• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

چین د هند او پاکستان د وروستۍ جګړې پر مهال اسلام اباد ته استخباراتي معلومات ورکړي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۱۱ GMT+۱

رویټرز اژانس راپور ورکړی چې چین د اسلام اباد او نوي ډيلي ترمنځ د کشمیر پر سر د جګړې پر مهال، پاکستان ته د هند د مهمو پوځي سیمو اړوند په ژوندۍ بڼه استخباراتي معلومات ورکړي دي.

د هندي پوځ مرستیال مشر راهول سینګ په نوي ډیلي کې د دفاعي صنعت یوې غونډې ته وویل: «هند په دې جګړه کې له دوو دښمنانو سرهمخ و، یو ښکاره دښمن چې پاکستان و او بل چین و چې په پټه یې د دې جګړې ملاتړ کاوه».

راهول سینګ زیاته کړه: «کله چې د عملیاتو په اړه د هندي پوځ عمومي مشر (DGMO) غونډه لرله، پاکستان ویلي و، موږ پوهېږو چېنوی ډيلي غواړي د پاکستان پلانی ځای په نښه کړي او ښکاره خبره ده چې دا معلومات چین ورکول».

خو د هند پوځ دغه لوړ پوړي غړي د چین له لوري پاکستان ته د ورکول کېدونکو معلوماتو په تړاو نور جزییات نه دي ورکړي او دا یې هم نه ده روښانه کړې چې «دوی څنګه خبر»‌ له دې همکارۍ خبر شول.

هند پخوا ویلي و چې پاکستان له چین سره نږدې ملګرتیا لري، خو د جګړې پر مهال د چین له خوا د عملي مرستې ښکاره څرک نه لیدلکېږي. د رویټرز په دې راپور کې راغلي چې بېجینګ د خپلې سپوږمکۍ په وسیله د پاکستان رادار ته معلومات ورکول.

پاکستاني چارواکو لا پخوا دا تورونه رد کړي چې ګواکي له چین څخه یې استخباراتي معلومات ترلاسه کړي دي، خو دا یې نه دي ویلي چېایا له هند سره د وروستۍ جګړې پر مهال چین د سپوږمکۍ په مرسته د پاکستان له رادار سره مرسته کړې که نه.

د جنرال راهول سینګ به وینا، ترکیې هم د جګړې پر مهال د پاکستان ملاتړ کړی او د( Bayraktar) په نوم د ډرون الوتکو ترڅنګ یو شمېر پوځي سلاکاران یې هم د پاکستان په واک کې ورکړي وو، خو د ترکیې دفاع وزارت تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

په اپرېل میاشت کې د وسله والو ډلې د هندي کشمیر په پهلګام کې «۲۶تنه سېلانیان» به ډزو ووژل جې نوي ډیلي یې د پړې ګوته اسلام اباد ته ونیوله. تر دې پېښې وروسته د هند او پاکستان ترمنځ د توغندیزو بریدونو، هوایي جېټ طیارو او د بې پېلوټه الوتکو څلور ورځنۍ جګړه وشوه.

ډېر لیدل شوي

رویټرز: امریکا د جرمونو نړۍوالې محکمې پر وړاندې د بندیزونو لپاره چمتووالی نیسي
۱

رویټرز: امریکا د جرمونو نړۍوالې محکمې پر وړاندې د بندیزونو لپاره چمتووالی نیسي

۲

د سولې نړۍواله ورځ؛ افغان ځوانان وایي جګړه درېدلې خو سوله نه‌شته

۳

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي

۴

پاکستان یو وار بیا پر کونړ او پکتیکا ولایتونو بریدونه کړي دي

۵

د مقاومت جبهې یو جګپوړی غړی صالح محمد ریګستانی «افغانستان ته تللی»