یو افغان الاصله ډنمارکي وګړی د ایران لپاره د جاسوسۍ په تور نیول شوی

د جرمني پېژندل شوې رسنۍ "بیلډ" راپور ورکړی، چې یو افغان الاصله کس چې د ډنمارک تابعیت لري، د ډنمارک د استخباراتو له خوا د ایران لپاره د جاسوسۍ په تور نیول شوی دی.

د جرمني پېژندل شوې رسنۍ "بیلډ" راپور ورکړی، چې یو افغان الاصله کس چې د ډنمارک تابعیت لري، د ډنمارک د استخباراتو له خوا د ایران لپاره د جاسوسۍ په تور نیول شوی دی.
د راپور له مخې، یاد کس د سوداګرۍ تر نوم لاندې د اروپا بېلابېلو ښارونو ته سفر کاوه، خو د امنیتي ادارو لهخوا د هغه د اړیکو تعقیب ښيي، چې نوموړی د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو له یوه قوماندان سره په تماس کې و، چې له همدې کبله چارواکو هغه وپېژاند او ونیول شو.


چین اعلان کړی چې له اروپايي شرکتونو نه د طبي تجهیزاتو پر پیرودلو بندیزونه لګوي.دا پرېکړه د اروپايي ټولنې د هغه اقدام په ځواب کې شوې چې په اروپا کې عامه قراردادونو ته یې د چینایي شرکتونو لاسرسی محدود کړی دی.
د چین مالیې وزارت زیاته کړې، اروپایي شرکتونو ته به نور اجازه ور نه کړل شي چې د دغه هېواد له دولت سره د ځینو طبي تجهیزاتو د پیرودلو تر ۴۵ مېلیون ډالرو لوړو قراردادونو کې برخه واخلي. دا بندیزونه به سر له نن څخه وضعه شي.
د بلومبرګ د راپور پر بنسټ، اروپايي چارواکو په تېره جون میاشت کې پرېکړه کړې وه چې د دغه اتحادیې په غړو هېوادونو کې عامه قراردادونو ته د چینایي طبي تجهیزاتو جوړونکو لاسرسی محدود کړي، دا یو داسې اقدام دی چې چین یې تازه پر وړاندې خپل غبرګون اعلان کړ.
کارپوهان وايي، دا اقدامات د چین او اروپايي ټولنې ترمنځ د سوداګریزو ناندریو یوه برخه ده چې په وروستیو میاشتو کې یې شدت موندلی دی.

طالبان وايي چې د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. د دغې ډلې په وینا، د ننګرهار په نازيانو ولسوالۍ کې د یوه کور چت پرېوتی چې پایله کې یې څلور ماشومان ټپیان شوي، خو د غنيخېلو په روغتون کې بیا یو ماشوم ساه ورکړې ده.
د ننګرهار ولایت د طالبانو رسنیز دفتر یکشنبه (چنګاښ ۱۵مه) په خپل بیان کې زیاته کړېپه کوز کونړ ولسوالۍ کې سېلاب یوه ماشومه مړه کړې ده. همداراز، د بټي کوټ ولسوالۍ د دامان سیمې په یوه بله پېښه کې د کمر پرېوتو له امله دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
د طالبانو د معلوماتو پر بنسټ، سېلابونو په ګوشتې ولسوالۍ کې ۲۵۰ کورونه او شاوخوا درې زره جریبه کرنیزه ځمکه له منځه وړي دي. په لعلپورې ولسوالۍ کې هم نږدې دوه زره جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوې ده. په نازيانو ولسوالۍ کې لس کورونه ویجاړ شوي دي.
همداراز، د ګوشتې، لعلپورې، مومندرې، کامې، شینوارو، بټي کوټ او یو شمېر نورو ولسوالیو اوسېدونکو ته هم د سېلابونو له امله مالي زیانونه اوښتي دي. د ننګرهار سېلابځپلو ته تر اوسه د طالبانو او مرستهرسوونکو بنسټونو لهخوا مرسته نه ده رسېدلې.
د یادونې ده چې د افغانستان یو شمېر ولایتونه له تېرو څو ورځو راهیسې د سختو ورښتونو او سېلابونو شاهدان دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې د دغه شرکت مشر عبدالباري عمر د یادې پروژې د کارونو د لا چټکوالي پههدف د ازبکستان د برېښنا له وزیرسره د وېډیو کنفراس له لارې خبرې اترې کړي دي.
د یادې پروژې هوکړه وړاندې د دواړو هېوادونو د اړوند ادارو ترمنځ شوې وه. که څه هم د دغه ادارې په دې اړه نور زیات جزییات نه ديورکړي، خو تمه ده چې د برېښنا د لیږد د یادې پروژې په لړ کې به ۸۰۰ میګاواټه برېښنا کابل او ختیځو ولایتونو ته ورسول شي.
که څه افغانستان دا مهال له څلورو ګاونډیو هېوادونو برېښنا پیري، خو بیا هم د کابل په ګډون د بېلابېلو ولایتونو ځینو اوسېدونکو وخت ناوختله رسنیو سره په خبرو کې د برېښنا د زیاتې پرچاوۍ په اړه شکایتونه کړي دي.
هم مهاله د طالبانو په برېښنا شرکت کې د پراخ اداري فساد د شتون ادعاوې هم شته.

د کابل ښار ځینو اوسېدونکو افغانستان انټرنشل – پښتو ته ویلي چې د یکشنبې ورځې (چنګاښ ۱۵مه) سهار راهیسې په دغه ولایت کېمخابراتي شبکې قطعه شوي دي. لامل یې په کابل ښار کې د عاشورا ورځې د نمانځلو امنیتي تدابیر ښوول شوي.
سرچینې وایي، یوازې د ځینو مخابراتي شبکو وایفای انټرنیټي خدمتونه کار کوي خو هغه هم ډېرکمزوري دي.
د کابل ښار اوسېدونکې نرګس په دې اړه وویل: «نهپوهیږم له نن سهاره مخابراتي شبکې کار نه کوي، موږ کور کې وایفای لرو هغه کارکوي خو د نورو ورځو پرتله یې سرعت ډیر کمزوری دی».
د کابل ښار یو بل اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې یاد شي هم ورته ستونزه تاییدوي او وايي د مخابراتي شبکو پرې کېدو له ستونزو سرهمخامخ کړي دي. د طالبانو رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو څو څو ځله یې تر دې وړاندې هم د اختر او عاشورا په ورځو کېد امنیتي تدابیرو په پلمه مخابراتي شبکې بندې کړي

د غزې په تړانګه کې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر میاشتې د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې، په اسټرالیا کې د یهودانو خلاف بریدونه په بېساري ډول ډېر شوي دي. په دې موده کې د یهودانو پر عبادت ځایونو، موټرو او ودانیو بېلابېل بریدونه شوي دي.
رویټرز داسټرالیا د یهودانو شورا په حواله ویلي چې، د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر نه تر ۲۰۲۴ کال پورې په ټول هېواد کې د یهودانو خلافتردوو زرو ډېرې پېښې ثبت شوې دي. دغه بریدونه تر ډېره د سیډني او میلبورن په ښارونو کې شوي دي.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر۱۳مه په سیډني کې د یهودي د یوه نانواييپر دېوال د یهود ضد شعار لیکل شوې و. همداراز د نانوايي مالک ته یو خبرداری لیک هم غورځول شوی چې پهکې لیکل شوي وو: «محتاط اوسه.»
د ۲۰۲۳ کال د نوامبر پر ۲۱مه د سیډني په ختیځ کې چې د یهودانو لوی نفوس لرونکی هېواد یادېږي، څو موټرونه وسوځول شول او ځینې ودانۍ ویجاړې شوې.
د ۲۰۲۳ کال د ډېسمبر پر ۶مه د میلبورن په سوېل کې د «اداس اسراییل» په نوم د یهودانو یوه عبادت ځای ته اور واچول شوی و. پولیس دا پېښه د احتمالي ترهګریز برید بللی و.
د ۲۰۲۳ کال د ډېسمبر پر ۷ مه، د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي و چې په ملګرو ملتونو کې د فلسطین په تړاو د اسټرالیا د حکومت د رسمي دریځ له امله به په دغه هېواد کې د یهودانو خلاف بریدونه ډېر شوي دي.
د ۲۰۲۳ کال د ډېسمبر پر ۹مه د اسټرالیا فدرالي پولیسو د یهودانو خلاف قضیو د اداره کولو لپاره یوه ځانګړې څانګه جوړه کړه ترڅو د دا ډول بریدونو پر وړاندې جدي چلند وکړي.
د ۲۰۲۳ کال د ډېسمبر پر ۱۱مه، د دویم ځل لپاره د سیډني په ختیځ کې موټرو ته اور واچول شو او ځینې ودانۍ زیانمنې شوې.
د ۲۰۲۵ کال د جنوري پر ۷ مه، د سیډني په شمال کې یو سړی د پولیسو لهخوا ونیول شو. هغه د چاباد شمالي ساحل عبادت ځای ته نږدې د یهودي عبادت کوونکو پر ګواښلو تورن دی.
د اسټرالیا د یهودانو شورا وايي چې دې پېښو د کورنیو ترمنځ پراخه وېره او ډار رامینځته کړی او د اسټرالیايي چارواکو خبرداری ورکړی چې د مذهبي کرکې هر ډول وینا، ګواښونو او تاوتریخوالي پر وړاندې به قانوني چلند وشي.