خامنه یي: د دولت په ملاتړ لاریونونه زمونږ د ملت زړورتیا ښیي

د ایران دولت رهبر علي خامنه یي په ایران کې د تېرې ورځې لاریونونو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې دا زمونږ د ګران ملت زړورتیا سره یو ځای د دوی د عقلانیت او معنویت ځواک ښودنه ده.
د ایران دولت مشر له هغه وخت راهیسې پټ دی چې اسراییل تیره اونۍ پر ایران ناڅاپي برید وکړ، خو د هغه د ټولنیزو رسنیو حساب لا هم فعال پاتې دی. هغه دا څرګندونې نن پر ایکس خواله رسنۍ کړي دي.
اسراییلي چارواکو په مکرر ډول اشاره کړې، چې دوی په خپل نظامي کمپاین کې د ایران مشرتابه نسکورولو په لټه کې دي. د دفاع وزیر کاټز پرون وویل چې خامنه یي نشي کولی نور دوام ومومي.