جنورۍ د ناستې پر مهال، هند او طالبانو سلا وکړه چې د چابهار بندر د سوداګریزو چارو لپاره وکاروي؛ خو د ایران او اسراییل تر منځ د جګړې له پیل سره، یاد بندر هم له جدي ستونزو سره مخ شوی دی.
له طالبانو سره د اړیکو په ګرمولو سره، هند د خپلې ستراتیژۍ لمخې، د افغانستان د جمهوري نظام له چارواکو سره خپلې اړیکې پرې کړي او همداراز یې په افغانستان کې د ټولګډوني حکومت د جوړېدو غوښتنې ته هم شا کړې؛ خو دا چې دغه ستراتیژیک ګامونه به څه پایله ورکړي او که څنګه؟ دا به د هند د ډيپلوماټيکو هڅو اصلي ازموینه وي.