د دغو فارغانو له ډلې ۱۹۶ کسان له انجینرۍ، ۱۰۴ له ساینس، ۱۶۰ له اقتصاد او ۷۶ نور بیا له وترنرۍ پوهنځي فارغ شوي دي.
په همدې تړاو د پنجشنبې په ورځ د (چنګاښ ۶مه) جوړو شویو مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون استادانو او د طالبي رهبرۍ یې له خپل حکومته وغوښتل، چې دغو نویو فارغانو ته په حکومتي چوکاټ کې د دندو فرصت ورکړي.
خو د ننګرهار پوهنتون په دغو مراسمو کې هېڅ ښځینه فارغه نه وه.
د طالبانو له واکمنۍ راهیسې په ټول هېواد کې د نجونو پر زدهکړو سخت بندیزونه لګېدلي او په ټولو پوهنتونو کې د نجونو زدهکړې د ملاهبت الله د یوه فرمان له مخې منعه اعلان شوې دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له بيبيسي سره په یوې تازه مرکه کې ویلي، چې لا هم له «شرعي لیده د نجونو زدهکړو بیا پیلېدو لپاره کومه حل لاره نه ده موندل شوې».
طالبان له تېرو څلورو کلونو راهیسې د «ترتیب او شرعي چوکاټ» په نوم د نجونو زدهکړو پیلېدو لپاره خلکو ته هیلې ورکوي؛ خو ښکاري چې دوی په دغو ژمنو کې دروغجن دي.
راپورونو ښودلې، چې د ملاهبت الله په ګډون د هغه نږدې کړۍ نه غواړي چې نجونې د ښوونځي له شپږم ټولګي پورته زدهکړې وکړي او له همدې کبله یې د تورې تیارې څادر غوړولی.
د طالبانو ترمنځ هم د نجونو د زدهکړو پر سر ناندرۍ او سخت مخالفتونه رامنځته شوي دي.
د یادې ډلې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس ستانکزي نږدې څلور میاشتې وړاندې په خوست کې د یوې غونډې پر مهال نیوکه وکړه، چې د دوی مشر د خپل «شخصي فکر او طبعیت» له مخې د نجونو زدهکړې بندې کړې دي او دغه بندیز هېڅ ډول شرعي بڼه نه لري.
له دغه ډول تکراري څرګندونو وروسته په افغانستان کې د نوموړي ژوند هم سخت شو او ملاهبت الله یې د نیول کېدو امر وکړ؛ خو عباس ستانکزي وار لومړی کړ او متحده عربي اماراتو ته یې پښې سپکې کړې، چې لا تر اوسه هلته دی.
د ملاهبت الله د امر له مخې؛ هر هغه کس، د بشري حقونو او زدهکړو فعال چې د افغانستان دننه د نجونو د تعلیم په ملاتړ غږ پورته کوي؛ باید ونیول شي.
تر اوسه لسګونه هم نه بلکې سلګونه کسان طالبانو له همدې امله ځورولي، شکنجه کړي او ان زنداني کړي دي.
که څه هم یو شمېر هېوادونو او د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو له طالبانو غوښتي، چې د نجونو ښوونځي او پوهنځي بېرته پرانېزي؛ خو نه یوازې پر دې غوښتنو غوږونه کاڼه اچول شوي، بلکې ورسره پر ښځو او نجونو بندیزونه لا نور هم ډېر شوي دي.